پر اوکرایین خبرې: ایا د اروپا ستر ځواکونه د ماتې په درشل کې دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, کیوان حسیني
- دنده, بي بي سي
اوکرایین له کلونو راهیسې د اروپا پر وړاندې د روسیې د ځواک ازموینه ګرځېدلې ده. او اوس سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ له ورتګ سره، وضعیت په چټکۍ د اروپا په زیان بدل شوی، تر دې کچې چې اروپایي ځواکونه ځان د یوې جدي ماتې په درشل کې ویني.
د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او روسیې ترمنځ خبرې به د سېشنبې پر ورځ په سعودي کې پیل شي، خو نه یوازې په دې خبرو کې د اوکرایین استازي نشته، بلکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په وینا، په دې خبرو کې د اروپایانو لپاره هم ځای نشته.
څو ورځې وړاندې، د امریکا نوي دفاع وزیر پیټ هېګسټ هم وویل، په ناټو کې د اوکرایین غړیتوب "له حقیقت لېرې دی" او دا هېواد باید له روسیې د خپلې ټولې خاورې د بېرته ترلاسه کولو هیله پرېږدي. روسیه دا مهال د اوکرایین پر شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره واک لري، او تمه نه کېږي چې پوتین به دا سیمې اوکرایین ته بېرته ورکړي. ټرمپ وايي روسانو د دې سیمو نیولو لپاره "ډېر سرتېري له لاسه ورکړي" او اوکرایین ته د دوی د بېرته ستنېدو امکان "ډېر ناشونی دی".
د ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو دریځ دا دی چې دوی د اوکرایین جګړې ته "ریښتني" نظر ګوري، او اروپایي مشران هم باید له دې واقعیت سره ځان جوړ کړي؛ هغه واقعیت چې د روسیې د پوځي ځواک لخوا رامنځته شوی، بنسټیز نړیوال قوانین پکې تر پښو لاندې شوي او نه بدلېدونکی دی.
پر وړاندې یې، اروپايي مشران هم د دوشنبې پر ورځ (فبرورۍ ۱۷مه) په پاریس کې راټول شوي وو چې پر دې مسلو فکرونه سره شریک کړي. دوی داسې چلند کوي لکه یو بېړنی حالت چې رامنځته شوی وي او دا هېوادونه اړ شوي وي چې ژر تر ژره یې پر حل لارې فکر وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د اوکرایین په اړه د ټرمپ دریځونه د امریکا تر ټاکنو څو میاشتې وړاندې په څرګند ډول په ډاګه شوي وو او هغه ویلي و، په دې جګړې کې د روسیې د مټ لاندې کولو ته لېوالتیا نه لري.
سربېره پردې، د لوړ پوړو امریکايي چارواکو څرګندونې ښيي چې روسیه پر اوکرایین د برید تر ټولو مهمې موخې ته رسېدلې: په ناټو کې د اوکرایین غړیتوب تر بل هر وخت ډېر ناشونی شوی دی، او مسکو د خپلو پولو پر لور د دې پوځي تړون د پراختیا په مخنیوي کې په اغېزمنه توګه بریالی شوی دی.
خو د بریتانیا او فرانسې په څېر هېوادونو لپاره، چې د امنیت شورا دایمي غړي او اټومي ځواکونه دي، د داسې ماتې منل اسانه نه دي. که چېرې په اوکرایین کې جګړه د دې لامل شي چې دغه هېواد د خپلې خاورې یوه برخه له لاسه ورکړي، د نړیوال سیاسي نظم یو له خورا مهمو بنسټونو چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی و، تر پوښتنې لاندې راشي.
په ورته وخت کې به، د اوکرایین په جګړه کې د روسیې بریا، په ختیځه اروپا کې د یوه واکمن او غوره ځواک په توګه د مسکو دریځ په لوړولو کې خورا اغېزمن رول ولوبوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اروپایانو له وړاندې د دې پېښې د مخنیوي لپاره د پام وړ بیه پرې کړې ده. په تېرو دریېو کلونو کې، دغو هېوادونو له اوکرایین سره په ټولیزه توګه شاوخوا ۳۰۰ ملیارده ډالر مرسته کړې ده. په اروپايي ټولنه کې د اوکراییني کډوالو د ملاتړ لپاره د ۱۸ میلیارد ډالرو لګښت او د دې جګړې پټ لګښتونه، لکه د انرژۍ په بیو کې زیاتوالی او په هر اروپايي هېواد کې بې ساری د پیسو پاړسوب (انفلاسیون)، پر اوکرایین د روسیې د برید نورې پایلې وې.
په داسې حالت کې، که ټرمپ او پوتین یوې داسې موافقې ته ورسېږي چې پکې د اوکرایینیانو او اروپايي ځواکونو غوښتنې له پامه غورځول کېږي، د دې جګړې برخلیک به له ډېرو پوښتنو سره مخ شي. لومړۍ پوښتنه دا ده، ایا اروپا به اړه شي چې دا تړون ومني یا برعکس، هڅه به وکړي چې اوکرایین لپاره د خپل ملاتړ په زیاتولو سره د امریکا له خوا رامنځته شوې تشه ډکه کړي؟
د جو بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت له اروپا سره یو ځای د اوکرایین تر څنګ ولاړ و. د امریکا کانګرس د اوکرایین لپاره د ۱۷۵ میلیارد ډالرو ملاتړ بسته تصویب کړه، چې ۱۰۵ میلیارد ډالر باید د مخامخ ملاتړ مرستې په بڼه د اوکرایین حکومت ته ورکړل شي. په دې مرستو کې د پوځي وسلو په بڼه د امریکا ۶۶ میلیارده ډالرو مرسته شامله نه وه.
اوس امریکا وايي، نور به اوکرایین ته داسې پرېمانه مرستې نه ورکول کېږي. د امریکا دفاع وزیر تېره وونۍ اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې د اروپايي هېوادونو دفاع وزیرانو ته وویل، دوی باید اوکرایین ته د اړتیا وړ مرستو یوه د پام وړ برخه پخپله ورکړي.
که څه هم د بریتانیا، فرانسې او جرمني په څېر هېوادونه پخپله له جدي اقتصادي بحران سره مخ دي، خو دوی دا هم ویلي، چې نه غواړي په اسانۍ د ټرمپ فشار ته غاړه کېږدي او په دې جګړه کې ماتې ومني. بریتانیا وايي د سولې ضمانت ټینګولو لپاره ان اوکرایین ته د سوله ساتو سرتېرو لېږلو ته لېواله ده.
په ورته وخت کې، د دغو هېوادونو لپاره امریکا سره مقابله کول اسانه نه دي. په ناټو کې د دغو هېوادونو امنیت په پراخه کچه د امریکا پر پوځي ځواک پورې تړلی دی او د اتلانتیک سمندر دواړو غاړو کې د احتمالي کړکېچ او نورو درزونو له امله به د دوی اقتصاد هم په جدي ډول زیانمن شي.
په تېر یوه کال کې له اوکرایین ډېر راپورونه خپاره شوي، چې ښيي د دې اوږدې جګړې ستړیا د دغه هېواد په عامه افکارو کې په زیاتېدونکې توګه څرګنده ده. هغه کسان چې یو وخت د واشنګټن او لندن په څېر لویدیځو پلازمینو کې د روسیې د "زورواکۍ" پر وړاندې د مقاومت د لومړۍ کرښې په توګه ستایل کېدل، له اوږدې مودې راهیسې د امریکا د مرستو د بندېدو د احتمال په اړه اندېښنه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوکرایینیانو یو ځل د مسکو لخوا د کریمیا ټاپووزمي د یو ځای کېدو پرمهال له روسیې سره د لویدیځ د جوړجاړي خوند څکلی، او پوهېږي چې که پر مسکو د لویدیځ زور ونه رسېږي د خپلو همیشنیو څرګندونو برعکس، کییف د خپلو ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا د خوندي ساتو هېڅ چانس نلري.
اوس د اروپايي ځواکونو او د اوکرایین حکومت اوسنی دریځ دا دی چې د اوکرایین په اړه به په بشپړ ډول د ټرمپ او پوتین د خبرو اتروتر بار لاندې نه ځي.دوی به په طبیعي ډول، د کرملین "ډېر غوښتولو" ره وړاندې د مقاومتپه موخه خپلې ټولې لارې وکاروي. خو داسې جدي احتمال شته چې دا وسایل به کافي نه وي او دوی به بالاخره مجبور شي چې کریملین ته د دوی د ډېرو غوښتنو د پوره کولو پرته خورا ارزښتناک امتیازونه ورکړي.
په پایله کې، که د بریتانیا یا فرانسې په څېر ځواکونه د کوم دلیل لپاره د اوکرایین په ملاتړ د خپلو اصولي دریځونو پرېښودو ته اړ شي، د هغه سیاست خوند به وڅکي چې څه موده مخکې دوی په خپله مخته ووړ. په نولسمه پېړۍ کې او د دوو نړیوالو جګړو پر مهال، دوی په بیا بیا پر خپل غالب ځواک تکیه وکړه او د نورو هېوادونو لپاره یې د هغو د استازو په نشتوالي کې برخلیک ټاکونکې پرېکړې وکړې.
په دې سناریو کې به، اوکرایین په ۲۱ پېړۍ کې د ریښتیني سیاست (ریلپالیټیک) د تر ټولو بربنډې بڼې یوه غوره بېلګه شي، هغه تګلاره او میکانیزم له هغو دودونو او قوانینو سره په ښکاره په ټکر کې دی چې اروپا د دوهمې نړیوالې جګړې را وروسته جوړ او غوښتل یې پر نړۍ واکمن او پلی شي.
خو اوس، د روسیې په څېر یو هېواد په خپل ځواک، دا دودونه او ارزښتونه تر پښو لاندې کړې دي. امریکا هم له څه باندې ۷۰ کلونو راهیسې د دې قوانینو او اصولو د منلو ادعا کوي، د ټرمپ په دوره کې یې له دې رول څخه شاته تګ کړی دی. ډونلډ ټرمپ ته چې د غزې، ګرینلنډ او پاناما کانال د مالکیت خبرې کوي، داسې لاس او پښې بندوونکي قوانین خنډ ګڼل کېږي.
په داسې یوه نړۍ کې، چې د امریکا دفاع وزیر د نړیوالو اړیکو په سیاسي تیورۍ کې د "ریلیزم" پر بنسټ بیان کړې، هغه څه چې د هېوادونو د امنیت ضمانت کوي، نړیوال قوانین لکه د ملګرو ملتونو منشور یا مشروع نړیوال بنسټونه لکه د عدالت نړیواله محکمه نه، بلکې د ځواک بېلابېلې بڼې دي، او د دې نوملړ په سر کې پوځي ځواک دی.
اروپایان له دې نظر سره نا اشنا نه دي. د نیوکه کوونکو په اند د شلمې پېړۍ دوې نړیوالې جګړې د دې باور پایله بلل شوې ده. له همدې امله، دوی به هر هغه څه وکړي چې د داسې ناکامۍ او د موجوده نړیوال نظم د نور کمزوري کېدو مخنیوی وکړي.
هغه نظم چې نژدې ۸۰ کاله یې د بلې نړیوالې جګړې مخه نیولې او په خپل جوړښت کې یې د دوی حیاتي ګټې هم تضمین کړې دي.











