یونیسف: اسرائیلو تېرو ۴۸ ساعتونو کې غزه کې ۵۰ ماشومان وژلي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق 'یونیسف' وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې اسرائیلو د غزې په شمال کې ۵۰ ماشومان وژلي. یونیسف دا ډل وژنه په ملکي خلکو د بې‌پروا بریدونو یوه بله بېلګه بللې ده.

د غزې شمال چې له څو اونیو راهیسې د اسرائیلي ځواکونو پراخ عملیات پرې روان دي، دا څووم ځل دی چې د ملکي خلکو د ډل وژنې رپوټونه ترې راځي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یوه مشره کاترین رسل وایي د غزې شمال کې ټول وګړي د ناروغیو، قحطۍ او روانو بمباریو له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

په همدې تړاو د یونیسف یوه ویاند جیمز ایلډر بي‌بي‌سي ته وویل په غزه کې د ماشومانو د وژنې د مخنیوي لپاره یوې جدي کړنلارې ته اړتیا ده:

"که د زرګونو او زرګونو ماشومانو د وژلو حساب ورنه کړل شي دا وضعیت به نور هم خراب شي، تر دې به نور هم خراب شي. باید مسئولان یې ځواب ویونکي شي، او که همداسې روان وي بیا نو وحشت به لا پسې زياتېږي او د وحشت دغه لړۍ به همداسې روانه وي. له بده مرغه دا هغه څه دي چې موږ یې اوس په اړه خبرې کوو، دا هغه څه دي چې له یوه کاله په غزه کې روان دي."

اسرائیل وایي هلته د حماس د بیا منجسمېدو مخه نیسي.

سرچینه اسرائیلي ځواکونه تورنوي چې نه یوازې عام وګړي بلکې روغتیایي کارکوونکي هم په نښه کوي او په وروستي خل یې د دوي د کارکوونکو یو موټر د بې پیلوټه الوتکې په مټ په نښه کړی او شپږ کسان پکې ټپیان شوي.

یونیسف وایي، دغه موټر د پولیو یا ګوزڼ واکسین کارکوونکي لېږودل.

په غزه کې له اوږده ځنډ وروسته د شنبې په ورځ د واکسین کمپاین پیل شو او یونیسف دا هم ویلي وو چې د دې کمپاین د پلیتابه لپاره د څو ساعته ډزبندۍ ژمنه ورسره شوې وه.

خو په غزه کې د روغتیا وزارت یو تن چارواکی منیر البرش اسرائیل تورنوي چې اسرائیلو په ډېرو سیمو کې د واکسین مخه نیولې ده:

"نیواکګر اسرائیل موږ د غزې په شمال کې د خپلو ماشومانو د واکسینولو ته نه پرېږدي. په لومړي پړاو کې د غزې په شمالي سیمو کې ۴۱ زره ماشومانو واکسین شول، خو اوس اشغالګرو د واکسین مخه نیولې ده. خو په هغو سیمو کې چې ماشومانو یې د واکسین چانس موندلی خلک خوښ وو چې ګوندي واړه یې له ګوزڼ ناروغۍ بچ شي."

د اسامه په نامه دغه پلار وایي ماشومان یې واکسین شول او هغه وېره یې له منځه لاړه چې هغوی به فلج شي.

منځني ختیځ ته د بي-۵۲ بم‌غورځوونکو رسېدل؛ پنټاګون یې لېږل ایران ته "خبرداری" بللی

د امریکا پوځ اعلان کړی، په منځني ختیځ کې د خپل حضور د پیاوړي کولو لپاره یې هلته بي۵۲ بم‌غورځوونکې سټراتورفورټرس الوتکې استولې دي.

دا کار یوه ورځ وروسته له هغه شوی چې پنټاګون یې لېږل ایران ته د (خبرداري) په توګه اعلان کړي. د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) نن اعلان وکړ چې دا بم‌غورځوونکې الوتکې له ماینټ هوايي ډګره د سنټکام تر واک لاندې سیمې ته استول شوې دي، خو ددغو بم‌غورځوونکو د دقیق شمېر او ځای ته یې اشاره نه ده کړې.

پنټاګون د جمعې په ورځ (نومبر دویمه) په یوه بیان کې اعلان وکړ چې دا بم‌غورځونکې به په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي حضور د پیاوړي کولو لپاره واستول شي.

د امريکا د دفاع وزير لويد اسټن د نورو وسايلو تر څنګ د دغو بم‌غورځوونکو د لېږلو امر کړی.

ښاغلي اسټن خبرداری ورکړ که ایران په سیمه کې امریکايي پرسونل یا یې ګټې په نښه کړي، نو امریکا به هر هغه اقدام وکړي چې اړتیا وي.

د پنټاګون ویاند پاټریک رایډر هم وویل: "په منځني ختیځ کې د امریکایي اتباعو او ځواکونو د دفاع، د اسرائیلو د دفاع او د تاوتریخوالي کمولو لپاره، د دفاع وزیر سیمې ته د څو نورو ستراتیژیکو بم‌غورځوونکو الوتکو او د بالستیک توغندیو ویجاړوونکو اوبتلونو د ځای پرځای کولو امر کړی دی."

اسرائيل وايي لبنان کې يې د چاپې پر مهال د حزب الله يو مشر غړی نيولی

د اسرائيلو پوځ وايي، د تېرې جمعې په ورځ يې د لبنان په سمندري ښار بترون د پوځي عملياتو او چاپې پر مهال د حزب الله ډلې يو جګپوړی غړی نيولی دی.

د اسرائيلو يوه چارواکي ويلي پوځ دغه کس د "ځانګړو عملیاتو" پر مهال نيولی او اسرائيلو ته لېږدولی دی.

په دغو عملياتو کې د نيول شوي کس پېژندګلوي لا نه ده تائيد شوې خو ويل کېږی چې د حزب الله ډلې د سمندري ځواکونو يو مهم مشر دی چې عماد امحاز نومېږي.

د لبنان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې "ناپېژانده پوځيان" سهار وختي ساحلي ښار ته ننوتلي او له يوې ودانۍ يې يو کس نيولی او په چټکو کښتيو کې يې له ځان سره وړی دی.

حزب الله پلوي يو خبريال حسن العيک پر اېکس خپاره کړي يوه پوسټ کې ليکلي چې د جمعې په ورځ ۲۵ اسرائيلي پوځيانو يو کس نیولی او له ځانه سره بېولی دی.

دې کار د لبنان چارواکي په غوسه کړي دي، د لومړي وزير نجيب ميقاتي دفتر ويلي چې نوموړي د بهرنيو چارو وزارت ته امر کړی چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په دې تړاو شکايت وکړي.

د دغې بيانې له مخې، د لبنان پوځ او د ملګرو ملتونو سوله ساتی ځواک د پېښې په اړه څېړنې کوي او ښاغلي ميقاتي د پايلو ژر اعلانېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ويلي چې دغه عمليات ښايي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۱۷۰۱ پرېکړه ليک سرغړونه وي چې په ۲۰۰۶ کال کې د اسرايئلو او حزب الله تر منځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره تصويب شوی و.

د سيمه ييزو رسنيو د راپور له مخې ښاغلي ميقاتي ويلي، "که ثابته شي چې دغه نيونه له سمندري لارې شوی وي، د ۱۷۰۱ پرېکړه ليک پلي کولو سره به څه کېږی؟"

حزب الله تراوسه د اسرائيلو دې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د لبنان په حکومت کې د حزب الله وزير او استازي علي حميه ويلي چې دغه کس د ملکی بېړۍ کپتان و.

د امنيتي کامرو په اخيستل شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د پوځيانو يوه ډله د ودانیو په منځ کې یو کس لېږدوي.

علي حميه د امنيتي کامرو له خوا اخيستل شوې ويډيو تائيد کړې ده.

بترون د بيروت په شمال کې پروت ښارګوټی دی چې اوسېدونکي يې تر ډېره عيسويان دی او دا سيمه د اسرائيلو له وروستيو بريدونو خوندي پاتې وه.

د سپټمبر په ۳۰مه پر لبنان د اسرائیلو له ځمکني برید وروسته په دغه هېواد کې له ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د اسرائیلو پوځ بيا په لبنان کې د خپلو ۳۸ سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.