د چین اقتصاد پر وړاندې پنځه ننګونې کومې دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین اقتصادي وده د کورونا وبا صفر ته رسولو تګلارې او په نړیواله کچه د توکو غوښت کمېدو له امله کمزورې کېږي.
تمه ده چې له جولای تر سپټمبره د ودې رسمي شمېرې ډېر ژر خپرې شي.
د بېجينګ هغه موخه چې په کال کې ۵،۵ سلنې اقتصادي وده وکړي، اوس ورته نه شي رسېدلی. چارواکو دغې موخې ته د رسېدو اړتیا کمه کړې ده.
که څه هم چین له اپریل تر جون د ستونزو مخه یو څه ونیوله، خو بیا هم ځینې اقتصاد پوهان د ودې تمه نه کوي.
چین ښايي د امریکا متحده ایالتونو او بریتانیا په شان د پیسو پړسوب یا انفلاسیون سره سخته مبارزه ونه کړي، خو دلته نورې ستونزې شته.
دلته سترو شرکتونو په ناڅاپی توګه په کور دننه او نړیواله کچه خپلو محصولاتو ته لږ پېرودونکي موندلي.
د چین او د امریکا متحده ایالتونو په شان سترو اقتصادونو ترمنځ سوداګریز فشارونه هم د ودې مخه نیسي.
د چین یووان (پولي واحد) هم له لسیزو راهیسې بیا د خپل تر ټولو بد حال کې روان دی او د ډالرو پر وړاندې یې ارزښت راټیټېږي. ځکه کمزوري اسعار پانګوال اندېښمنوي او دغه راز په مالي بازارونو کې ناڅرګندتیا زیاتوي، چې دا حالت د مرکزي بانک لپاره هم ستونزې جوړوي چې اقتصاد ته پیسې ورکړي.
دا ټول په داسې حال کې رامنځ ته شوي چې تمه کېږي د چین ولسمشر شي جین پینګ به د درېیمې دورې لپاره د کمونست ګوند په غونډه کې خپل ځای وساتي. د کمونست ګوند غونډه د اکتوبر په شپاړسمه نېټه پیلېږي.
اصلي ستونزه څه ده؟
۱ـ د کووېډ صفر کولو تګلاره ویجاړونکې وه:

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین د شینزن او تیانجین په ګډون ګڼ شمېر ښارونو کې د کوویډ ناروغي خورېدلو، اقتصادي صنعتي فعالیتونو ته زیان رسولی. خلک هم په توکو لکه خوړو، څښاک، نورو اړتیا وړ شیانو او سیلانۍ پیسې نه لګوي، ځکه سترې خدماتي چارې تر فشار لاندې راولي.
بل پلو د امریکا په څېر هېوادونو کې د سود لوړه کچه، د پیسو پړسوب او په اوکرایین کې د جګړې له امله تقاضا هم کمه شوې ده.
د کوویډ صفر کولو تګلاره د شي جین پینګ لپاره ګواښ دی. د کارپوهانو په اند بېجينګ کولای شي د اقتصاد په برخه کې ډېرې هڅې وکړي. خو د کوویډ صفر کولو پورې د دې چارې پلي کولو دلیل نه شته.
۲ ـ بېجينګ ډېر څه نه کوي:
بېجينګ د اګست په میاشت کې د کوچنیو سوداګریو، زیربناوو او املاکو ودې لپاره د یو ټریلون یوانو ( ۲۰۳ میلیاردو ډالرو) پلان اعلان کړ. خو چارواکي کولای شي په همدې وخت کې د ودې لپاره ټاکل شويو موخو ته د رسېدو په موخه د دندو او لګښتونو د رامنځ ته کولو لپاره ډېر څه وکړي.
ولسمشر شي خپله د کووېډ صفر کولو تګلارې مشري کوي، چې په دې کې په زیربناوو کې ډېره پانګونه، د کورونو پېرلو لپاره د شرایطو اسانول او د کورنیو لپاره د مالیې شرایطو اسانول شامل دي.
۳ـ د چین د ملکیتونو مارکېټ کړکېچ سره مخ دی:
پرته له شکه چې د املاکو کمزوری فعالیت او د کور جوړولو په برخه کې منفي احساس او فکر اقتصادي وده ورو کړې ده. د اقتصاد پوهانو په اند، دې کار اقتصاد ته سخت زیان اړولی دی، ځکه د ملکیت چارې او نور صنعت په دې برخه کې ونډه لري او د چین د ناخالص اقتصاد کورني تولید درېیمه برخه هم جوړوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې وخت کې ځینې کسان په نامناسبو ځایونو کې په پور د کورونو له اخیستلو ډډه کوي، ځکه دوی شک لري چې نیمګړي کورونو به یې څه وخت جوړ شي. د نویو کورنو د اخیستلو لپاره غوښتنې کمې شوې دي، چې دې کار په ودانیو کې د کارېدونکو ساختماني توکو د واردولو اړتیا هم کمه کړې ده.
د ملکیتونو بازار د ودې لپاره د بېجينګ له هڅو سره سره د چین په ګڼو ښارونو کې سږکال د کورونو بیې تر شل سلنې راټیټې شوې دي.
د دې برخې شنونکي وايي چارواکي باید د ملکیتونو پر بازار د باور بېرته ترلاسه کولو لپاره ډېر څه وکړي.
۴ ـ اقلیمي بدلون حالات لا نور خرابوي
ناوړه اقلیم او هوا د چین پر صنعت خپل اغېز لري. په تېر اګست میاشت کې د هوا سختې څپې چې وروسته بیا وچکالي هم ورسره مله وه، سویل لوېدیځ ولایت سچوان او چونګ چینګ سخت وځاپه.
په سیمه کې برېښنا ته اړتیا ډېره زیاته شوې وه چې د رسولو بهیر یې له ستونزو سره مخ وو. د ایفون جوړولو فاکسکن او ټېسلا په ګډون ستر شرکتونه مجبور شول چې خپل کاري ساعتونه راکم کړي او یا یې هم په بشپړ ډول وتړي.
د چین د احصایې ادارې د اګست په میاشتې کې ویلي وو، یوازې د اوسپنې او پولادو په صنعت کې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو اوو میاشتو کې ۸۰ سلنه ګټه کمه شوې وه. بېجینګ د لسګونو میلیونو ډالرو په لګولو سره هڅه وکړه چې د انرژۍ کمپنیو او بزګرو ملاتړ وکړي.
۵ ـ چین د ټکنالوژۍ برخې کې پانګه اچونکي له لاسه ورکوي
د چین ټکنالوژۍ برخې چارې له ستونزو سره مخ دي او دوه کاله کېږي، چې مرستې یې له لاسه ورکړې دي. ټینسنټ او علي بابا شرکتونو په لومړۍ ربع کې د خپلو عوایدو د کمېدو راپور ورکړی دی. د ټنسنټ ګټه ۵۰ سلنه راکمه شوې حال دا چې د علي بابا شرکت خالص عایدات نیمايي ته راټیت شوي دي.
د اقتصادي کارپوهانو په وینا د چین د ملکیتونو په بازار کې کړکېچ، اقتصادي ودې ته سخت زیان اړولی دی. د لسګونو زرو ځوانو کارګرانو کار له لاسه ورکول د کار بحران لا پیاوړی کوي.
د شمېرو له مخې د چین د ۱۶- ۲۴ کلونو ځوانانو ترمنځ په هرو پنځو کې یې یو تن وزګار دی. او دا کولای شي په اوږده مهال کې د چین تولیداتو او ودې ته زیان ورسوي.
نړۍ دې حقیقت ته رسېدلې چې ښايي بېجینګ د سوداګرۍ لپاره هومره پرانیستی مارکېټ نه وي لکه څنګه چې پخوا وو، خو ښاغلی شي هغه اقتصادي بریا له خطر سره مخ کوي چې په وروستیو لسیزو کې یې چین له اقتصادي پلوه په ځواکمن هېواد بدل کړ.












