د پولیټزر جایزه ننداره لیکونکې ایرانۍ – امریکایۍ ته ورکړل شوه

DJ COREY PHOTOGRAPHY

د عکس سرچینه، DJ COREY PHOTOGRAPHY

د پولیټزر جایزو ورکولو کمېټې د تیاتر برخې جایزه کلیفورنیا کې ایرانۍ-امریکايۍ ساناز توسي ته ځانګړې کړې ده.

اغلې توسي د پولیتزر جایزه د (انګلیسي) نندارې له کبله ترلاسه کړې ده.‌

د پولیتزر د ۲۰۲۳ کال د جایزو ورکولو کمېټې اغلې توسي ته د دغې جایزې د ورکولو د لامل په اړه ویلي، جایزه له دې کبله ورکړل شوه چې تهران کې څلور ایرانیان ننداره کې د انګلیسي ژبې ازموینې لپاره چمتو کوي.

پولیتزر جایزه د خبرلیکنې، ادبیاتو، تیاتر او موسیقۍ برخو کې د امریکا ډېره اعتبار لرونکې جایزه ده.‌

دا جایزه ۱۰۷ لرغونتوب لري چې د کولمبیا پوهنتون د منتخبې کمېټې په مټ ترسره کېږي.

ساناز

د عکس سرچینه، @SANAZTSS

د عکس تشریح، ساناز تونسي د امریکا کلیفورنیا کې زیږېدلې او مور و پلار یې له ایرانه امریکا ته کډوال شوي وو

انګلیسي؛ د ژبې او هویت ترمنځ د تړاو په باب ننداره

د اغلې توسي نمایشنامه د ژبې د تدریس په اړه ده چې د انګلیسي ژبې یوه ټولګي کې سره راغونډ شوي دي.

ددغو زدکوونکو او ښوونکو د ژوند کیسه یو ډول له ژبې او هویت سره تړاو لري.

رویا یوه ښځه ده چې غواړي انګلیسي زدکړي او زوی ته یې اجازه ورکړي چې له لمسي سره یې خبرې وکړي. د رویا زوی کاناډا ته له کډوالېدو وروسته غواړي له خپلې ماضي سره خدای پاماني وکړي او نوی کلتور غوره کړي.

ګلي او الهام د کډوالۍ هیله لري او غاړي په یوه انګلیسي ژبي هېواد کې یې کوم پوهنتون ومني او له ایران ووځي.

خو الهام اصلا چې نه غواړي له ایران جلا شي، حاضر نه دی چې په انګلیسي د غږېدو پرمهال له خپلې ایرانۍ لهجې تېر شي.

DJ COREY PHOTOGRAPHY

د عکس سرچینه، DJ COREY PHOTOGRAPHY

د دوی ښوونکې مرجان چې کلونه له ایران بهر اوسېدلې، ددې نندارې پرمهال پر انګلیسي خپل تسلط له لاسه ورکوي. هغه څو کلونه مخکې کډوالۍ کې یوه ورځ په هوښ راغلې وه او داسې یې انګېرله چې ګنې ایرانی هویت یې نور نه لیدل کېږي. هماغه وخت یې پرېکړه وکړه چې ایران ته ستون شي.

مرجان پر انګلیسي ژبې د تسلط له لاسه ورکولو سره خپل ایراني هویت ته رسېږي. هغه تګلوری چې یوازېنۍ نارینه زدکوونکی یې هم غواړي له دې سره یوځای شي.