تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مالیزیا پر یوه لویه لار د شخصي الوتکې ټکر ۱۰ تنه وژلي
د مالیزیا پولیس وايي یوه شخصي جیټ الوتکه ددې هېواد په یوه لویه لار کې له یوه موتر او یوه موټر سایکل سره ټکر شوې، چې لږ تر لږه ۱۰ تنه یې وژلي دي.
په الوتکه کې ټول اته کسان او د دوو موټرو چلوونکي وژل شوي دي.
جیټ الوکته د اور اخیستو لمبو کې وسوځېده او وېډیوګانو کې د پېښې له ځایه تور لوګی پورته کېده.
جیټ الوتکه د لانګکاوي له ټاپو نه د پلازمېنې کولالمپور لوېدیځ سیلانګور ته روانه وه.
چارواکو ویلي، دې بیچکرافټ ۳۹۰ ډوله جیټ د پنجشنبې په ورځ تر سقوې مخکې د هوايي ترافیک کنټرول له برج سره اړیکه پرې کړې ده.
حسین عمر خان وویل، "هېڅ بېړنی تماس نه و، الوتکې ته پر ځمکه د کېناستو اجازه ورکړل شوې وه."
د هوايي چلن چارواکو د اعلامیې له مخې، یو ځايي سیاستوال هم الوتکه کې سپور و.
پیلوټ شهرال کمال روسلان د خپلې مېرمنې او څلورو زامنو په مټ ژوندی پاتې شوی.
له روغتون بهر، د ښاغلي شهرول ۶۷ کلنې مور ماهانوم چې سترګو کې یې اوښکې وې، ځایي رسنیو ته وویل کله چې دوی وروستۍ خبرې وکړې، زوی یې ورته وویل: "مورې، زه درسره مینه لرم."
د مالیزیا د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې الوتکې ته د کېناستو اجازه ورکړل شوې وه او دواړه پیلوټان یې تجربه لرونکي کسان وو.
څیړونکي د الوتکې د تور بکس یا د الوتنې ډیټا ریکارډر پر موندلو کار کوي.
ښاغلي لوک وویل: "د اوس لپاره موږ نشو ویلای چې د غورځېدو لامل څه و؛ ځکه چې لا هم پلټنې روانې دي."
یوه عیني شاهد – چې په سیمه کې یې د انجنیر په توګه کار کاوه، رویټرز خبري اژانس ته وویل، کله چې یې د چاودنې غږ واورېد، د پېښې ځای ته ولاړ ژوبل شوي کسان یې په خپلو سترګو ولیدل.
د مالیزیا د هوايي ځواک پخواني غړي محمد سیاهمي محمد هاشم AFP ته وویل، الوتکه یې ولیده چې ګډوډه روانه وه.
هغه وويل: "وروسته ما يو لوړ غږ واورېد. د پېښې ځای ته ګړندی شوم او د الوتکې پاتې شوني مې ولیدل. ما هېڅ نه شوای کولی."