د پولیټزر جایزې ګټونکې خبریاله ثنا ارشاد متو له هنده له وتلو ګرځول شوې

Kashmiri woman photojournalist Sanna Irshad Mattoo looking at her laptop at her residence in Srinagar

د عکس سرچینه، SOPA Images

د عکس تشریح، اغلې متو وویل، دا په تېرو څلورو میاشتو کې دویم ځل دی چې دا ډول چلن ورسره کېږي.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې د پولیټزر جایزه ګټونکې عکاسه خبریاله وايي، د ډیلي په هوايي ډګر کې د کډوالۍ چارواکو امریکا ته له سفر راګرځولې ده.

ثنا ارشاد متو ته د کووید-۱۹ ناروغۍ د خبري پوښښ له کبله د پولیټزر جایزه ورکړل شوې او د جایزې مراسمو کې د ګډون لپاره امریکا ته روانه وه.

اغلې متو وايي، که څه هم "باوري وېزه او ټیکټ" یې درلودل،‌ خو د سفر مخه یې نیول شوې ده.

د هند حکومت تر اوسه په دې اړه له سفره د هغې د راګرځولو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

پي ټي ای خبري اژانس د جمو او کشمیر د پولیسو چارواکو له خولې ویلي، نوموړې الوتنې د بندیز نوملړ کې اچول شوې ده.

اغلې متو وویل، دا په تېرو څلورو میاشتو کې دویم ځل دی چې دا ډول چلن ورسره کېږي.

دغې خبریالې بي بي سي ته وویل، له چارواکو یې وغوښتل چې ولې له سفره راګرځول شوې ده،‌ خو هېچا یې لامل نه دی ورته ویلی.

دې وویل، د جایزې ترلاسه کولو مراسمو کې د ګډون کولو فرصت نه ترلاسه کولو له کبله "زړه ماتې" شوې وه او پولیټزر یې د "هر خبریال لپاره یوه هیله" بللې ده.

سږ کال ځینې فعالان او خبریالان له هنده وتلو یا دغه هېواد ته له تګه منع شوي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په تېره مارچ میاشت کې رعنا ایوب - چې د واشنګټن پوسټ لپاره یې لیکنې کولې- د ممبۍ په هوايي ډګر کې ودرول شوه.

هغه د خبریالانو نړیوال مرکز کې د وینا لپاره انګلستان ته الوتکې ته د ختلو پرمهال راګرځول شوې وه.

اغلې ایوب ته بیا څو ورځې وروسته تر هغه د سفر اجازه ورکړل شوه، چې د ډیلي عالي محکمې ته یې د سفر د بندیز پر وړاندې اپیل وګاټه.

په اپرېل میاشت کې د هند د بښنې ادارې پخوانی مشر اکار پټېل دوه ځله د بنګلور په هوايي ډګر امریکا ته له سفره راګرځول شوی دی.

په تېره اګسټ میاشت کې د انګډ سینګ په نامه یو هندي الاصله امریکایی خبریال ډیلي کې له الوتکې تر کوزېدو وروسته سم لاسي نیویارک ته وشړل شو.

د روان کال پیل کې فدرالي حکومت د سسیکس پوهنتون پروفیسر فیلیپو اوسیلا له دندې ګوښه. نوموړی تر ۳۰ ځله ډېر هند ته تللی و.