د طالبانو حکومت د افغانستان امنیتي‌ وضعیت په تړاو د امنیت شورا رپوټ رد کړ

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا رپوټ رد کړ چې وايي د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي)‌ او جماعت انصار‌الله (تاجیکستاني طالبانو) په افغانستان کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي او دا چې د القاعده شبکې لخوا روزل کېږي.‌

په دغه رپوټ کې چې د امنیت شورا د بندیزونو څارونکې کمیټې لخوا د دې شورا د غړو هېوادونو د اطلاعاتو پر بنسټ لیکل شوی، پر ټي‌ټي‌پي، القاعده او انصار الله سربېرته افغانستان کې د داعش، ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ/ترکستان اسلامي ګوند، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او نورو بهرنیو وسله والو د فعالیت هم ویل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا رپوټ رد کړی او د "ځینو هېوادونو او استخباراتي کړیو" بې بنسټه "تبلیغات" یې بللي دي.‌

د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټې رپوټ وايي،‌ دغه رونیز مرکزونه تر هغو جلا دي چې القاعده پخوا پکې فعالیت درلود.

په رپوټ کې ویل شوي د ټي‌ټي‌پي‌ او جماعت انصارالله روزنیز مرکزونه په خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیکا او تخار کې دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ القاعدې په افغانستان کې له فعالو بهرنیو وسله‌والو ډلو سره اړیکې پراخې کړې او اوس په ۱۴ ولایتونو کې حضور لري.

د دغه بنسټ مخکیني رپوټ کې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د القاعده شبکې د اړوندو مرکزونو د موجودیت ویل شوي وو.

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي)

په رپوټ کې ویل شوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک په کونړ، ننګرهار، خوست او د پکتیکا په برمل کې نوي روزنیز مرکزونه پرانیستي او د افغان طالبانو په ګډون یې د وسله‌والو استخدام ډېر کړی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ القاعده د ۲۰۲۳ کال له جون راهیسې "کونړ ولایت کې په روزنیزو مرکزونو کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته د ځانمرګو بریدونو او ایډیولوژیکو مسایلو زدکړه ورکوي."

د امنیت شورا رپوټ کې راغلي، له کوم مهاله چې دا رپوټ چمتو کېده، له افغانستانه پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي‌‌ بریدونه پام وړ ډېر شوي او له ۶۰۰ اوښتي دي.

په دغه رپوټ کې د پاکستاني طالبانو تحریک سره د افغان طالبانو د ملاتړ یادونه هم شوې او ویل شوي چې د ټي‌ټي‌پي‌‌ مشر نور ولي مسید هره میاشت له افغان طالبانو ۳ میلیونه افغانۍ/۴۳ زره ډالر ترلاسه کوي.

پخوا هم افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌‌‌‌ د وسله والو د موجودیت ادعا شوې، خو دې ډلې او د طالبانو حکومت دواړو رد کړې ده.

د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو او تېر حکومت خلاف جګړه کې د افغان طالبانو نږدې متحد پاتې شوی.

جماعت انصارالله (تاجیکستاني طالبان)

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د جماعت ‌انصارالله وسله والو ته چې د "تاجیک طالبانو" په نوم هم پېژندل کېږي، په خوست ولایت کې د القاعده شبکې د تخنیکي کسانو او وسله‌جوړونکو لخوا روزنه ورکول کېږي.

په رپوټ کې د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې هم د یوه روزنیز مرکز د موجودیت یادونه شوې چې د مرکزي اسیا او عرب هېوادونو وسله‌وال پکې روزل کېږي.‌

امنیت شورا د تاجیکستاني طالبانو لخوا د "انصار" په نوم د یوې پوځي ډلګۍ د جوړېدو رپوټ هم روکړی چې وسله‌وال یې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې مېشت دي او احتمالآ‌ د تاجیکستان "سرحدي سیمو ته د نفوذ" ماموریت لري.

د دغه بنسټ په وینا انصار‌الله د بدخشان په فیض اباد کې له طالبانو او القاعده سره په ګډو عملیاتو کې برخه هم اخلي.

القاعده او داعش

د ملګرو ملتونو دغه رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د القاعده وضعیت بدلون نه دی کړی او دا چې دغه ډله له ټي‌ټي‌پي، جماعت انصارالله، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او ترکستان اسلامي ګوند سره همکاري کوي.‌

دا رپوټ وايي چې طالبانو د القاعده شبکې غړو ته د افغانستان لروبر روزنیز مرکزونه او خوندي چاپېریال برابر کړی دی.

رپوټ کې ویل شوی چې د القاعده ټیټ پوړي غړي له خپلو کورنیو سره د کابل د شهرنو‌، قلعه‌ فتح‌الله او وزیر اکبر خان په ګډون بېلابېلو سیمو کې مېشت دي، خو مشران یې بیا له کابله بهر د کونړ، غزني، لوګر،‌ میدان وردک او د سرپل بلغلي په څېر کلیوالي سیمو کې اوسي.

همدا راز افغانستان د داعش خراسان څانګې سیمه‌ییز مرکز بلل شوی او ویل شوي چې د طالبانو حکومت د دې ډلې د وسله‌والو د نفوذ په مخنیوي‌ کې پاتې راغلی.

د امنیت شورا په رپوټ کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو پر وزیر خلیل الرحمان حقاني د ځانمرګي برید یادونه هم شوې، چې مسولیت یې داعش منلی و.

د یادونې ده چې دې ډلې همدا تېره اوونۍ کندوز ښار کې نوي کابل‌بانک او پلازمېنه کابل کې ښارجوړونې وزارت ته نږدې د دوو نورو ځانمرګو بریدونو هم مسوولیت هم ومانه.

طالبان وايي افغانستان کې یوه ډله هم مرکز نه لري

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا رپوټ رد کړی. هغه بي‌بي‌سي ته ویلي دا رپوټ د "ځینو خصمانه اړخونو" د تبلیغانو پر بنسټ چې عامه ذهنیت تخریبوي او د افغانستان خلاف "پر دسیسو بوخت دي" جوړ شوی دی.

هغه دا د افغانستان د وضعیت معکوسه ارزونه بللې او پر دې یې خواشیني ښودلې چې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا له نومه د افغانستان خلاف ناوړه ګټه اخیستل کېږي.‌

ښاغلی مجاهد وویل: "اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] د خپلو ژمنو پر بنسټ اجازه نه ورکوي چې کومه بهرنۍ ډله په افغانستان کې فعالیت، همغږي او روزنیز مرکزونه ولري."