په ۲۰۲۴ کې د مصنوعي ځیرکتیا، برقي ګاډو او انسان ته ورته روباټ په اړه د کارپوهانو وړاندوینې

۲۰۲۳ کال د نورو پرتله د ټیکنالوجۍ له اړخه یو جلا کال و چې تولیدي مصنوعي ځیرکتیا پکې ډېره دود شوه.

له کمپیوټري شیفرونو نیولې تر هنري کارونو او پیغامونو، مصنوعي ځیرکتیا په ډېره چټکۍ منځپانګې چمتو کولی شي، خو په ځینو صنعتي او مسلکي برخو کې نیمګړتیا هم لري.

د مایکروسافټ په ملاتړ "چټ جي پي ‌ټي" شرکت د ۲۰۲۲ کال وروستیو کې په دې برخه کې مخکښ و، بیا نورو سیالیګرو شرکتونو هم د دې شرکت پر پله ګام کېښود.

دا میاشت، یو تر ټولو تازه وزله راڅرګنده شوه، کله چې د ګوګل اړوند "الفابېټ" شرکت له "جیمیني" مصنوعي ځیرکتیا پرده پورته کړه، دا هغه څه دي چې د ګوګل په تولیداتو په تېره بیا چټ بوټ او د ګوګل لټون (سرچ) کې ځای پر ځای کېږي.

الفابېټ داسې انګېري چې ګنې جیمیني به په کار کې له چټ جي پي ټي لوړ وي.

خو د چټ جي پي ټي بنسټګر وايي، د دوی تولید هم لاس تړلی او لاس تر زنې ناست نه دی، "هغه څه چې موږ تولید کړي د هغه څه پرتله چې تاسو ته یې جوړوو، قدیمي ښکاري".

په ورته وخت کې، د راتلونکې د دغه صنعت په برخه کې پانګوال هم د پانګونې لپاره لېوالتیا ښيي.

د بیټس بوک په وینا، په نړۍ کې د پانګونې شرکتونو د مصنوعي ځیرکتیا د ملاتړ لپاره ۲۱٫۴ میلیارد ډالر ځانګړي کړي. دا یاوزې د سپتمبر میاشتې تر پایه ورته ځانګړي وو.

د پرتلې په توګه، ویلی شو چې د ۲۰۲۲ کال ټول ټال پانګونه ۵٫۱ میلیارد ډالره وه.

خو ځینو له خپل حد د ډېرې لېوالتیا ښودلو خبرداری ورکړی. د سي سي اېس شرکت یو جګپوړی شنونکی بن ووډ وايي، تولیدي مصنوعي ځیرکتیا به په ۲۰۲۴ کې له "ټکان" سره مخامخ شي.

دی زیاتوي: "څومره چې موږ ګورو، مخ پورته تګ ناګار ګڼل شوی، په لنډ وخت کې یې مخې ته ډېر خنډونه درېدلي".

هغه د تولیدي مصنوعي ذکاوت د سیستم اداره کولو د ارزښت فاحشې لوړېدنې ته اشاره کړې ده. دا لوی کمپیوټري ځواک او ګرانبیه کمپیوټر چیپس ته اړتیا لري چې په کافي اندازه نشته.

د دې لګښتونو د کمولو لپاره، اټکل کېږي مصنوعي ځیرکتیا به پر ترکیبي سیستمونو متکي وي، چې په هغه کې به ځینې عملیات زموږ پر کمپیوټرونو او ګرځنده ټیلیفونونو په سیمه ییزه کچه وي.

ووډ دا هم وايي قانون جوړول او قانوني مبارزې ښايي د تولیدي منصوعي ځیرکتیا اوسنۍ لېوالتیا راکمه کړي.

شرکتونه ښايي د مصنوعي ځیرکتیا پر خدمتونو ډېرې پیسې ولګوي، خو دې ته به اړ شي چې له قانون سره د تطابق په موخه یې کارول محدود کړي.

برېښنايي ټکان

د راتلونکي کال په لومړۍ ربعه کې به د بریتانیا پر سړکونو یو میلیون برېښنايي موټر وګرځي. دا د برقي موټرو په چلولو کې د جرمني (المان) له بازار وروسته بریتانیا دویم کتار کې راولي.‌

پر دې سربېره، اټکل کېږي چې ۲۰۲۴ کال به د برېښنايي ګاډو د تولیدوونکو لپاره ستونزمن کال وي.

د ۲۰۲۳ په وروستیو کې، فورډ، جنرال موټورز او ټېسلا د برېښنايي موټرو تولید ډېرولو لپاره خپل پلانونه ودرول.‌ د اکتوبر په میاشت کې، مرسډیز بینز د برېښنايي موټرو بازار د نرخونو د مقابلې او د اکمالاتي کرښو د ستونزو له کبله "وحشیانه" وباله.

شنونکي دا تمه نه کوي چې وضعیت به چندان ښه شي.

د ګاټو د بازار یو شنونکی ماتیاس شمیټ په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله اروپا کې د برقي موټرو د خرڅلاو لپاره یو ثابت د یو ثابت کال اټکل کوي. عموماً په قوي بازارونو لکه جرمني او ناروې کې، هغه هېڅ وده نه ویني.

خو بریتانیا ښايي یو روښانه ټکی ولري، په جنوري میاشت کې له پلورل شویو موټرو تر پنځمې ډېره برخه یې باید برېښنايي وي، چې دا کچ به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۸۰ سلنې ته رسېږي.

دا د هغو خلکو لپاره د خوشحالۍ خبر دی چې د برېښنايي موټرو د پېرلو لپاره پیسې لري.

شمیټ وايي چې بازار به په بشپړ ډول د پېرودونکو تابع وي، په تېره د صنعتي موټرو لپاره څنکه چې تولیدوونکي د ګاز د اخراج قوانیو سره سم عمل وکړي.

هغه زیاتوي: "خو تخفیف به د پلور په معاملو کې پټ پاتې شي، ځکه چې تولیدوونکي به د تخفیف په اعلانونو کې پښه نیولي وي".

روباټونه انسانانو غوندې دي

انسان ډوله روباټ ښايي راتلونکی کال ډېر ګټور تمام شي، په ټېسلا کې انجینران د اپټیموس د پراختیا لپاره کار کوي، دا یو انسان‌ډوله روباټ دی چې دوی هیله لري فابریکه کې به دندې ترسره کړي.

تېره میاشت داسې انځورونه خپاره شول چې اپټیموس په نویو دوو لاسونو او نویو ماشینونو سره د تېرې نسخې پرتله ورو حرکت کاوه.

په جولای میاشت کې، اېلون ماسک وویل چې اپټیموس به په ۲۰۲۴ کال کې فابریکه کې کار وکړای شي.

هغه زیاته کړه:‌ "په دې اړه چې ایا دا به ګټورې دندې وکړای شي، موږ به یې په خپلو فابریکو کې وازمویو چې ډاډه شو،‌خو باوري یم چې موږ به په راتلونکي کال کې پخپلو فابریکو کې ګټور کار ترې واخیستلی شو. زه په دې پوره ډاډه یم".

ټېلا د انسان ډوله روباټ پّ برخه کې له لویو سیالیو سره مخامخ دی. نور شرکتونه شته چې روبوټونه یې جوړ کړي او د کار ځای کې کار کوي.

امازون په خپلو ګودامونو کې د انسان په څېر روبوټ تجره کوي. دا روبوټ چې ډیجیټ نومېږي د انسان په څېر شیان خوځوي او نیسي.

دغه روبوټ په اګلیټي روبوټیکس شرکت کې جوړ شوی،‌ دا شرکت په راتلونکي کال کې نورو پېرودونکو ته د ډجیټ کاپي هم چمتو کوي.

خو په کاناډا کې، سنکټویري شرکت انسان ته ورته روبوټ فینیکس ته روزنه ورکوي چې د خلتو او کڅوړو ډکولو په شان مشخص کارونه وکړای شي. په ۲۰۲۴ کې دا اراده لري چې دنده او فعالیت یې لا پسې پراخ کړي.