بایډن له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته لومړۍ وینا کې پر ټرمپ لفظي بریدونه وکړل

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

جو بایډن له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته خپله لومړۍ عمومي وینا د ټرمپ ادارې د هوساینې پر پالیسیو نیوکه وکړه.

د امریکا پخواني ولسمشر په شیکاګو کې یوې غونډې ته وویل، حکومت د ټولنیز امنیت سیستم سره دښمنۍ ته مټې رانغښتې، چې ډونلډ ټرمپ او ایلان مسک پکې د درغلیو د موجودیت ادعا کوي.

مسک د ټرمپ په اداره کې د لګښتونو د کمولو هڅو مشري‌ کوي.

د ټرمپ‌ حکومت غواړي په هغه اداره کې کارکوونکي کم کړي چې په کال کې یو اعشاریه ۶ ټریلیون ډالر پر ټولنیزو پروګرامونو لګوي.

بایډن خپله وینا کې د ټرمپ نوم وانخیست، خو ویې ویل: "له ۱۰۰ ورځو په کمه موده کې، دې نوې ادارې ډېر زیان او ډېره ویجاړي اړولې ده."

هغه د ټولنیز امنیت تامین "سپېڅلې ژمنه" وبلله او زیاته یې کړه: "موږ پوهېږو چې ټولنیز امنیت د خلکو ژوند ته څومره اهمیت لري. "

بایډن چې د معلولیت حقونو په تړاو یوه غونډه کې یې خبرې کولې، له سپینې ماڼۍ څخه د وتلو یا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه څه ونه ویل.

د ټولنیز امنیت اداره (SSA) په متحدو ایالتونو کې هغو خلکو لپاره چې تقاعد شوي یا د معلولیت له امله کار نه شي کولی، بنسټیز عاید چمتو کوي. دغه پروګرام شاوخوا ۶۷ میلیونه امریکایان، چې لویه برخه یې د زاړه منګ خلک دي، پوښي.

دیموکرات سیاستوال په بیا بیا د ټرمپ اداره تورنوي چې ګوندې د ټولنیز امنیت تامین کې د پراخ کمښت راوستلو پلان لري.

د ایلان مسک په مشرۍ د حکومت د موثریت په نوم اداره له فبرورۍ راهیسې د ټولنیز امنیت اداره کې تنقیض راولي چې هدف یې د ۷۰۰۰ دندو راکمول دي. دا د دې ادارې د ټولو کارمنانو شاوخوا ۱۰ سلنه جوړوي.

مسک د ټولنیز امنیت اداره (SSA) د درغلۍ تر ټولو لوی پروګرام بللی دی.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ایلان مسک د ډونلډ ټرمپ اداره کې د حکومت د موثریت ادارې مشر دی

تر دې مخکې ټرمپ ویلي و هوډ لري چې د غیر قانوني کډوالو لخوا د ټولنیز امنیت جعلي غوښتنې او د هغه تامین هدف وګرځوي او دا چې په دغه پروګرام کې له یوه سره کمښت نه راولي.

هغه د سې شنبې پر ورځ یو فرمان لاسلیک کړ چې غیرقانوني کډوال او "نور غیر مستحق خلک" د ټولنیز امنیت له تامین او ترلاسه کولو منع کوي.

د ټرمپ د رسنیو مسوولې کارولین لیویټ په شیکاګو کې د بایډن تر وینا مخکې ویلي وو، ولسمشر د "قانون منونکو مالیه ورکونکو امریکایي اتباعو او مشرانو" لپاره د دولتي‌ مرستو د خوندي کولو په تړاو "په بشپړ ډول ډاډمن" دی.

هغې زیاته کړه: "هغه به تل دغه پروګرام وساتي. "

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ‌ ویلي‌ اړمنو سره دولتي مرستې له یوه سره نه کموي

د ټولنیز امنیت اداره چې اوس د ټرمپ لخوا د ټاکل شوي کس لخوا کنټرولېږي، پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي چې بایډن د شیکاګو د وینا پرمهال "دروغ" وویل.

جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د دندې له پرېښودلو راوروسته عام محضر کې نسبتا کم کتل شوی.‌ هغه په فبرورۍ کې د پنځوونکو هنروالو بنسټ په نوم د لاس انجلس د استعدادونو له یوې ادارې چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ یې د ده استازیتوب کاوه، لاسلیک وکړ.

د یادونې ده چې بل پخواني دیموکرات ولسمشر بارک اوباما هم د سې شنبې پر ورځ د ټرمپ پر ادارې نیوکه کړې وه.‌

هغه د اېکس په یوه پیغام کې ویلي وو، هارورډ پوهنتون لپاره له ۲ میلیارد ډالرو څخه د زیاتې فدرالي بودیجې د کنګلولو پرېکړه "غیر قانوني" او ناوړه ده.