تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حبیبه عسکر، له هغو لومړنیو ښځو وه چې کابل کې په ځانګړې بڼه پر دریځ څرګنده شوه
- Author, حسین دانش
- دنده, د هنر او سینما کره کتونکی
نیمه پېړۍ مخکې، ښځو په افغان تیاتر کې مهمه او څرګنده ونډه لرله او داسې ممثلانې پکې راڅرګندې شوې چې د خنډونو پر وړاندې یې مبارزه وکړه. دا ښځې په خپل وخت کې پرمختللې او مخکښې وې، د هنر له لارې یې د بدلون لپاره هڅې کولې. په هغه وخت کې افغان تیاتر د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مشهورو ډرامو په انګېرنې له سینما مخکې و.
حبیبه عسکر، چې په افغانستان کې د تیاتر او سینما په هنر کې له مخکښو ښځو ده، اوس اتیا کلنه ده او ډېر کلونه کېږي چې په اسټرالیا کې ژوند کوي، وايي، "موږ په ډېر تیاره وخت کې ژوند کاوه. خو د ولسونو مبارزې ښوولې چې د حقونو ترلاسه کولو او عدالت لپاره درېدل شوني دي. د یوې مېرمنې په توګه چې کلونو یې د هنر په ډګر کې کار کړی، له ښځو غواړم، چې د تیارو پر وړاندې خپل غږ غلی نه کړي. زموږ پیوستون کولی شي د ځواکمن غږ په رامنځته کولو کې مرسته وکړي."
حبیبه عسکر د افغان تیاتر له لومړنیو ښځینه ممثلینو ده، چې په ۱۹۳۶ کال کې د کابل په تیاتر کې له جبري حجاب پرته راڅرګنده شوه. د ۱۹۳۰ لسیزې له دویمې نیمایي یې تر ۱۹۶۰ لسیزې له ۴۰۰ ډېرې د تیاتر نندارې او راډیويي ډرامو کې رول لوبولی دی. د افغانستان زیاتره خلکو د دې هنرمندې غږ د کابل راډیو ډرامونو له لارې پېژانده. هغې له رفیق صادق سره یوځای د خالق علیل له خوا جوړ شوي فلم "طلبګار" کې هم کار وکړ، چې له هرکلی سره مخ شوه.
هغې په کابل کې د کابل نندارې، زینب نندارې، ښاري نندارې، پوهنې نندارې او افغان نندارې تیاترونو او په هرات او مزار شریف کې د تیاترونو یادونه وکړه، چېرې چې یو وخت د مولیر، شکسپیر، ماکسیم ګورکي، انتون چیخوف، ټینیسي ویلیامز، نیکولای ګوګول او برتولټ برشت په ګډون لیکوالانو ډرامې نندارې ته وړاندې کېدې او هغې په ډېری ډرامو کې رول لوبولی و. نوموړې دغه راز د رشید لطيفي، عبدالغفور برېشنا، مقدس ناګاه، عبدالقيوم بيسد، يوسف کهزاد، محمد علي رونق، احمدشاه عالم، حامد جليا، ډاکټر اسدالله حبيب او ډاکټر نعيم فرحان نومونه ياد کړل، چې په هېواد کې دننه یې د ډرامو په ليکلو سره په ټولنه کې د بدلون رامنځ ته کولو هڅې کولې.
حبیبه عسکر د شکسپیر د ډرامې "هملیټ" یوه لنډه برخه په خپل غږ کې ولوستله.
ایا د یو کس لوی والی دا دی چې د غېږنیونکي ټپونه او د ظالمانو بدبختي وزغمي؟
یا د فتنې او ګډوډۍ د سمندر پر وړاندې مبارزه وکړئ؟
ایا په دې تیاره کې، خپل ځان په بربنډ خنجر ځان ارامولی شئ؟
یا دا چې د ظلم او تیارې پر وړاندې ودرېږئ او پر وړاندې یې غږ اوچت کړئ؟
ایا غواړو چې د زمانې د ظلم او د ظالمانو د متروکو ټپونه پای ته ورسوو؟
شتون یا نه شتون؟ "دا پوښتنه ده."
په افغان تیاتر کې د ښځو حضور او د خنډونو پر وړاندې درېدل
د ۱۳۰۰ لمریز کال له پیله، په افغان تیاتر کې د لوبغاړو په توګه د ښځو شتون د مذهبي او دودیزو غورځنګونو له مخالفت سره مخ و او یو ډول شرم ګڼل کېده. د دې خنډونو له امله، تر ۱۳۲۰مې لسیزې، نارینه وو په تیاتر کې د ښځو رولونه د ښځو د جامو په اغوستلو او مصنوعي کوڅیو په کارولو لوبول. اغلې عسکر وايي، "د دې دودیزو خنډونو ماتول د دېرشمې لسیزې په لومړیو کې پیل شول او د نسوان یا ښځینه ښوونځيو نجونو او د ځینو کلتوري شخصیتونو لکه مقدس نګاه، استاد بسید، نوراني کورنۍ، او پخپله زینب سراج د تیاتر ډګر ته د ښځو په ننوتلو کې مهم ونډه درلوده."
زینب سراج، چې په افغانستان کې د نسوان یا ښځو موسسې بنسټ اېښودونکې وه، په ۱۳۲۶ کال کې په کابل کې د "زینب نندارې" په نوم د ښځو لومړنی تیاترسالون او سینما جوړه کړه، چې د ښځو لپاره په یوه مهم کلتوري مرکز بدل شو.
تر هغه مخکې، په کابل کې "د پسرلي تیاتر" په نوم د ښځو لومړنۍ تیاتر ډله، جوړه شوې وه، چې د شهر ارا د ښځو په باغ کې یې ډرامې نندارې ته وړاندې کولې.
له دېرشمې تر شپېتمې لسیزې په افغان تیاتر کې د ښځینه لوبغاړو شتون رنګین او د پام وړ و.
ښځینه ممثلینې چې په هغې ډله کې نسرین نګاه، زلیخا نګاه، حبیبه عسکر، مېرمن ژیلا، ساجده نګاه، زلیخا نوراني، نورتن نوراني، شریفه دانش، نجیبه دنیا، پروین صنعتګر، محبوبه جباري، زرغونه ارام، میمونه غزال، خورشید پایا، اقلیما مخفي، انیسه وهاب، نسیمه رعنا، ملیحه احراري او نورو ښځینه ممثلینې پکې شاملې وې، نندارې وړاندې کولې او رولونه یې لوبول. یو شمېر دغو ښځو له خنډونو سره مبارزه وکړه او په ټولنه کې د بدلون لپاره ودریدلې.
حبیبه عسکر وايي، "یو شمیر ښځینه همکارانې مې په یاد دي، چې تیاتر ته د رسېدو لپاره یې سختې لارې او پېچومي ووهل، خو دوی بریالۍ شوې، خنډونه او بندیزونه یې مات کړل. د یو شمېر نورو ملاتړ یې خپلو کورنیو وکړ. کله چې زما پلار ولیدل په تیاتر کې درانه او هوښیار خلک کار کوي، زما ملاتړ یې وکړ. ورو ورو، په ښوونځیو کې یو شمېر نجونو تیاتر ته مخه کړه او په پوهنې او پوهنتون کې تیاتر وده وکړه. تر هرې نندارې وروسته به، لیدونکي په پښو درېدل او موږ به یې هڅولو."
"په تیاتر کې د یوې کورنۍ په څېر وو"
حبیبه عسکر د افغان تیاتر زرینه دوره څلوېښتمې او پنځوسمې لسیزې ګڼي، "د تیاتر په څانګه کې ټول نارینه او ښځینه د یوې کورنۍ په څېر وو او په مینه او اخلاص مو کار کاوه. هغه دوره د افغان تیاتر زرینه دوره وه. د تیاتر څوکۍ له کورنیو ډکې وې او تشې څوکۍ نه لیدل کېدې."
هغې د چیخوف کامیډي "خرس" او د ګورکي ډرامې "مور" ته اشاره وکړه، چې هغې پکې اصلي او مخکښ ښځینه رول لوبولی و. "خلک د مور ډرامې د ترسره کولو د دوام غوښتونکي وو. موږ دا ننداره درې میاشتې ترسره کړه، او په کابل کې یې ټکټونه هره اونۍ له وړاندې پلورل کېدل."
د حبیبه عسکر د تمثیل بڼه
حبیبه عسکر په ځوانۍ کې د کابل په نسوان ښوونځي کې په ځوان عمرکې تمثیل پیل کړ او بیا یې د پلازمېنې د تیاتر لوی دریځ ته ننولار ومونده. اغلې عسکر تراژیدي، رواني او کومېډي رولونه لوبولي دي.
د هغې د تمثیل بڼه د روسي تیاتر نظر اچوونکي او ډایرکټر "ستانیسلاوسکي" پر تیورۍ ولاړ وه او په افغان تیاتر کې د هغه میتود رواجونکی استاد عبدالقیوم بیسد و. د رول ژورې ته تلل، د کرېکټر له اصلي حالت ځان سره ژوند کول، او د کرېکټر ریښتینې کول د دې بڼې اصلي اصول دي چې حبیبه عسکر یې هم لار څارله.
حبیبه عسکر په ۱۳۴۰ کال کې په افغانستان کې د کال د غوره لوبغاړې لقب ترلاسه کړ. د یوجین اونیل اثر "د نارون تر ونو لاندې" ډرامه کې د مېرمن رول، چې په ۱۳۴۲ کال کې په کابل کې ترسره شو، د تیاتر او سینما په برخو کې د دې لوبغاړې وړتیا نوره هم څرګنده کړه.
په شپېتمه لسیزه کې، حبیبه عسکر په "کابل نندارې کې" د فرانسوي لیکوال ارنسټ بلوم اثر د "عصبي مېرمنې" په ډرامه کې یو بېل رول ترسره کړ، چې له زرغونه ارام او نورو ښځینه ممثلینو سره یوځای وستایل شوه. د دوو ډرامو، "مور" او "عصبي ښځې" ډایرېکټر نعیم فرحان و او د "عصبي ښځې" ټلویزیوني بڼه څو ځله د افغانستان په ملي ټلویزیون کې هم خپره شوه.
له ساربان سره د نندارې ترسره کول
د ۱۳۳۰ لسیزې په وروستیو کې، حبیبه عسکر له افغان سندرغاړي عبدالرحیم ساربان سره د "مور" په ډرامه کې رول ولوباوه.
ساربان د موسیقۍ او سندرو په برخه کې له شهرت مخکې د تیاتر لوبغاړی و.
حبیبه عسکر د ساربان سره په تیاتر کې د یوځای کار کولو په اړه خپله تجربه داسې بیانوي: "ما او ساربان د مور په ډرامه کې چې د ګورکي اثر دی، یوځای کار وکړ."ساربان د رولونو په ترسره کولو کې ځانګړې وړتیا درلوده او د هغه غږ د نارینه لوبغاړو ترمنځ بې ساري و. دغه راز ساربان د ډرامې د هر برخې ډیالوګونو په یاد ساتلو کې خورا قوي حافظه درلوده او د کرېکټر په رول کې به ډوبېده."
ساربان د افغان ډرامه لیکونکو لخوا لیکل شویو ډرامو سربېره، د برشت، مولیر او چیخوف په ژباړل شوي اثارو کې هم رول لوبولی دی.
د افغانستان په تیاتر کې ژوندۍ موسیقي
د افغانستان د تیاتر په سالون کې لومړی ځل ژوندۍ موسیقي د استاد غلام حسین لخوا، چې د استاد محمد حسین سراهنګ پلار و، د شلمې لسیزې په وروستیو کې د رشید لطیفي لخوا لیکل شوې ډرامې "میراث" کې ترسره شوه.
په ۱۳۴۱م کال کې د کابل د نندارتون د تالار په پرانیستلو سره، په افغان تیاتر کې یو لوی ارکسټرا هم وکارول شوه. کابل ننداری د خپل ۳۶۰ درجې خوځنده دریځ په لرلو په سیمه کې د تیاتر یو له مهمو سالونونو و.
اغلې عسکر وايي: "د کابل نندارتون تالار د رشید لطیفي لخوا لیکل شوې او د تاجک ډایرکټر شمس قیاموف لخوا لارښود شوې ډرامې "د ژوند ماښام" سره پرانیستل شو. د نندارې د موسیقۍ ارکسټر مشري د استاد سلیم سرمست لخوا کېده، چې ۲۲ موسیقۍ غږونکو د ډرامې په بېلابېلو برخو کې موسیقي وغږوله."
په کلتور او هنر کې د نسلونو وېش
حبیبه عسکر، چې د تیاتر او سینما په برخه کې یوه مخکښه ښځه ده او د تمثیل ښه وړتیا لري، په تېرو دوو لسیزو کې یې د تیاتر په ډرامو کې د تمثیل یا په افغاني فلمونو کې د راڅرګندېدو هېڅ وړاندیز نه دی ترلاسه کړی. دا هغه خبر ده، چې کېدای شي په افغانستان کې د نسلونو له جلاوالي او هېرېدو سره تړلي وي.
اغلې عسکر له تیاتر سره د خپلې مینې په اړه وویل: "تیاتر له لیدونکو سره مستقیمه اړیکه لري. د تیاتر لوبغاړی له لیدونکو سره مخامخ په اړیکه کې دی او د دواړو خواوو ترمنځ یو قوي احساس رامنځته کېږي. دا هغه څه دي چې په سینما کې نشته.
د تیاتر په صحنه کې د یوه تمثیل تکرار ممکن نه دي، خو د سینما لوبغاړی دا فرصت لري چې صحنه بیا تکرار کړي او د کمرې پر وړاندې د خپلې تېروتنې د سمولو فرصت لري. زما په اند تیاتر، په رول کې د ژوند کولو هنراو په شېبه کې نوښت دی."