زېلېنسکي وايي د اوکرایین له ښکېلتیا پرته د سولې تړون نه منو

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
د اوکرایین ولسمشر وايي د کیېف له ګډون او ښکېلتیا پرته به د ډونلډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ د سولې تړون ونه مني.
تر هغې وروسته چې ټرمپ وویل له خپل روسي سیال سره یې اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو په اړه 'اوږدې او ګټورې' خبرې کړې، د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي ویلي "موږ به د اوکرایین له ښکیلتیا پرته هېڅ هوکړه ونه منو."
هغه همدا راز زیاته کړې چې "هر څه باید د پوتین له پلان سره سم مخکې ولاړ نه شی" او "د اوکرایین په تړاو خبرې باید د کیېف له حضور پرته ترسره نه شي."
ښاغلي زېلېنسکي همداراز په دغو احتمالي خبرو کې د اروپایې ټولنې شته والی هم مهم بللی، څه چې مخکې پرې اروپایې ټولنې او بریتانیا هم ټينګار کړی دی.
روسیې د ښاغلي زېلېنسکي تر دغو څرګندونو لږ ورمخکې ویلي چې اوکرایین به د سولې په هر ډول خبرو کې له شک پرته حضور ولري.
د کرېملین ویاند دیمتري پېسکوف ویلي "اوکرایین به یوه نه یوه بڼه د مذاکراتو برخه وي."
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند داسې مهال چې د اوکرایین د سولې په اړه د ټرمپ او پوتین تیلیفوني خبرو د ډېرو پام ځانته اړولی، ټينګار کړی چې "د امریکا او روسیې تر منځ به دوه اړخیز مذاکرات وي او داسې خبرې اترې هم چې اوکرایین پکې ښکېل وي."
د امریکا د دفاع وزیر وايي، ټرمپ د سولې د هوکړې لټولو له امله له اوکرایین سره خیانت نه کوي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ وايي، د اوکراییني سرتېرو پر وړاندې د ډونلډ ټرمپ د سولې د هوکړې د مذاکرې هڅې "هېڅ ډول خیانت نه دی" او ټینګار کوي چې ناټو باید د دفاعي لګښتونو کچه لوړه کړي.
د بریتانیا د دفاع وزیر جان هېلي بیا وايي د اوکرایین په اړه به هېڅ خبرې اترې له اوکرایین پرته نه کېږي او د ناټو مارک روټي ټینګار کوي هره هوکړه باید دا تضمین کړي چې روسیه به په راتلونکي کې د اوکریاین نورې سیمې ضمیمه نه کړي.
مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو، چې چارشنبه یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره "اوږدې او ډېرې ګټورې" ټلېفوني خبرې کړې چې دواړو مشرانو پکې په اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو پر پیلولو هوکړه وکړه.
هغه پر خپله 'تروت سوشیل' خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي: "موږ هوکړه وکړه چې د یو بل هېوادونو ته د سفر په ګډون، یو ځای له ډېر نږدې کار وکړو،. موږ دا موافقه هم کړې چې اړوند ټیمونه مو سملاسي خبرې اترې پیل کړي".
ټرمپ پر همدې ورځ د اوکرایین له ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي سره هم غږېدلی او دا خبرې یې "ډېر ښې" بللې دي.
نوموړي ویلي زېلېنسکي هم د پوتین په څېر، غواړي سوله وکړي.
ډونلډ ټرمپ د روسیې او اوکرایین له ولسمشرانو سره له تلېفوني خبرو وروسته دا هم ویلي چې د خپل حکومت جګپوړو چارواکو ته یې د روسیې او اوکرایین ترمنځ د سولې خبرو چاره سپارلې ده.
ټرمپ په دې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سيایاې د مشر جان رټکلېف، د سپینې ماڼۍ د مليامنیت سلاکار مایکل والتز او منځني ختیځ لپاره د خپل ځانګړي استازي او سفیر سټېف وېتکاف نومونه اخیستي چې د امریکا له اړخه به مذاکراتو کې ګډون کوي.
د روسیې او اوکرایین ولسمشرانو هم له ډونلډ ټرمپ سره د مفصلو تلیفوني خبرو یادونه کړې او د جګړې پای ته رسولو لپاره یې د واشنګټن د هڅو هرکلی کړی.
زېلېنسکي ویلي، راتلونکې جمعه به مونیخ کې د اوکرایین په اړه د یوې دفاعي غونډې پر مهال د امریکا له مرستیال ولسمشر جيډي وېنس او بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره وګوري.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ هم د خپل خواله رسنۍ پیغام کې د دې لیدنې یادونه کړې ده.
هغه په دغه پیغام کې زیاته کړې چې "اوس د دې بې معنا جګړې د درولو وخت دی، چې پراخه او په بشپړه توګه غیر ضروري مرګژوبله او ویجاړي پکې اوښتې."
د امریکا ولسمشر د خواله رسنۍ پیغام له خپل روسي سیال سره د مخامخ لیدو نېټه نه ده اعلان کړې، خو وروسته یې سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې "په سعودي عربستان کې به وګورو."
دا د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په وروستیو کې د اوکرایین جګړې له پیل راهیسې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو لومړنۍ تلیفوني خبرې دي.
کرملین ویلي، دغو خبرو شاوخوا یو ساعت دوام وکړ. د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف ویلي چې پوتین د ټرمپ د دې نظر ملاتړ کوي چې د یوځای کار کولو وخت را رسېدلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین جګړې د ښکېلو خواوو له مشرانو سره دا خبرې په داسې حال کې شوې چې ټرمپ او د هغه دفاع وزیر دواړو ویلي، امکان نه لري چې اوکرایین دې له ناټو سره یو ځای شي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا هم ویلي چې امکان نه لري اوکرایین به خپلو له ۲۰۱۴ کال څخه مخکې پولو ته ستون شي.
خو هغه د بيبيسي د یوې پوښتنې په ځواب کې یې وویل چې "د ځمکې یوه برخه به بېرته راوګرځي".
ډونلډ ټرمپ د امریکا تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته د کمپاین پر مهال څو ځله ویلي و، چې که بیا ولسمشر شي، د اوکرایین جګړه په یوه ورځ کې درولی شي.











