پاکستان ته د چین ۲٫۳ میلیارده پور
چين پاکستان ته ۲٬۳ میلیارده ډالره پور ورکړی چې ورسره د پاکستاني چارواکو په وينا د ډالر په مقابل کې د روپۍ ارزښت ښه شي.
پاکستان دا وخت د تاريخ له ستر اقتصادي کړکېجه تېرېږي. د مسلم ليګ نواز ګوند په مشرۍ ايتلافي حکومت په هېواد کې د تېلو بیې لوړې کړې او د حکومت د سختو فيصلو سره په هېواد کې د خوراکي توکړ او نورو څيزونو بيې لوړېدو سره خلک له سختو ستونزو سره مخامخ شوي.
پېښور کې زموږ همکار رحمان الله د ډان ورځپاڼې د دفتر له مشر علي اکبر سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې له پاکستان سره د چین د پور ورکولو د شرطونو او د پاکستان پر خراب اقتصاد ددغه پور اغېز پوښتلی.