عمران خان حکومت تورن کړی چې له افغانستانه بېرته ورستنو شویو پاکستاني طالبانو په مخنيوي کې پاتې راغلی

د عکس سرچینه، IMRAN KHAN/FACEBOOK
د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد حکومت تورن کړی چې له افغانستانه بېرته د ور اوښتونکو پاکستاني طالبانو مخه یې نه ده نیولې. ده همدا راز ادعا کړې چې پاکستان کې د "ترهګرۍ" تازه پیل شوې څپه هم له همدې کبله ده او حکومت یې په مخنيوي کې ناغیړي کړې ده.
له ترکي زدکوونکو او پوهانو سره پرلیکه خبرو کې د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي چې د ټي.ټي.پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک او افغان طالبانو تر منځ توپير شته.
د ښاغلي خان په خبره، کله چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ نو "د پاکستان پښتنو" د "افغان طالبانو" ملاتړ وکړ، ځکه چې هغه مهال جګړه د بهرنيو یرغلګرو پر ضد وه خو چې کله د یوولسم سپتمبر پېښه وشوه او امریکا پر افغانستان برید وکړ نو دوی یې منع کړل چې که جګړه کې د طالبانو ملاتړ کوئ نو دا "ترهګري" ده. د عمران خان په خبره، له همدې کبله هغه د پاکستان پر ضد شول.
د پاکستان دغه مخکېنی لومړی وزیر وايي، "ما حکومت ته ویلي وو چې په دې مسله کې بې پرې اوسئ او مخالفت مې کړی و"
خو په خبره یې، پاکستان بې پرې پاتې نه شو او دې کار قبایل وقهرول، "ان د قبایلو خلک د پاکستان خلاف شول چې اوس د پاکستاني طالبانو تحریک دی"
"زما حکومت له طالبانو سره په اړیکه کې و، خو واک رانه واخیستل شو"

د عکس سرچینه، Getty Images
عمران خان همدا راز ویلي چې د افغانستان او پاکستاني طالبانو تر منځ کومه اړیکه نه شته او پر کابل له واکمنېدو وروسته یې د ټي.ټي.پي غړو ته وویل چې بېرته پاکستان ته وګرځي.
دی وايي، هماغه وخت له طالبانو سره د خبرو سم وخت و او زیاتوي، "زما حکومت له دوی سره په اړیکه کې و. څلوېښت زره تنه بېرته راروان وو چې لس زره پکې جنګیالي وو او د هغوی کورنۍ هم ورسره وې. خو له ما واک واخیستل شو او نوي حکومت د بېرته راستنېدونکو طالبانو مسلې ته پام ونه کړ"
عمران خان زیاتوي چې له همدې "ناپامۍ" له کبله په پاکستان کې د "ترهګرۍ" تازه څپه رامنځ ته شوې.
ده ټينګار وکړ چې د دې مسلې قابو کول په کار دي، "تر دې وړاندې چې اوبه له ورخه تېرې شي"
خو وړاندې تر ډېره پر عمران خان تور لګېده چې د طالبانو پر وړاندې نرم دريځ لري.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عمران خان دې تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی او نه یې هم په دې اړه څه ویلي چې ریښتیا هم په دومره شمېر پاکستاني طالبان هلته ور ستانه شوي او که نه. خو په تېر کې یې د پاکستان حکومت او ټي.ټي.پي تر منځ د منځګړیتوب خبره کړې ده.
افغان طالبانو وړاندې ويلي وو چې هېڅ کومې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو ډولو پر وړاندې وکاروي.
د یادولو ده د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د پاکستان له بېلا بېلو سیمو په دې وروستیو کې د بریدونو خبرونه ورکړل شوي. په ځينو کې یې د پاکستاني امنیتي کسان په نښه شوي دي.
همدا نن هم د خیبر پښتونخوا د کلاچي سيمې په ټکواړه تاڼې توغندیز برید شوی چې د لومړنیو مالوماتو له مخې څلور پولیس پکې ژوبل شوي دي.
د رپوټونو له مخې هلته تېره شپه دوولس نیمې بجې جګړه پيل شوې وه او تر څو ساعتونو روانه وه.











