د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسېس اندونیزیا ته تللی

پاپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کاتولیک مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسېس په واټیکان کې د خپلې مشرۍ تر ټولو اوږده سفر په پیل کې نن (سه شنبې) اندونیزیا ته رسېدلی. ویل شوي، نوموړی به په دغه سفر کې د مذهبونو تر منځ پر زغم ټینګار وکړي، په ځانګړې توګه په اندونیزیا کې چې د نړۍ تر ټولو ډېر مسلمان وګړي لري.

د پاپ فرانسېس الوتکه د جکارتا په نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شوه، په ګرځنده څوکۍ کې له الوتکې ښکته شو، د اندونیزیا د مذهبي چارو وزیر ورته ښه راغلاست ووایه او بیا د ارام لپاره په اندونیزیا کې د واټیکان سفارت ته ولېږدول شو.

جکارتا ته د پاپ فرانسېس د سفر یو مهم پلان د اندونیزیا په مشهور استقلال جومات کې د اسلام، بودیزم، هندوایزم، کاتولیک عیسویت او پروټېسټانټ عیسویت په ګډون د شپږو رسمي پیژندل شويو مذهبونو له استازو سره په بین المذهبي غونډه کې ګډون بلل شوی دی.

ټاکل شوې پاپ فرانسېس اندونیزیا ته د خپل سفر پر وروستۍ ورځ (پنجشنبه) د جکارتا په یوه لوبغالي کې یوې غونډې ته وینا وکړي، چې تمه کېږي له ۸۰ زرو ډېر کاتولیک مسیحیان به ګډون پکې ګډون وکړي، تر هغه وروسته به پاپوا نیو ګیني، ختیځ تیمور او سینګاپور ته ولاړ شي.

پاپ

د عکس سرچینه، EPA

د دغه ۱۲ ورځني سفر په ترڅ کې به پاپ فرانسېس نژدې ۳۳ زره کیلومتره سفر وکړي او تر ۴۰ زیاتو غونډو کې به ګډون وکړي.

اندونیزیا، دغه هېواد ته د پاپ فرانسېس د څلور ورځني سفر لپاره ټینګ امنیتي تدبیرونه نیولي او ۹۰۰۰ پوځيانو او پولیسو په ګډون یې امنیتي کسان په دنده ګومارلي دي.

د ۸۸ کلن پاپ لپاره ننګونکی سفر

پاپ فرانسېس د واټیکان دریم مشر دی، چې اندونیزیا ته سفر کوي، چې د نړۍ تر ټولو ډېر مسلمان وګړي لري.

دا سفر د پاپ فرانسېس لپاره ننګونکی بلل شوی دی، ځکه هغه په دې ډسېمبر کې ۸۸ کلن کېږي او ګڼې روغتیايي ستونزې لري.

پاپ

د عکس سرچینه، Getty Images

په دغه سفر کې به له هغه سره یو ډاکټر او دوه نرسان هم ملګري وي.

بل هېڅ یو پاپ په دې عمر کې نړیوال سفر نه دی کړی.

مخکېني پاپ بینډي‎ېکټ په ۸۵ کلنۍ کې استعفا وکړه، په داسې حال کې چې جان پاول دویم د هغه له مړینې یو کال مخکې په ۸۴ کلنۍ کې خپل وروستی بهرنی سفر کړی و.

پاپ فرانسېس، چې په ځوانۍ کې یې د سږو یوه برخه له لاسه ورکړې وه، په وروستیو کلونو کې د تنفس او خوځښت له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.