د پي ټي ایم ''قامي عدالت'' غونډه؛ منظور پښتين د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سره لیدلي

د عکس سرچینه، Manzoor Pashteen/twitter
خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت چارواکي وايي، اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور احمد پښتین سره لیدلي او د اکتوبر ۱۱مې هغې غونډې په هکله ورسره غږېدلی، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د قامي عدالت په نامه په خیبر سیمه کې رابللې ده.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر له هغه وروسته له ښاغلي پښتین سره ګوري، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو پر منظور پښتین د یوه ناکام برید د هڅې ادعا کړې. د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي، ښاغلی پښتین د قامي جرګې غونډې لپاره د میدان پرانیستې له مراسمو بېرته ستنېده، چې پېښور کې پرې ځینې کسانو د برید ناکامه هڅه وکړه.
د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند محمد علي سیف رسنیو سره مرکه کې وویل، اعلي وزیر له ښاغلي پښتین سره لیدنه کې د امنیت په ګډون پر بېلابېلو مسئلو غږېدلی دی. حکومتي ویاند زیاته کړه، منظور احمد پښتین اعلی وزیر ته د خپل غورځنګ لخوا د رابلل شوې غونډې په هکله معلومات ورکړل او اعلی وزیر بیا په دې لیدنه کې د پاکستان فدرالي حکومت له لوري د توپیري چلن یادونه کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، اعلی وزیر ښاغلي پښتین ته د قامي جرګې غونډې د ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې که کومه ستونزه وي په حل کې به یې مرسته کوي.
د غورځنګ سرچینه وايي، مشکوک بریدګر د منظور پښتین ملګرو نیولی، چې په خبره یې وسله هم ورسره نیول شوې ده. دوی وايي، کله چې منظور پښتین له خیبر سیمې جمردو ته پر لار و، ځینې مشکوک موټر سایکل سپاره کسان یې د سپرلۍ له موټره مخکې، وروسته کېدل.
د پښتین ژغورنې غورځنګ سرچینې فعالان وايي، د منظور پښتین ساتونکو دغه کسان له نیولو وروسته بېرته خوشي کړې دي. بي بي سي په خپلواک ډول د دې ادعا تائید نه شي کولای.

د عکس سرچینه، Getty Images
د يادونې ده چې تېره ورځ منظور پشتين د خیبر قبائيلي ولسوالۍ د جمرود په ريګي سيمه کې د هغه مېدان پرانیستې ته تللی و چې د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتنو قامي جرګه پکې رابلل شوې ده. منظور پښتین دې غونډې ته "د پښتنو قامي عدالت" نوم ورکړی او ویلي یې دي، چې د کوزې پښتونخوا پښتانه ولسونه به پکې د ورپېښو مسایلو د حل پر لارو چارو بحث او پرېکړه کوي.
د غونډې لپاره خوښ کړل شوی ميدان د جمرود ريګي سيمه کې دی او دغه سيمه پيښور ته هم څېرمه ده. د قامي جرګې په لړ کې هلې ځلې کوونکې قبايلي مشر ملک نصير کوکي خيل بي بي سي سره خبرو کې وويل چې د مېلمنو راتګ ته ټوله سيمه ليواله ده او هڅه به کوي چې ښه مېلمه پالنه يې وکړي.
د يادونې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين دغه جرګه يا غونډه په دولسمه جولای د غورځنګ مخکښ غړي او شاعر ګيله من وزير په جنازه کې اعلان کړي وه او ويلي يې و چې دې کې به پښتانه د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کوي. غونډې ته رابللو لپاره منظور پښتين بيا د خپلو ملګرو سره د خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د بېلا بېلو سيمو سفرونه کړي کړي خلکو ته يې په کې د ګډون بلنه ورکړې ده. بلوچستان حکومت بيا د غورځنګ په مشر د دغه ايالت په ورتګ بنديز لګولی دی.











