تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بایډن له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته لومړۍ وینا کې پر ټرمپ لفظي بریدونه وکړل
جو بایډن له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته خپله لومړۍ عمومي وینا د ټرمپ ادارې د هوساینې پر پالیسیو نیوکه وکړه.
د امریکا پخواني ولسمشر په شیکاګو کې یوې غونډې ته وویل، حکومت د ټولنیز امنیت سیستم سره دښمنۍ ته مټې رانغښتې، چې ډونلډ ټرمپ او ایلان مسک پکې د درغلیو د موجودیت ادعا کوي.
مسک د ټرمپ په اداره کې د لګښتونو د کمولو هڅو مشري کوي.
د ټرمپ حکومت غواړي په هغه اداره کې کارکوونکي کم کړي چې په کال کې یو اعشاریه ۶ ټریلیون ډالر پر ټولنیزو پروګرامونو لګوي.
بایډن خپله وینا کې د ټرمپ نوم وانخیست، خو ویې ویل: "له ۱۰۰ ورځو په کمه موده کې، دې نوې ادارې ډېر زیان او ډېره ویجاړي اړولې ده."
هغه د ټولنیز امنیت تامین "سپېڅلې ژمنه" وبلله او زیاته یې کړه: "موږ پوهېږو چې ټولنیز امنیت د خلکو ژوند ته څومره اهمیت لري. "
بایډن چې د معلولیت حقونو په تړاو یوه غونډه کې یې خبرې کولې، له سپینې ماڼۍ څخه د وتلو یا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه څه ونه ویل.
د ټولنیز امنیت اداره (SSA) په متحدو ایالتونو کې هغو خلکو لپاره چې تقاعد شوي یا د معلولیت له امله کار نه شي کولی، بنسټیز عاید چمتو کوي. دغه پروګرام شاوخوا ۶۷ میلیونه امریکایان، چې لویه برخه یې د زاړه منګ خلک دي، پوښي.
دیموکرات سیاستوال په بیا بیا د ټرمپ اداره تورنوي چې ګوندې د ټولنیز امنیت تامین کې د پراخ کمښت راوستلو پلان لري.
د ایلان مسک په مشرۍ د حکومت د موثریت په نوم اداره له فبرورۍ راهیسې د ټولنیز امنیت اداره کې تنقیض راولي چې هدف یې د ۷۰۰۰ دندو راکمول دي. دا د دې ادارې د ټولو کارمنانو شاوخوا ۱۰ سلنه جوړوي.
مسک د ټولنیز امنیت اداره (SSA) د درغلۍ تر ټولو لوی پروګرام بللی دی.
تر دې مخکې ټرمپ ویلي و هوډ لري چې د غیر قانوني کډوالو لخوا د ټولنیز امنیت جعلي غوښتنې او د هغه تامین هدف وګرځوي او دا چې په دغه پروګرام کې له یوه سره کمښت نه راولي.
هغه د سې شنبې پر ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې غیرقانوني کډوال او "نور غیر مستحق خلک" د ټولنیز امنیت له تامین او ترلاسه کولو منع کوي.
د ټرمپ د رسنیو مسوولې کارولین لیویټ په شیکاګو کې د بایډن تر وینا مخکې ویلي وو، ولسمشر د "قانون منونکو مالیه ورکونکو امریکایي اتباعو او مشرانو" لپاره د دولتي مرستو د خوندي کولو په تړاو "په بشپړ ډول ډاډمن" دی.
هغې زیاته کړه: "هغه به تل دغه پروګرام وساتي. "
د ټولنیز امنیت اداره چې اوس د ټرمپ لخوا د ټاکل شوي کس لخوا کنټرولېږي، پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي چې بایډن د شیکاګو د وینا پرمهال "دروغ" وویل.
جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د دندې له پرېښودلو راوروسته عام محضر کې نسبتا کم کتل شوی. هغه په فبرورۍ کې د پنځوونکو هنروالو بنسټ په نوم د لاس انجلس د استعدادونو له یوې ادارې چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ یې د ده استازیتوب کاوه، لاسلیک وکړ.
د یادونې ده چې بل پخواني دیموکرات ولسمشر بارک اوباما هم د سې شنبې پر ورځ د ټرمپ پر ادارې نیوکه کړې وه.
هغه د اېکس په یوه پیغام کې ویلي وو، هارورډ پوهنتون لپاره له ۲ میلیارد ډالرو څخه د زیاتې فدرالي بودیجې د کنګلولو پرېکړه "غیر قانوني" او ناوړه ده.