نتنیاهو په عام محضر کې د فلسطیني دولت لپاره د امریکا فشار رد کړ

    • Author, مارک لوئین
    • دنده, بي بي سي - بیت المقدس

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو وايي، امریکا ته یې ویلي، چې په غزه کې د شخړې له پای ته رسېدو وروسته د فلسطیني دولت له رامنځته کېدو سره مخالف دی.

ښاغلي نتنیاهو یوې خبري غونډې ته وویل، ژمن دی، چې تر ''بشپړې بریا'' پورې به په غزه کې د بریدونو پر دوام ټینګار کوي او زیاته یې کړه چې دا بریدونه به په بشپړه توګه د حماس له منځه تلو، برمته شویو اسرائیلیانو تر ستنېدو پورې دوام وکړي، چې په وینا یې ښاي ''ډېرې نورې میاشتې'' وخت هم ونیسي.

په داسې حال کې چې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وايي، په غزه کې ۲۵ زره کسان وژل شوي، د دې سیمې ۸۵ سلنه اوسېدونکي بې ځایه شوي دي، پر اسرائیل فشار ډېرېږي چې بریدونه بند او د جګړې ختمولو لپاره خبرو ته کېني.

د امریکا په ګډون د اسرائیل متحدین او د دې هېواد ګڼ شمېر دښمنان د ''دوو دولتونو حل'' په نامه د یوې پخوانۍ تګلارې بیا راژوندي کولو غوښتنه کوي، چې له مخې به یې په راتلونکي کې د اسرائیل تر څنګ د فلسطین دولت هم وي.

په ډېری حلقو کې داسې تمه پیدا شوې، چې اوسنی بحران به ښکېل اړخونه مجبور کړي، چې بېرته دیپلوماسي ته مخه کړي، چې د بې پایه تاوتریخوالې دې دائرې ماتولو یوازینۍ لار یې بولي.

خو د ښاغلي نتنیاهو له څرګندونو داسې ښکاري چې په ظاهره یې هوډ د دې برعکس دی. نوموړي د پنجشنبې ورځې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، اسرائیل باید د اردن سیند لویدیځې غاړې پر ټولو ځمکو امنیتي کنټرول ولري، چې د راتلونکي هر فلسطینی دولت به هم پکې شامل وي.

دی وايي: ''دا یو ضروري شرط دی، او دا د (فلسطین) له حاکمیت سره متضاد دی. څه باید وشي؟ ما دا خبره امریکايي دوستانو ته وکړه او ما د داسې یوې هڅې کول پرېښوول چې یو واقعیت پر ځان وتپو چې د اسرائیل امنیت ته ګواښ شي.''

ښاغلي نتنیاهو د خپل ټول سیاسي فعالیت په ترڅ کې د فلسطیني دولت له رامنځته کېدو سره مخالفت کړی او د تېرې میاشتې هغې وینا له کبله یې چې ویاړي د فلسطیني دولت رامنځته کېدو مخه یې نیولې، وروستۍ څرګندونې یې د حیرانۍ لامل نه بلل کېږي.

خو په عام محضر کې د واشنګټن دیپلوماتیک فشار ردول او د اوسني پوځي وضعیت پر ځای ساتلو ژمنتیا د اسرائیل او لوېدیځو متحدینو تر منځ یې واټن زیاتوي.

امریکا متحدو ایالتونو د اکتوبر له ۷مې راهیسې چې حماس ۱۳۰۰ اسرائیلیان ووژل او ۲۴۰ یې برمته کړل، امریکا له ځانه د اسرائیل د دفاع ملاتړ کړی.

خو هغسې چې په غزه کې د وژل شویو شمېر ډېرېږي او هلته د ویرې، ترهې احساس پراخېږي، لوېدیځوال حکومتونه له اسرائیل غواړي چې پر شا شي.

سپینې ماڼۍ پرلپسې هڅې کړې چې د اسرائیل پر پوځي پالیسي اغېز وکړي، د پراخو عادي بمباریو پر ځای یې د زیاتو ګائډیډ توغندیو کارولو غوښتنه ترې کړې، د ځمکنیو عملیاتو مخالفت یې کړی، او د دوو دولتونو حل لپاره یې غږ کړی، داسې چې په غزه کې له جګړې وروسته د فلسطیني ادارې لپاره پکې ځای واوسي.