تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسلام اباد کې د شیعه ګانو جومات کې چاودنه؛ پاکستان وايي د برید په تړاو د یوه افغان په ګډون څلور کسان نیول شوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ويلي، په پلازمېنه اسلام اباد کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د ځانمرګي برید په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
محسن نقوي ادعا کړې، یو افغان وګړی چې ګومان کېږي د برید اصلي پلان جوړونکی دی هم په نیول شویو کسانو کې شامل دی.
اسلامي دولت ډلې نومې ډلې (داعشت) په اسلام اباد کې د شیعه ګانو پر جومات چې لږترلږه ۳۲ کسان په کې مړه او له ۱۶۰ زيات ټپيان شول د برید مسوولیت منلی دی.
د داعش خراسان څانګې پر ټېلېګرام کانال کې د بریدګر انځور هم خپور کړی، چې وسله یې په لاس کې ده او مخ یې پټ دی.
یادې ډلې ويلي، دا برید یې په سوريه کې د فاطميون او زينبيون ځواکونو د کړنو په غچ کې ترسره کړې دی.
فاطميون د ایران د انقلابي ګارډ د قدس ځواکونو برخه ده چې په لوه کچه په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال په کې دي. زينبيون کې بيا د پاکستان له شیعه ګانو جوړه شوې ډله ده. دا ډلې د سوريې د جګړې پر مهال د پخواني ولسمشر بشار الاسد د حکومت په ملاتړ جنګېدلې.
پاکستان کې امنیتي سرچینې وايي، تر دغه برید وروسته د خیبرپښتونخوا نوښار (نوشهره) کې د ځانمرګي بریدګر د اسانچارو نیولو لپاره د ترسره شویو عملیاتو پر مهال وسلهواله نښته کې هم مرګژوبله اوښتې ده.
دغه عملیات د استخباراتي معالوماتو پر بنسټ د نوښار په حکیم اباد سیمه کې شوي دي او په نښته کې د پولیسو د یوه افسر او یوه وسلهوال کس د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
پولیسو ویلي، چې درې مشکوک کسان نیول شوي هم دي.
هممهاله له پېښوره هم د اسلام اباد برید کې د ښکېلو کسانو او د هغوی د اسانچارو نیولو لپاره د چاپو رپوټونه ترلاسه شوي دي.
اسلام اباد کې د شعیهګانو پر جومات د تېرې ورځې برید په ۲۰۰۸ کال دغه ښار کې پر ماریوت هوټل له موټربم برید راوروسته، چې شاوخوا ۶۰ کسان پکې وژل شوي وو، تر ټولو خونړی برید بلل شوی.
د یادونې ده چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تر دغه برید وروسته ادعا کړې وه، چې هند او افغانستان پکې لاس لري.
هغه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي پیغام کې ادعا کړې چې، دا خبره ''ثابته شوې'' ده چې بریدګر افغانستان ته تللی او بېرته راغلی و او دا چې ''د هند او افغانستان ترمنځ همکاري رابرسېره کېږي''.
خو کابل او نوي ډيلي دواړو په اسلام اباد کې دا برید غندلی دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خواجه اصف څرګندونې ''د خواشینۍ وړ'' وبللې او په وینا یې پاکستاني وزیر ''له کوم کره ثبوت پرته په بیړه هڅه کړې چې دا پېښه افغانستان ته منسوبه کړي''.
د طالبانو حکومت دفاع وزارت د خواجه اصف څرګندونو ته په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې ویلي، "د تېر په څېر د پاکستان د دفاع وزیر سمدستي او په غیر مسؤولانه ډول دا پېښه افغانستان ته منسوب کړه."
په اعلامیه کې ویل شوي، "د پاکستان چارواکو د بلوچستان او نورو پېښو په اړه هم همداسې په پټو سترګو افغانستان ته ګوته نیولي وه."
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، "د افغانستان حکومت اسلامي ارزښتونو ته ژمن دی او هېڅکله د بېګناه انسانانو وژل او ځورول د سیاسي موخو لپاره جایز نه بولي او نه هم د دا ډول ناروا کړنو ترسره کوونکو ملاتړ کوي."
هغه لیکلي "یو ځل بیا یادونه کوو چې دغه څرګندونې او پر افغانستان یې تور پورې کول هېڅ ډول منطق او بنیاد نه لري او په داسې عجولانه اظهاراتو سره نه په امنیتي ناکامي پرده اچولای شي او نه ستونزې حلولای شي."
د هند بهرنیو چارو وزارت هم یوه بیان کې ویلي، "د خواشینۍ خبره ده چې پاکستان په ځيرکتیا سره د خپلو ټولنیزو ستونزو د هوارولو پر ځای، د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر نورو ور اچوي او [په دې توګه] ځان تېرباسي."
د داعش-خراسان زیاتېدونکی ګواښ
د داعش خراسان څانګې د دوی پر اړوند اعماق خبري اژانس خپاره کړي بیان کې ادعا کړې چې په اسلاماباد کې د شعیهګانو پر جومات برید کې یې له ۲۰۰ ډېرو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
دې ډلې خپله اعلامیه کې د زینبیون او فاطمیون ملیشو یادونه هم کړې ده، چې ادعا کېږي افغان او پاکستاني شعیهګانو پکې سوریه کې د ایران په ملاتړ د داعش خلاف جګړه کې برخه درلوده.
د یادونې ده چې داعش ډلې همدا تېره میاشت "د جنورۍ ۱۹مه" کابل کې د چینايي خوړو پر یوه هوټل د ځانمرګي برید مسوولیت هم منلی و، چې اووه کسان پکې ووژل شول.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره چهارشنبه (د فبرورۍ ۴مه) د نړۍ بېلابېلو برخو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې له اړخه د راټوکېدونکو ګواښونو او د هغوی د مخنیوي پر لارو چارو بحث لپاره غونډه جوړه کړې وه.
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد کمیټې اجراییوي رییسې ناتالیا ګېرمن دې غونډې ته وویل، تېرو شپږو میاشتو ښودلې چې "داعش په ټوله نړۍ کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي" چې ویجاړونکې اغېزې لري.
په دې غونډه کې د داعش خراسان څانګه، چې تر ډېره افغانستان او پاکستان کې فعاله ده، ټولې سیمې او نړۍ ته "جدي خطر" وبلل شو.
اسلام اباد ادعا کوي چې د اسلامي دولت-خراسان څانګه هم د القاعده، ټيټيپي او څو نورو بهرنیو ډلو په څېر له افغانستانه فعالیت کوي.
خو د طالبانو حکومت بیا وایي، هېڅ بهرنۍ او خپل سرې ډله افغانستان کې نشته.
دوی ادعا کوي چې دغه ډله یې په افغانستان کې ځپلې او اوس یې مرکزونه پاکستان ته لېږدېدلي دي.