ایا د چین اقتصاد له سترو او ژورو ننګونو سره مخ دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نېک مارش
- دنده, د اسیا برخې د اقتصادي چارو خبریال
په تېرو ۶ میاشتو کې د چین اقتصاد له بدو خبرونو سره مخ و؛ د اقتصادي ودې سستوالی، د ځوانانو بې سارې بېکاري، د بهرنۍ پانګونۍ کمښت، د صادراتو کموالی، د چیني پیسو کمزوري او د ودانیو جوړولو څانګې کړکېچن حالت.
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، د نړۍ دویم ستر اقتصاد "داسې یو بم دی چې هره ګړۍ کیدایشي وچوي."
هغه وړاندوینه کړی چې چین به له زیاتېدونکې کورنۍ نارضایتۍ سره مخ شي.
خو د چین مشر شي جینپینګ دا خبره ردوي او وايي چې د هیواد اقتصاد یې " ټینګ او پیاوړی دی، ستر ظرفیتونه لري او دیرښه فعالیت کوي."
نو د چا خبره به سمه وي- د ښاغلي بایډن او که د ښاغلي شي؟ د معمول په شان، ښايي ځواب ددې دواړو ترمنځ وي.
په داسې حال کې چې د چین اقتصاد ښايي ژر چاودېدونکی نه وي خو له سترو او ژورو ننګونو سره مخ دی.
د ودانیو جوړولو بحران او د کورنیو بېوزلي
د چین د اقتصاد مهمه برخه د ودانیو جوړولو مارکیټ دی. تردې وروستیو پورې، د ځمکو او ودانیو سکتور د چین د ټولو شتمنیو یو پردرېیمه برخه جوړوله.
سینګاپور کې د سوداګرۍ پوهنځي 'اینسیډ' د اقتصادي چارو پروفیسر انتونیو فتاس وایی، "دا کار بې مفهومه ښکاریده."
د دوه لسیزو لپاره هغه مهال دغه سکتور وده وکړه چې د ودانیو جوړولو شرکتونه په پراخه کچه خصوصي ی نادولتي شول. خو په ۲۰۲۰کې له بحران سره مخ شول. نړیواله وبا او په هېواد کې د نفوس کمښت د ودانیو پرلپسې جوړولو پروګرام سره سمون نه لري.
د چین حکومت ډارېده چې د امریکا د ۲۰۰۸ کال اقتصادي بحران په څېر ستونزو سره مخ نه شي، نو د ودانیو جوړولو شرکتونو لخوا د پورونو په اخیستلو باندې یې محدودیتونه ولګول. هغوی ډېر پورونه اخیستي و چې بېرته ورکولای یې نه شوای.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس د کورونو جوړولو لپاره تقاضا کمه شوې ده او د ودانیو بیې هم ټیټې شوې دي. له دې امله چینايي کورنۍ چې د کورونا وبا سختو بندیزونو ځپلې دي، نور هم بېوزلې شوې دي.
د شتمنیو مدیریت شرکت، ناتیکسیس، د اسیايی څانګې مشره اقتصاد پوهه الیسیا ګارسیا هیریرو وايی، "په چین کې، د ودانۍ ملکیت عملا ستاسو زېرمه شوې پیسې دي. تر دې وروستیو پورې دا کار د هغې په پرتله ښه ښکارېده چې خپلې پیسې د اسعارو په لیوني بازار کې په کار واچوئ یا یې په ټیټ نرخ یو بانکي حساب کې زېرمه کړئ."
دا په دې معنا ده چې، د لوېدیځو هېوادو برخلاف، د نړیوالې وبا وروسته په چین کې خلکو ډېرې پیسې نه لګولې او د هېواد اقتصاد بیرته ژر وده ونه کړه.
اغلې ګارسیا هیریرو وايي، "داسې ګومان کېده چې د کورونا وبا له ختمېدو وروسته با د چین خلک خورا ډېرې پیسې ولګوي. هغوی به سفرونه کوي، پاریس ته به ځي. خو هغوی پوهېدل چې د کورونو د بیو ټیټوالي له امله د هغوی زېرمه شوې پیسې کمې شوې دي، نو ځکه یې د نغدو پیسو له لګولو ډډه وکړه."
نه یواځې دا چې له دې امله کورنیو د بېوزليتوب احساس وکړ بلکې د محلي حکومتونو پورونه یې هم لا ډېر کړل.
اټکل شوی چې د هغوی له درېیمې برخې ډېر په ملیارډونو ډالره عایدات د ودانیو جوړولو پر شرکتونو د ځمکو د خرڅولو له لارې ترلاسه کېږي، خو اوس دا شرکتونه له ستونزو سره مخ دي.
ځینې اقتصاد پوهان وايي، ددې ستونزو کمول کلونه کلونه وخت غواړي.
ناسم اقتصادي جوړښت
د ودانیو جوړولو بحران د چین د اقتصادي فعالیت د څرنګوالي ستونزې هم څرګندوي.
په تېرو ۳۰ کلونو کې د چین بېسارې اقتصادي وده کې ودانیو جوړولو مهم رول درلوده؛ سړکونه، پلونه، د اورګاډي پټلۍ، کارخانې، هوايي ډګرونه او کورونه. د دې کارونو ترسره کول د محلي حکومتونو مسولیت دی.
خو ځینې اقتصاد پوهان استدلال کوي چې دا ډول چلند بلاخره اوس د پای ته رسېدو په حال کې دی او نور وړاندې نه شي تلای.
د ودانیو جوړولو کار سره د چین د اعتیاد یوه عجیبه بیلګه میانمار پولې ته نژدې د یونان په ولایت کې ده. سږکال ددغه ځای مامورینو په حیرانتیا سره تایید کړه چې دوی به هغه پلانونه پرمخ بوځي چې غواړي د کویډ-۱۹ د قرنتین یوه څو میلیون ډالریزه ودانۍ جوړه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په درندو پورونو کې ډوب شوي محلي حکومتونه تر فشار لاندې دي او راپورونه وايي چې سږکال ځینو ځمکې پرخپل ځان خرڅې کړي چې وکولای شي د ودانیو جوړولو پروګرامونه پر مخ بوځي.
اصلي خبره دا ده چې چين څومره کولای شي ودانیو جوړولو ته دوام ورکړي. ځکه، بلاخره یې دا کار د پیسو د ضایع کېدو سبب کېږی. دا هېواد باید د خپلو خلکو د هوساینې لپاره کومه بله لاره پیدا کړي.
پروفیسرفتاس وایی، "موږ د یو مهم بدلون په پړاو کې یو، پخوانی جوړښت نور کار نه ورکوي، د بدلون لپاره باید جدي جوړښتي او موسساتي اصلاحات رامنځته کړل شي."
د مثال په ډول، هغه استدلال کوي چې که چین غواړي مالي سکتور یې اقتصاد وخوځوي او امریکا او اروپا سره سیالۍ وکړي، لومړی باید حکومت خپل مقررات په پراخه کچه نرم کړي، خصوصي سکتور ته پراخ واکونه ورکړي
په حقیقت کې د دې برعکس شوي دي. د چین حکومت مالي سکتور باندې خپلې منګولې لا ټینګې کړې دي، لویدیځ فکره بانک لرونکي یې د عیاشۍ په تور ځپلي او د علي بابا په شان د تکنالوجۍ سترو شرکتونو باندې یې محدودیتونه لګولي.
له دې امله په ټول چین کې د ځوانانو بېکاري ډېره شوې، په میلیونونو ښه تحصیل کړي ځوانان په ښاري سیمو کې د خپلې خوښې کارونه نه شي موندلای.
په جولای کې، شمېرې ښيي چې په بېساري ډول۲۱،۳ سلنه ۱۶-۲۵کلن کار لټوونکي ځوانان بې روزګاره شوي. په اګست کې چارواکو وویل چې نورې شمېرې نه خپروي.
پروفیسر فتاس وايی دا "د نرمښت نه منونکي مرکزي شوي اقتصاد" په معنا ده چې نه شي کولای دغسې ډې شمېر خلکو ته کارونه پیدا کړي.
دغه ډول له پورته کنټرول شوی نظام هغه مهال اغېزمن دی چې تاسو غواړئ یو نوی پول چوړ کړئ، خو کله چې پول له وړاندې جوړ شوی وي او خلک په کارونو پسې کرځي، نور داسې سیستم ستونزې زېږوي.
حکومت به اوس څه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اقتصادي تګلارې بدلول د سیاسي ایډیالوژۍ بدلول غواړي. خو په دې وروستیو کې پر ژوند باندې د چین د کمونست ګوند د کنټرول ټینګېدو او پر کمونست ګوند باندې د ولسمشر شي جینپینګ د کنټرول پیاوړتیا ته په کتو دا کار شونی نه ښکاري. د هېواد مشران ښايي استدلال وکړي چې دې کار ته اصلا اړتیا نه شته.
له ځینو اړخونو، چین د خپلو بریاو قرباني شوی. په تېرو کلونو کې د چین د اقتصادي ګړندۍ ودې په پرتله یې اوسنۍ کچه " سسته" بلل کېږي
د ۱۹۸۹ راهیسې، د چین اقتصادي وده په منځنۍ کچه په کال کې ۹ سلنه وه. په ۲۰۲۳کې دا شمېره ۴،۵ سلنه اټکل شوې.
دا ستر کمښت دی خو بیا هم د امریکا، بریتانیا او ډیرو اروپايي هیوادو په پرتله لوړه کچه ده. ځینو استدلال کړی چې دا د چین د مشرانو له نظره بیخي ښه ده.
لویدیځ اقتصادونه معمولا د خلکو د لګښتونو له امله پیاوړي کېږی خو بیجینګ دغه ډول مصرفي نظام نه خوښوي. هغه دا د پیسو ضایع کول او فرد پرستي بولي.
خلکو ته دا وس ورکول چې نوی ټلویزیون رانیسي، انلایني خدمتونه واخیستلی شي یا وکولای شي بهرنیو رخصتیو ته لاړشي، ښايي دا هر څه له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي خو د چین ملي امنیت او یا امریکا سره د سیالۍ لپاره ګټور نه دي.
په اصل کې د چین مشر اقتصادي وده غواړي خو دا یوازېنی شی نه دی. هغوی پرمختللي صنایع لکه سیمي کانډکټرونه، مصنوعي ذکاوت او زرغونه تکنالوجي هم غواړي چې دا ټول په نړیوال ډکر کې چین د سیالانو سیال ګرځوي او پر نورو باندې یې د تکیه کولو اړتیا کموي.
ښايي له همدې امله وي چې د چین حکومت د اقتصادي ستونزو پر وړاندې محدود غبرګون ښودلی. په دې اړه یې محدود اقدامات کړي، لکه د پورونو اخیستلو په اړه نرمښت او د بانکي سود یو څه کمول خو د ډېرو پیسو له لګولو څخه یې ډډه کړې.
چین کې بهرني پانګوال اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې ژر ګامونه پورته کړي خو داسې ښکاري چې چارواکي اوږدمهاله لوبه کوي. هغوی پوهېږي چې د کاغذ پرمخ چین تر اوسه هم د اقتصادي ودې ستر ظرفیتونه لري.
ښايي ستر پیاوړی اقتصاد ولري خو د سړي سر منځنی کلنی عاید یې تر اوسه ۱۲،۸۵۰ ډالره دی. تقریبا ۴۰سلنه خلک یې تراوسه په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.
د سږکال په لومړیو کې شي جینپینګ د هېواد د مشر په توګه یوه درېیمه تاریخي دوره تر لاسه کړه
نو له یوه اړخه، ځکه چې پرلپسې ټاکنو ته اړ نه دی کولای شي د اوږدې مودې نظر ولري.
خو له بل پلوه، ډېری اقتصاد پوهان استدلال کوي چې یو استبدادي سیاسي نظام د یوه نرمښت لرونکي پرانیستي اقتصاد سره سمون نه لري چې وکولای شي د خلکو د ژوند سطحه لوړه کړي او له هغو هیوادونو سره سیالي وکړي چې په رسمي توګه "د لوړعاید درلودونکي" هېوادونه بلل کېږي.











