د میانمار د پوځ تر کنټرول لاندې پلازمېنه باندې ډرون بریدونه شوي

ډرون

د عکس سرچینه، Getty Images

میانمار یا برما کې اپوزیسیون وايي چې د دغه هېواد په پلازمېنه 'نای‌ پیډاو' کې یې پر پوځي اهدافو د پراخو ډرون بریدونو امر کړی دی.‌

د ملي یووالي حکومت "اېن‌یو‌جي" ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې هوايي‌ ډګر،‌ د هوايي‌ ځواک اډه او پوځي ‌مرکزونه د ۲۹ ډرونونو په وسیله هدف ګرځېدلي.

اېن یو جي یوه اعلامیه کې ویلي، "په همغږه او هممهاله ډرون عملیاتو کې پوځي‌ مرکزونه...‌ او الار هوايي‌ اډه واړه په نښه شول."

خو د میانمار پوځ بیا د بي‌بي‌سي برما څانګې ته ویلي، ۷ ډرونونه یې هوا کې ویشتلي او یوازې یو د هوايي ډګر په ځغاستلیکه چاودېدلی دی.

اېن‌یو‌جي د میانمار د منتخب حکومت استازولي کوي چې په ۲۰۲۱ کال پوځي کودتا کې راوپرځول شو.

د برما پوځ پر واک له ولکې راوروسته په کور دننه د وسله والو یاغیانو له بریدونو او جګړې سره مخامخ دی.‌

ملګري ملتونه وايي په دې جګړه کې تر دې دمه زرګونه کسان وژل شوي او شاوخوا ۲ اعشاریه ۶ میلیونه نور بې ځایه شوي دي.‌

د رپوټونو له مخې د وسله وال مقاومت ډلو په وروستیو میاشتو کې خپل بریدونه پام وړ ډېر کړي او پراخې سیمې یې تر کنټرول لاندې راوستې دي.

د ملي یووالي حکومت مرستیال مګ‌مګ سوې بي‌بي‌سي‌ ته ویلي چې د ډرون دغه تازه بریدونه یې له بېلابېلو دفاعي ډلو سره په همغږۍ پلان او ترسره کړي دي.‌