تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګرینلنډي مېرمنو له ډنمارک د زېږون د جبري کنټرول تاوان غوښتی
په ګرینلنډ کې د ۶۷ میرمنو یوې ډلې په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د ډنمارک د حکومت لخوا د دوی له خوښې پرته دغلته د زیږون کنټرول د کمپاین له کبله د تاوان غوښتنه کړې ده.
هغه مهال لږترلږه ۴ زره ۵۰۰ مېرمنو ته چې ځینې یې لا ځوانې وې، د یوه پروګرام له مخې چې موخه یې په اصلي ځايي اوسېدونکو کې د ماشومانو د زېږون محدودیت و، طبي الې لګول شوې وې.
ټاکلې په دې تړاو پیل شوې څېړنې په ۲۰۲۵ کال کې بشپړې شي، خو له دوی ځینې مېرمنې چې د عمر په اویایمه لسیزه کې دي، سر له اوسه د تاوان غوښتنه کوي.
دوی هرې یوې ۳۰۰ زره کرونېر چې څه باندې ۴۲ زره ډالر کېږي، غوښتي دي.
ګرینلنډ چې اوس د ډنمارک یوه کورواکه یا نیمه خپلواکه سیمه ده، تر ۱۹۵۳ کال پورې د دغه هېواد مستعمره وه.
مېرمنو ته د دغو طبي الو د لګولو د کمپاین په اړه مالومات لومړی ځل تېر کال د 'ډيار' په نوم د یوې ډنمارکۍ رسنۍ لخوا خپاره شوي وو.
د ډنمارک ملي ارشیف کې ساتل شوي مالومات ښيي، چې یوازې د ۱۹۶۶ او ۱۹۷۰یمو کلونو ترمنځ ښځو ته چې د ځینو عمرونه یې تر ۱۳ کلونو وو، د دوی له خبرولو او اجازې پرته د "ای یو ډيز' په نوم دغې الې لګول شوې وې.
د 'ډي ار' په حواله د کرینلنډ اداره داسې اټکلوي چې د ۱۹۶۹ کال تر پایه به ښايي ۳۵ سلنه ګرینلنډیو مېرمنو ته د ماشومانو د کنټرول دغه اله لګول شوې وي.
اوس د کرینلنډ او ډنمارک دواړو حکومتونه د دغه پروګرام په اړه څېړنې کوي چې پایلې به یې د ۲۰۲۵ کال تر مې میاشتې خپرې شي.
خو د نجا لایبرت په نوم یوه ارواپوهه چې د تاوان غوښتنې دغه پروسه یې پیل کړې، وايي "موږ نه غواړو چې د څېړنو پایلو ته منتظر شو."
هغې ویلي "موږ ورځ په ورځ زړېږو. زموږ تر ټولو د زاړه منګ مېرمن چې په ۱۹۶۰یمو کلونو کې 'ای،یو،ډيز' ورته لګول شوی، په ۱۹۴۰مو کې زېږېدلې او اوس دا دی اتیا کلنه کېږي. غواړو چې همدا اوس عمل وشي."
اغلې لایبرت زیاتوي "دا وار له مخه سل پر سله روښانه ده چې حکومت زموږ له بشري حقونو په سرغړونې او موږ ته درانه زیان په را اړولو سره قانون تر پښو لاندې کړی دی."
د دغو ښځو وکیلې 'مډس پرامېنګ' دوشنبه د دوی په استازولی د تاوان غوښتنې لیک د ډنمارک د لومړۍ وزیرې 'مېتې فرېدریکسېن' دفتر ته استولی دی.
ډنمارک تېر کال د اینوېیت قبیلې له شپږو تنو له دې کبله رسمآ بښنه وغوښته او هغوی ته یې تاوان ورکړ چې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې یې ګرینلنډ کې د ډنمارکي ژبو اشرافیت د رامنځته کولو د هڅې په لړ کې له خپلو کورنیو بیولي وو.
ګرینلنډ چې د نړۍ تر ټولو ستر او شمال کې پروت ټاپو دی، اوسمهاله ټولټال ۵۷ زره وګړي لري.
دغه ټاپو خپل بیرغ، ژبه او لومړی وزیر لري، خو پولي واحد، عدلي سیستم او همدا راز بهرنۍ او امنیتي چارې یې لا هم د ډنمارک لخوا کنټرولېږي.