ولې له ۱۹۹۷ کال وروسته زېږېدلیو خلکو په تېر وخت زړه بایللی دی؟

    • Author, سمية نصر
    • دنده, بي بي سي عربي

"کله چې زه د مصر سینما ستورو فاتن حمامه، هند رستم یا احمد رمزي په څېر هنرمندانو فلمونه ګورم، داسې پخوانیو وختونو پسې زړه بایللم چې خلک په کې له یو بل سره ډېر مهربانه او مرسته کوونکي ښکاري." – دا د ۱۴ کلنې حلا خبرې دي.

حلا وایي، هغه زړې سینمایي او تلویزیوني خپرونې ګوري، ځکه چې "هغوی له معنا ډک هنر وړاندې کاوه، د هغه څه برعکس چې اوس یې وینو، او دا د داسې ټولنې انځور هم وړاندې کوي چې خلکو په کې په ښکلې او شریفې عامیانه ژبه خبرې کولې... زه د دې عصر پر ځای له هغه زمانې سره ځان ډېر تړلی احساسوم."

حلا یوازینۍ څوک نه ده، په ټوله نړۍ کې ډېری خلک له بېلابېلو نسلونو تر ډېره د "زېډ نسل" غړي هغه کسان چې د ۱۹۹۷ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ زیږیدلي دي. دا کسان په نوستالجیا یا تېر وخت ته زړه بایللو اخته دي، که هغه پخوانی وخت وي چې دوی پخپله ژوند کړی، یا یو لرغونی تاریخي پړاو وي چې په تاریخي کتابونو کې یې لوستلی یا یې پر تلویزیون لیدلی وي.

نو، ولې موږ نوستالجیا احساسوو؟ او ولې له ټیکنالوژۍ سره مینه لرونکي ځوان نسل یوه برخه له ډیجیټلي عصر دمخه دورې ته زړه بایللي؟

نوستالجیا: له ناروغۍ تر احساسه

د "نوستالجیا" کلیمه د دوو یوناني کلیمو ترکیب دی: "nostos" (نوستوس) چې معنا یې وطن ته ستنېدل دي، او "algos" (الګوس) چې معنا یې درد دی. دا اصطلاح لومړی ځل د سویسي ډاکټر یوهانیس هوفر له لوري په ۱۷مه پېړۍ کې، په ځانګړې توګه په ۱۶۸۸ کال کې وکارول شوه. هغه دا نوم د یوې ناروغۍ حالت ته ورکړی و چې سویسي اجیر سرتیري پرې اخته وو، هغوی چې په نورو اروپایي هېوادونو لکه فرانسه او اسپانیا کې په جګړو کې ښېکل وو. دغو جګړو کې د (۱۶۱۸-۱۶۴۸) د فرانسې-اسپانیا ۳۰ کلنې شخړې (۱۶۳۵-۱۶۵۹) هم شاملې وې.

بریتانوۍ تاریخ پوهه اګنیس ارنولډ-فورستر په خپل کتاب "نوستالجیا: د یوه خطرناک احساس تاریخ" (Nostalgia: History of a Dangerous Emotion) کې وایي: "دوی د یو ډول خپګان، او د ورسره یو څه یا ځای ته د بېرته ستنیدو لپاره له ډېرې لېوالتیا کړیدل."

دا نوستالجیا چې په سویسي الپ سیمه کې راڅرګنده شوه او بیا په ټوله اروپا کې خپره شوه، "د یوې احساساتي وبا په څیر وه چې د مني په موسم کې یې شدت مونده. ارنولډ فورستر وايي کله چې به د ونو پاڼې رژېدلې هغه کسان چې غم او خپګان به پرې راتلو، د وخت په تېریدو او د دوی د پایښت پر حتمي توب به یې فکر کولو ته اړ کول."

د شاوخوا درې پېړیو لپاره، نوستالجیا د یوې ناروغۍ په توګه وبلل شوه. د شلمې پېړۍ په پیل کې، د رواني ناروغیو ډاکټرانو شمیر چې پر نوستالجیا څېړنو ترسره کولو کې لېواله وو، زیات شول، او هغوی د عضوي ناروغیو متخصصینو ځای ونیو. ورو ورو، د دوی د څېړنو له لارې، نوستالجیا له ناروغۍ احساس ته واوښته، او له یو څه، ځای او پر وطن زړه بایللو سره تړلی و. د وخت او په تېره بیا پخوانیو وختونو ته زړه بایللو سره تړلی احساس وبلل شو.

په عربي نړۍ کې، موږ په ډېرو پخوانیو شعرونو کې د نوستالجیا تاریخي اړخ مومو چې وطن ته زړه بایللو سره تړاو لري، او همدا ډول نوی اړخ چې د تېر وخت یوې دورې ته احساساتي لیوالتیا په کې شامله ده. دا په هغو بیتونو کې څرګنده شوې چې شاعر د ورکو کنډوالو په انځور سره د وطن او کور، او همدارنګه د خپلوانو، مینه والو او ماشومتوب یادونه تازه کوي.

نوستالجیا په عربي شعر کې د پېړیو په اوږدو کې پاتې شوې د بېلګې په توګه، د شاعر احمد شوقي مشهوره "سینیه" قصیده چې هغه په اروپا کې په خپلې جلاوطنۍ کې لیکلې وه او له ښکلو شعري انځورونو ډکه وه. هغه خپل هېواد مصر او د هغه د ځوانۍ یادونه یې انځورول:("عصفت کالصبا اللعوب ومرّت – سنةً حلوةً ولذة خلسِ").

"د سحرباد په څېر په چټکۍ تېره شوه او لاړه – لکه یو خوږ خوب یا د خوند هغه څکه چې په په پټه وي."

بېلا بېل اړخونه

تیر وخت ته د زړه بایللو احساسات په بیلابیلو بڼو کې راتلی شي. د بېلګې په توګه، د یو داسې تېر وخت بېرته راوستلو هیله چې موږ یې مثالی ګڼو، یا له هغو یادونو خوند اخیستل چې موږ پوهېږو بېرته نه راځي، همدارنګه د شخصي، کلتوري، ټولنیز او تاریخي نوستالجیا بېلګې شته.

امریکایي ارواپوه ډاکټر کلې راوټلیج چې د نوستالجیا په اړه ډېرې څېړنې او لیکنې لري، بي بي سي عربي ته وویل چې تېر وخت ته زړه بایلل "ډیر کله یو شخصي اړخ وي چې زموږ د ژوند یادونه پکې شامل وي. ځينې خلک ښايي د پخوانیو وختونو او دورو تجربو، نظرونو، باورونو او ښکلاوو ته هم لیوالتیا ولري، او دا هغه څه دي چې د تاریخي نوستالجیا په نوم یادېږي. د نوستالجیا داسې احساسات شته چې په شخصي یادونو ورټول دي خو له نورو سره هم شریک دي. ځینې وختونه دا احساسات یوه تاریخي تړاو لري، د بېلګې په توګه، کلتوري یا تاریخي دودونه او رسمونه چې زموږ شخصي کیسې د ټولنې پراخ نسج سره نښلوي."

په یوه چټکه نړۍ کې چې د اندیښنې، فشار او د راتلونکي وېرې لاملونه یې ډیر دي، د نوستالجیا احساسات د ساه اخیستلو لپاره ځای او د یو تطابق میکانیزم په توګه کار کوي چې د خوښۍ شېبې راژوندۍ کوي هغه څه چې موږ تجربه کړي دي.

ډاکټر راوټلیج وایي: " زموږ د اکاډمیکې څیړنې له لارې موږ وموندله چې د تېر ښکلي یادونه بېرته راوړل مزاج ښه کوي، د تړاو احساس، ځان ته درناوی، پر ځان باور او د ژوند د معنا احساس او د راتلونکي په اړه خوشبیني پیاوړې کوي. دا موږ ته د ژوند مهمو اهدافو پاللو لپاره هڅونه رابخښي. نوستالجیا زموږ مثبت ټولنیز چلند هم پیاوړی کوي او موږ نورو سره خواخوږۍ او ډېرې مرستې کولو ته هڅوي، او دا د پراخ لید او تخلیق زیاتوالي لامل هم کېږي."

دا خطر شته چې نوستالجیا د ورځني ژوند له بوجونو د یوې لنډې دمې په ډول تېر وخت ته په تېښته بدله شي چې موږ یې مثالي ګڼو ان که داسې نه وي نو موږ به په اوسني ژوند کې له څه کولو منع کړي؟

له ښه مرغه، "یوازې ډېر لږ خلک غواړي تېر ته لاړ شي" لکه چې ډاکټر راوټلیج وایي، "خلک پوهېږي چې اوسني ژوند کې ډیرې لاسته راوړنې لري چې زموږ ژوند یې ښه کړی، او دوی نه غواړي دا پرمختګ پریږدي. دوی دا احساس هم کوي چې تېر کیدلی شي د اوسني وخت لپاره مهم درسونه راکړي، په ځانګړې توګه کله چې دوی له اوسنيو ځینو اړخونو ناخوښه وي یا د راتلونکي په اړه بې باوري ولري. نوستالجیا دوی نه غواړي بیرته لاړ شي، دا له تېر وخته د وسایلو او میتودونو کارولو لپاره د الهام سرچینه ده چې کیدلی شي د راتلونکي په اړه د دوی له وېرې او اندیښنې سره په مبارزه کې مرسته وکړي."

یو سیاسي او بازارموندنې وسیله

ارنولډ-فورستر وایي پخوانیو وختونو ته د دې "ګلابي لید" له امله، نوستالجیا ځینې وختونه د سیاسي یا ټولنیزو تمایلاتو د اغېزمنولو لپاره هم کارول کېږي. د هغو دورو انځورونه راژوندي کوي چې ډېر وختونه د ښو بېلګو په توګه یادېږي یا غیر واقعیتي وي، او د پخوانۍ ویاړونو بېرته راوستلو شعارونه پورته راغبرګوي چې رایه ورکوونکي ورجلب کړي، د بېلګې په توګه.

"له بریکسټه ( له اروپايي ټولنې د بریتانیا له وتلو) نیولې تر ډونلډ ټرمپ هڅو پورې چې امریکا بیا لویه کړي، نوستالجیا خلک قانع کوي، فریب ورکوي او جادو اثر پر کوي چې ځانګړې ټاکنیز پرېکړې وکړي"

د بازارموندنې کارپوهان د نوستالجیا په جادو او په مصرفونکو د هغې پر اغیزې پوهېږي، نو برانډونه تل هڅه کوي چې د خپلو محصولاتو پخوانۍ نسخې بیا وړاندې کړي یا پخوانۍ لفافې او لوګو بېرته راوړي. زموږ د ماشومتوب او ځوانۍ پړاونو یادونو ته زموږ له لیوالتیا په ګټې اخیستنې سره ترڅو قوي احساسات او مثبتې اړیکې رامینځته کړي چې موږ د دې محصولاتو پیرود ته وهڅوي. د مصرفونکو څېړنې په ژورنال (Journal of Consumer Research) کې خپرې شوې یوې څېړنې په (۲۰۱۴) وموندله چې مصرفونکي ډېر لیواله دي چې په هغو برانډونو پیسې ولګوي چې په دوی کې تېر وخت ته زړه بایلل راوپاروي.

د "زېډ نسل" نوستالجیا

حلا له ټیکنالوژۍ سره خپله اړیکه داسې روښانوي: "زه فکر نه کوم چې موږ کولی شو د ټیکنالوژۍ او د هغې له اپلیکیشنونو پرته اسانه ژوند وکړو. هم مهاله زه احساس کوم چې موږ یو له بل سره خبرې نه کوو ځکه چې هرڅوک تل په خپل ټلیفون پورې تړلی دی"

د دې نسل نور کسان هم دا احساس لري.

د ډاکټر کلې راوټلیج د څیړنیزې ډأې لخوا د هاریس پول موسسې سره په ګډه د ترسره شوې نظرپوښتنې له مخې، ۸۰ سلنه د زېډ نسل بالغان پر ټیکنالوژۍ د دوی د ډېرې تکیې کولو په اړه اندیښنه احساسوي. نظرپوښتنه دا هم په ګوته کوي چې ۷۵ سلنه د ټولنیزو رسنیو اغېزو په اړه د رواني روغتیا له اړخه خلک اندېښنه لري، او ۶۰ سلنه هیله لري چې دوی کولی شي یو داسې وخت ته لاړ شي چې هرڅوک په انټرنیټ پورې تړلي نه وي او تل په "ټرینډونو" پسې نه وي، معنا دا چې دوی داسې تېر وخت ته زړه بایللي چې دوی په کې نه دي اوسېدولي.

د بازار موندنې او د مصرفونکو تمایلاتو اړوند ډېرو څېړنو چې پدې وروستیو کې په امریکا او اروپا کې خپرې شوي، دا هم په ګوته کړې چې د دا ډول فکر نسل مخ په زیاتیدونکي شمېر له ډیجیټلي عصر دمخه محصولاتو ته مخه کوي، لکه وینیل ریکارډونه، کاغذي کتابونه او بورډ لوبې.

د (یو ګو) لخوا ترسره شوې یوې نظرپوښتنې ښودلې چې ۶۵ سلنه د داسې نسل غړي د نوییمو کلونو ژوند بڼې ته لېواله دي.

ډاکټر راوټلیج وایي چې "هر نسل یو ډول تاریخي نوستالجیا لري، خو هغه څه چې زېډ نسل ځانګړی کوي دا دي چې دوی د ځيرک ټلیفون، ټولنیزو رسنیو او ډیجیټل په دوره کې لوی شوي، او دوی پوه شوي چې د ژوند ډېرې تجربې چې دوی ته خوښي ورکوي، له انټرنیټه لرې او په فزیکي فعالیتونو کې رامینځته کیږي.

له همدې امله، دوی یو داسې تېر وخت ته په زړه بایللو ګوري چې خلک په کې تل په انټرنیټ پورې تړلي نه وو. د الهام یوې سرچینې په توګه چې دوی سره مرسته کوي داسې چې له ټیکنالوژۍ سره ډېره روغه اړیکه رامینځته کړي. دوی نه غواړي خپل ډیجیټل وسایل له منځه یوسي، خو غواړي د حقیقي ژوند تجربې ولري، او تاریخي نوستالجیا ورسره په دې کې مرسته کوي."

د نوستالجیا ټولنې

که تاسو زموږ لوستونکي، هغه څوک یاست چې د تېرې پېړۍ په اتیایمو یا نوییمو کلونو کې لوی شوي او خواله رسنۍ کاروئ، نو تاسو به ښايي داسې ګروپونه او پاڼې موندلي وي چې اصلي موضوع یې تیر وخت ته زړه بایلل وي. د دې ګروپونو غړي د هر هغه څه په اړه خبرې کوي چې زاړه دي، له ډرامو، فلمونو او سندرو، تر اعلانونو، وسایلو او ښونځیو تجهیزاتو او خوراکي محصولاتو پورې چې څو لسیزې پخواني دي. په دې ګروپونو کې نوستالجیا د فردي احساساتو ورهاخوا د ډله ایزو فعالیتونو په توګه بدلېږي.

"د زمانې یادونه" پر فیسبوک یو له دغو ګروپونودی، چې د غړو شمېر یې له نیم میلیون ډېر دی. د مصر د فیوم ولایت اوسېدونکی ۴۱ کلن سید عبدالناصر، د دغه ګروپ بنسټ ایښودونکی وايي، چې ډېرغړي یې مصریان دي، خو د یو شمېر عربي هېوادونو څارونکي کسان هم لري. د هغه لامل په اړه چې هغه یې د ګروپ جوړولو ته اړ کړ، عبدالناصر وایي چې دا تېر وخت ته زړه بایلل دي " د اوسنیو هنري کارونو برعکس د ژوند بڼه ساده او ډېر ارام و، هنري کارونو یې ارزښت درلود او اخلاقو او ارزښتونو ته یې پام کاوه."

عبدالناصر ویل چې دا ګروپ د یوې مجازي ټولنې په توګه بدل شوی هلته چې غړي یې د ګډو یادونو په اړه خبرې کوي. دا د پرله پسې نسلونو ترمنځ د اړیکې د یوې کړۍ په توګه ګڼل کیږي. هغه زیاتوي چې "په ګروپ کې د بېلابېلو عمرونو کسان شته، ترټولو کوچنی یې هغه نسل دی چې په نوییمو کلونو کې زېږیدلی."

نوستالجیا، چې یو وخت ناروغي ګڼل کېده، اوس د یوه کلتوري، سیاسي او اقتصادي ځواک په توګه بدله شوې. شاته کتل په لازمي ډول یوازې د هغو شیانو لپاره لیوالتیا نه ده چې تیر شوي او پای ته رسیدلي، دا کولی شي موږ ته د فکر کولو او ساه اخیستلو لپاره ځای راکړي او له هغه څه داسې الهام واخلو چې د راتلونکي په لور زموږ په سفر کې مرسته کوي.