د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين له بنده خوشی شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين چارشنبې (۷ فبروري) ماښام مهال د اټک له زندان خوشی شو.

ښاغلی پښتين تېر کال ډسمبر مياشت په بلوچستان کې نيول شوی و او وروسته د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو. نوموړي ټولټال ۶۶ ورځې په زندان کې تېرې کړې.

د ښاغلي پښتين هرکلي ته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مينه وال ورغلی وو. نوموړي له زندانه تر راوتلو وروسته خپلو پلويانو ته وينا وکړه او ويې ويل، "خلک چې جېل وخوري، نرم شي، خلک چې جېل وخوري کيسې ته تيارېږي خو موږ ورته لاسخت شو."

ښاغلي پښتين د زندان له سختیو سره د مبارزې په تړاو وویل"ما په ژوند کې دومره اطمينان او دومره سکون چېرته نه دی ليدلی. په جېل کې به چې په ما څومره سختي زياتېدله نو زما زړه ته به يوه خبره راغله، دومره سکون به راغی چې ته د هغو مظلومو خلکو چې چا يې غږ نه پورته کاوه، وروڼه او زامن يې ورک وو، د هغو خلکو چې له جبر لاندې يې ژوند کاوه، د هغوی لپاره په خواري کولو کې، په تا تکليف راغلی دی.»

منظور پښتين د ډسمبر په څلورمه نېټه د بلوچستان په چمن کې د ډېورنډ پر کرښې د ويزې او پاسپورت د شرط لازمي کېدو پر ضد پرلت ته تر وينا وروسته، هغه مهال ونيول شو چې د بلوڅو نسل وژنې پر ضد پرلت کې د ګډون لپاره روان و.

د بلوچستان د چارسمبالي حکومت د اطلاعاتو وزير جان محمد اڅکزي هغه مهال ويلي وو چې پر منظور پښتين بلوچستان ته د تګ بنديز و، خو د نيول کېدو پر دويمه ورځ ښاغلی پښتين د "ترهګرۍ يوې پخوانۍ قضيې" کې د ښکېلتيا په تور د اسلام اباد پوليسو ته سپارل شوی و.

په زندان کې له ښاغلي پښتين سره د ناوړه چلند خبرونه ورکول کېدل. محکمې ته د وړاندې کېدو پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې په زندان کې ورسره زور زیاتی کېږي، نوموړي ویلي و "زه يې په ناجايزه توګه نيولی یم، زياتی راسره شوی او کېږي."

نوموړي په داسې حال کې چې لاسونه یې په ځنځيرونو تړلي و، په لنډو ټکو وويل، "که په اټوم بم کېنول شم بيا به هم له خپلې داعي په شا نشم"

د ښاغلي پښتين نيونې د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د خلکو غبرګونونه راپارولي وو او د خوشي کېدو په پار يې ګڼو اروپايي هېوادونو کې غونډې هم جوړې شوې وې.

منظور پښتين تر دې وړاندې هم دوه ځله نيول شوی و. په ۲۰۲۰ کال کې يې نژدې يوه مياشت بند تېر کړ. هغه وخت نوموړی پر دې تورن و چې د پاکستان اساسي قانون پر ضد يې وينا کړې او د کرکې خپرولو هڅه يې کړې ده.