د خپل قد لوړولو عملیات: د هغې ښځې د کړاو کیسه چې دا جراحي یې کړې ده

Elaine Foo sitting on a garden wall with her legs still showing bruises from her operation.

د عکس سرچینه، Elaine Foo/Supplied

د عکس تشریح، ایلین تر جراحي عملیات وروسته له سختو دردونو او رواني کړاو ځورېږي.
    • Author, ټام براډا
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز

خبرداری: په دغه رپوټ کې ځينې داسې طبي معلومات شته چې ښايي تاسې وځوروي.

د 'ایلین‌فو' نومې ښځې پر پښو شین‌بخون داغونه د هغه جراحي عملیات نښې دي چې غوښتل یې د خپلو لینګیو د اندازې په اوږدولو سره خپله ونه یا قد لوړ کړي خو دا هر څه ګرانه ورته تمام شول.

دې ۴۹ ښځې له ۲۰۱۶ راهیسې پنځه ځلې جراحي عملیات کړي او درې ځلې یې د هډوکو 'ټرانسپلانټ' کړی چې د هډوکو د رغولو او یا اوږدولو پروسه ده. پر دې هر څه د ایلین‌فو د ژوند ټوله ګټه وټه او شتمني مصرف شوې او دا اړ شوې چې خپل جراح محکمې ته راکاږي.

که څه هم په دې هکله قانوني قضیه په تېره جولایي میاشت کې جراح ته پرته له کومې سزا ورکولو پای ته ورسېده خو ډاکټر د یوه اندازه لګښت بېرته ورګرځولو ته اړ ایستل شو.

د عملیات پر مهال یو ځل د ایلین د ورنونو په هډوکي کې یو اوسپنيز مېخ وټومبل شو او بل ځل جراحۍ داسې درد سره مخامخ کړه چې وايي، داسې مې انګېرل لکه "دننه چې سوځول کېږم او وریتېږم".

ایلین‌ وايي،‌ "دا سفر مې پر سکروټو مزل ته ورته و خو ژوندۍ پاتې شوم."

جراح یا ډاکټر یې دا نه مني چې ګواکې د هغې په درملنه کې دې یې کومه ناغېړي کړې وي او وايي چې د دغو عملیاتو له ممکنه ستونزو یې له اوله خبره کړې وه او ځينې نور مشکلات د هغې د خپلې بې پروایۍ له کبله رامنځ‌ته شوي دی.

یو رواني کېفیت؛ ایلین له خپل قده خوښه نه وه

A close-up of the scars on Elaine's left leg.

د عکس سرچینه، Elaine Foo/Supplied

د عکس تشریح، ایلین ګمان کوي چې پر 'باډي دیسمورفیا' اخته وه. دا داسې یو رواني حالت دی چې انسان پکې له خپلې ظاهري څېرې او قد و قامته رضا نه وي.

ایلین‌فو وايي چې، "په ۱۲ کلنۍ کې زه تر خپلو همځولو نجونو لوړه وم خو په ۱۴ کلنۍ کې ناڅاپه ځان تر ټولو ټيټ راښکاره شو. د وخت په تېرېدو سره د خپلې ونې لوړولو فکر راسره پيدا شو. ځکه چې د قد لوړوالی راته د ډېرې ښکلا په معنا و او داسې مې انګېرل چې د لوړ قد لرونکو ته په ژوند کې فرصتونه ډېر وئ."

ایلین زیاتوي چې کله بالغه شوه نو لا ډېره جیګې ونې ته لېواله وه او لامل یې دا و چې دا پر 'باډي دیسمورفیا' اخته وه. دا داسې یو رواني حالت دی چې انسان پکې له خپلې ظاهري څېرې او قد و قامته رضا نه وي، په اړه یې ډېر چورت وهي چې ګواکې خلکو ته به څنګه ښکاري نو ځکه کله د ذهني وضعیت دا حالت ځينو انسانانو ته "بربادوونکې" پایلې درلودلای شي.

کله چې ایلین ۲۵ کلنه شوه نو د یوه چینايي روغتون په اړه یې ولوستل چې د پښو د اوږدولو او یا د قد لوړولو جراحي کولای شي. که څه هم د دغو عملیاتو له کبله رامنځ‌ته کېدونکو خطرونو او ننګونو په اړه یې هم معلومات ورکړي وو خو ایلین بیا هم د خپل زړه ومنل او د جراحۍ کولو ته یې ملا وتړله.

دا زیاتوي، "پوهېږم چې خلک به ما ملامتوي خو زه پر هغسې رواني وضعیت اخته وم چې ځان نه شې قانع کولای چې ولې باید خپل بدن یا قد او قامت نه راضي و نه اوسم."

تر دې ۱۶ کاله وروسته ایلین په لندن کې د یوه شخصي روغتون په اړه خبره شوه چې ورته عملیات کوي.

هلته د ژان مارک ګیوشېت په نوم د هډوکو د اوږدولو یو جراح و او د همدغو عملیاتو لپاره یې یوه ځانګړې اله هم جوړه کړې وه چې 'ګیوشېت نېل" یې نومولې.

دا خوشاله وه چې جراحي یې په لندن کې کېږي او درملنه به یې خپل کور ته نږدې وشي.

ډاکټر ګیوشېت د دغو عملیاتو د خطرونو او له کبله یې اعصابو ته رسېدونکو ممکنه تاوانونو، د وینې پنډېدو، د هډوکو د نه رغېدو یا اوږدېدو احتمال په اړه له اوله پوره معلومات ورکړي وو. خو ایلین وايي، "ما په دې اړه ډېرې پلټنې کړې وې او دې هم ډاډه کړې وم چې داسې یو ډاکټر مې درملنه کوي چې خورا ډېرې پیسې اخلي نو ځکه مې تمه نه وه چې هر څه به خراب شي. زما ارمان و چې قد مې تر پنځه فوټ او دوو انچو (۱.۵۷متر) لوړ او پنځه فوټه او پنځه انچه (۱.۶۵متر) شي."

پر عملیات راغلی لګښت

Elaine in a hospital bed

د عکس سرچینه، Elaine Foo/Supplied

د عکس تشریح، ایلین تر عملیات وروسته داسې انګېرل چې ګواکې هېڅ نه دي شوي خو د دردونو او تکلیفونو کیسه تر ۹۰ دقیقو وروسته پیل شوه.

د ۲۰۱۶ کال په جولايي میاشت کې ایلین د ۵۰ زره بریتانوي پاونډو په لګښت دغه عملیات وکړ چې د نن سبا سېکړې په حساب شاوخوا څلورنیم میلیون افغانۍ کېږي.

که څه هم د قد اوږدولو عملیات ډېر عام نه دي خو د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې په ځينو شخصي روغتونونو کې کېږي. د جراحۍ څرنګوالي ته په کتو پرې له ۱۵ زرو تر ۱۵۰ زرو پاونډو لګښت راځي.

ایلین وايي، "تر عملیات وروسته مې چې سترګې وغړېدې نو ډېره خوشاله وم، داسې مې احساسول لکه هېڅه هم نه وي شوي. درد مرد مې نه درلود خو تر ۹۰ دقیقو وروسته مې په پښو کې داسې درد شو چې د زغملو نه و. داسې مې احساسول لکه د پښو هډوکو مې چې دننه اور اخیستی وي. لومړۍ ټوله شپه مې تر سهاره په چغو او ژړا تېره کړې او بېرته ویده شوې وم."

د داسې عملیاتو پر مهال خامخا درد وي ځکه چې په ورنونو کې د پښې هډوکی ماتول کېږي او د ماتو شوو دواړو غاړو تر منځ د اوسپنې غټ‌ مېخ ته ورته راډ یا مېله ټومبل کېږي چې ورسره د انسان پښې تر ټاکلې اندازې اوږدول کېږي او قد هم ورسره لوړېږي.

وروسته دواړه هډوکي سره یو ځای کېږي او تر منځ جوړه تشه هم ډکېږي.

د بریتانیا د هډوکو ناروغیو د درملنې ادارې پخوانی مشر پروفیسر همیش سمپسن وايي، "تر دې جراحۍ وروسته ښايي انسان په درو میاشتو کې جوړ شي. خو په بشپړ ډول عادي ژوند او کار روزګار ته د ورګرځېدو لپاره همدومره نور وخت هم په کار وي. پر ځينو خو ان کال ووځي."

خو تر عملیات وروسته د ایلین د دردونو سلسله پیل شوه چې ډېره ورته ځوروونکې وه.

له ډاکټر سره خپګان او نورې ستونزې

ایلین‌فو وايي، "چپه پښه مې ډېره خوږېدله. یوه شپه مې په بستره کې اړخ بدلاوه چې په بدن کې دننه مې د ټک، ټک غږ واورېد او ورسره داسې دردونه پیل شول چې له زغمه وتلي وو."

په بله ورځ چې د ایلین ایکسره وشوه نو معلومه شوه چې په ورانه کې ټومبل شوی میخ له هډوکي راوتلی دی.

A scan of Elaine's left femur showing a metal rod breaking through the bone.

د عکس سرچینه، Elaine Foo/Supplied

ایلین اندېښمنه شوه خو ډاکټر ګیوشېت ډاډ ورکړ چې، "د اندېښنې خبره نه شته، د ټپ تر رغېدو باید صبر وکړو او عملیات باید بېرته له سره وکړو."

دا هغه وخت و چې د ایلین د ښۍ پښې د اوږدولو جراحۍ وار و او اوس یې د چپې پښې د بیا عملیاتولو نېټه وټاکل شوه.

ایلین خبره وه چې پر بیا عملیات به یې لا نور لګښت هم راځي خو خوشاله وه چې ارمان به یې پوره شي.

د ۲۰۱۶ کال تر سپتمبر میاشتې د هغې د ښۍ پښې اندازه تر اووه سانتي متره اوږده شوې وه. خو هر څه سم نه وو، ځکه چې د ښۍ او چپې پښې تر منځ فرق یې ستونزې ډېرې کړې وې او ورسره یې د ملا هډوکی په کږېدو او دردونه په زیاتېدو وو.

شپږ اوونۍ وروسته په یوه ایکسرې کې معلومه شوه چې د ایلین د ښۍ پښې هډوکي غوړېدل او نښلېدل درولي دي.

A scan showing Elaine's lengthened right leg beside her unlengthened left leg.

د عکس سرچینه، Elaine Foo/Supplied

د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې یې ډاکټر په یوه بل روغتون کې د کیڼې پښې د اوږدولو بیا عملیات وکړ. تر څنګ یې د هډوکو د ودې چټکولو لپاره یوه ستن یا پېچکاري هم ورته ووهله. خو ایلین چې را په سد شوه، لا نور بد زېري یې واورېدل.

دا وايي، "ډاکټر ګیوشېت راته وویل، کله یې چې له هډوکي مېخ ایسته نو هغه مات شو. د یوه بل ناروغ مېخ ورسره و نو هغه یې د دې په پښه کې وټومبه."

ډاکټر ورته ویلي وو چې پر دې لا نور لګښت راغلی دی.

تر دې درې ورځې وروسته ایلین له خوځېدو غورځېدلې وه خو هغې غوښتل چې ژر تر ژره لندن کې خپل کور ته ځان ورسوي.

ایلین وايي چې له ډاکټر ګیوشېت سره یې خپګان زیات شو او وروسته یې داسې احساس کړل چې نور یې تر منځ د ډاکټر او ناروغ اړیکه نه شته.

اوس ایلین نه پوهېدله چې څه وکړي او له چا مرسته وغواړي.

خو بیا د ۲۰۱۷ کال په جولای کې هغې د بریتانیا د عامې روغتیا څانګې یا په (این‌اېچ‌اېس) کې د هډوکو له یوه ماهر سرجن سره مشوره وکړه.‌

هغه ورته وویل چې دا عادي عملیات نه دي او په بشپړ ډول د ښه کېدو لپاره ښايي پنځه کاله پرې تېر شي.

پښېماني

ایلین وايي چې پر لومړي ځل عملیات یې اته کاله اوښتي خو دا اوس هم د خپل قد د لوړولو جراحۍ لپاره د خپلې کړې درملنې له کبله له ورپېښې شوې جسمي او رواني ځورونې د رغېدو هڅه کوي.

ایلین زیاتوي چې اوس پر ژور خپګان او رواني اختلالونو اخته شوې او د فزیکي کارونو په کولو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي.

دا وايي، "له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۰مه زه له خلکو پټه وم، یوازې وم، بې روزګاره وم او یوې ټنګې/پیسې ته هم احتیاجه او معلوله وم."

A scan of Elaine's right femur showing a lack of bone growth after it had been lengthened.

د عکس سرچینه، Elaine Foo/Supplied

د عکس تشریح، د ایلین د ښۍ پښې ایکسره کې ښکاري چې هډوکي یې د اوسپنيز مېخ تر شاوخوا وده درولې ده.

له خپل جراح سره په محکمو کې د هغې روان څلور کلن قانوني جنګ تېره جولایي میاشت کې پای ته ورسېد. ډاکټر ګیوشېت هېڅ ډول پړه ونه منله خو ایلین ته یې یوه "مناسبه اندازه پیسې" بېرته ورکړې او قضیه پای ته ورسېده.

د دغه جراح وکیل محکمې ته ویلي چې مؤکل یې د عملیات پر مهال هېڅ ډول ناغېړي نه ده کړې او د هډوکي د ماتېدو او یا یې د ودې درېدو او ځنډېدو مسئله د "بد قسمت پایله" وبلله.

هغه پر ایلین تور پورې کړ چې ګواکې تر اندازې ډېر یې د قد او د مېخ د اوږدولو ټينګار او هڅه کړې وه او ده ته له ویلو پرته یې د ژور خپګان درمل کارول. همدا راز یې دا هم ویلي چې ناروغ ته تر جراحۍ مخکې د دغه جراحي عملیات له کبله د پیدا کېدونکو احتمالي ستونزو په اړه پوهاوی هم ورکړل شوی و.

د ډاکټر ګیوشېت وکیل پر ایلین‌فو دا تور هم لګولی چې ګواکې د تمرینونو کولو هغه سپارښتنې یې هم په ځلونو له پامه غورځولې دي چې ډاکټر ورته کړې وې.

خو ایلین دا ټولې ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي چې د ژور خپګان د لرې کولو درمل په دې جراحۍ پورې هېڅ تړاو نه لري.

ایلین ګمان کاوه چې د ډېرو پیسو په مصروفولو سره به دا خوندي و اوسي او جراحي به یې بریالۍ وي خو وروسته د مالي ستونزو تر څنګ له ګڼو نورو مشکلاتو سره هم مخامخ شوه.

دا وايي، "ما د خپل ژوند ډېر ښه کلونه له لاسه ورکړل. پوهېږم چې خلک دا اورېدل غواړي چې هو، زه پر دې جراحۍ پښېمانه یم. که نن هم څوک ما وپوښتي چې که زه خبره وای چې له دغه عملیات سره زه له دومره ستونزو سره مخ کېدلی شم نو بیا به هم ما کړي‌ وو؟ زه په پوره باور درته ویلی شم چې هېڅکله به مې نه وو کړي او ورته ویل به مې چې نه، نه، ډېره مننه، زه یې نه کوم."