د کاتولیک مسیحیانو مذهبي مشر او د اندونیزیا لوړپوړي امام په ګډه د سولې غږ وکړ

پاپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کاتولیک مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسېس اندونیزیا ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ ویلي، د جګړې د غوړولو لپاره باید له مذهبه کار وا نه اخیستل شي.

پاپ د پلازمېنې جاکارتا په استقلال جومات کې د جومات له ملا امام سره د مذهبي همغږۍ او چاپېریال ساتنې په اړه یوه اعلامیه لاسلیک کړه او د شپږو مذهبونو له ځايي مشرانو سره یې وکتل.

ټاکل شوې پاپ به د ورځې په وروستیو کې د اندونیزیا په مرکزي فوټبال لوبغالي کې شاوخوا اتیا زره کسانو ته له وینا وروسته پاپوا نیو ګیني، ختیځ تیمور او سینګاپور ته ولاړ شي.

پاپ د استقلال په جومات کې (چې په سویل ختیځه اسیا کې ترټولو لوی جومات هم بلل کېږي) وویل، د مختلفو مذهبونو خلک باید پوه شي چې "موږ ټول وروڼه یو، د ټولوعبادت کوونکو لار، تر هغه ورهاخوا چې موږ سره بېل کړي، خدای ته ده."

هغه زیاته کړه، انسانیت له یو "جدي بحران" سره مخ دی چې د جګړې، تاوتریخوالي اود چاپېریال له ویجاړیو سره مخ دی.

پاپ له هغه ۲۸ متره تونل څخه هم لیدنه وکړه چې استقلال جومات د سړک په اوږدو کېله کاتولیکې کلیسا سره نښلوي.

پاپ

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه او امام نصرالدین عمر د "دوستۍ تونل" په دروازه کې ودرېدل، چې د هغه په وینا د"فصاحت نښه" وه او څنګه د مختلفو عقایدو خلک کولای شي، خپلې ریښې سره شریکې کړي.

اندونیزیا په نړۍ کې د مسلمانانو تر ټولو لوی اکثریت لرونکی هېواد دی چې د ۲۷۵میلیونه وګړو څخه یې یوازې ۳ سلنه کاتولیکان دي.

اندونیزیا شپږ رسمي پېژندل شوي دینونه لري، اسلام، پروتستانت، کاتولیک، بودیزم،هندویزم، او کنفیوسیزم.

په اندونیزیا کې، پاپ لیدل شوی چې شاوخوا ګرځي او له خپل ویلچیر څخه خلکو ته لاس خوځوي، په داسې حال کې چې د هغه د روغتیا په اړه اندېښنې هم شته.

پاپ د چهارشنبه په ورځ د خپل درې ورځني سفر په دویمه ورځ په جاکارتا کې د دې هېواد له مخکني ولسمشر جوکو ویدودو سره هم خبرې وکړې.