امریکا؛ هوا کې له الوتکې د دروازې له لوېدو وروسته د بوینګ ګڼې الوتکې له الوتنو راوګرځول شوې

امریکا

د عکس سرچینه، REUTERS

د امریکا د الوتنو تنظیم ادارې تر هغې وروسته دغه هېواد کې د یو شمېر بوینګ ۷۳۷ مکس ۹ مساپر وړونکو جټ الوتکو د ناستې امر کړی، چې د جمعې پر ورځ د الاسکا هوايي شرکت له همدې ماډل یوې الوتکې په هوا کې د بدنې یوه برخه (دروازه) جلا شوه.

دغه الوتکه له اوریګان ایالته الوتې وه او تر دې پېښې وروسته بېړنۍ ناستې ته اړوته.

د الوتنې د څار مالومات ښيي، چې د الاسکا هوايي شرکت دغه الوتکه ۱۶ زره فوټو(۴۸۷۶مترو) ارتفاع ته رسېدلې وه، چې له دې پېښې سره مخامخ او بېرته ناستې اړ شوه.

په دې الوتکه کې ۱۷۷ مساپر او د عملې غړي سپاره وو او د اوریګان له پورتلنډ ښاره د کلیفورنیا اوتاریو ته روانه وه.

یونایټډ هوايي شرکت ويلي د الوتنو د تنظیم ادارې له سپارښتنې وروسته یې خپلې یو شمېر بوینګ ۷۳۷ مکس ۹ الوتکې معاینه کړې دي.

دغه شرکت په یوه اعلامیه کې زیاته کړې چې له الوتنو د دغو الوتکو د راګرځول کېدو له کبله د شنبې پر ورځ څه نا څه ۶۰ الوتنې لغوه شوې.

تر دې مخکې د متحدو ایالتونو د الوتنو د تنظیم ادارې اعلان کړی و چې امریکايي هوايي شرکتونو ته به دغه هېواد کې د مشخص شمېر بوینګ ۷۳۷ مکس ۹ الوتکو د لنډمهاله ناستې امر وکړي.

دې ادارې زیاته کړې چې د هرې الوتکې معاینه به تر ۸ ساعتونو وخت واخلي.

Flight

د عکس سرچینه، ELIZABETH/CBS NEWS

هممهاله ترکش هوايي شرکت هم خپلې همدا ماډل ۵ الوتکې د څېړنې لپاره ورغوښتې دي.

د امریکا د ترانسپورت د خوندیتابه ملي بورډ مشرې جنېفر هومېنډي ویلي "موږ ډېرډېر نیکمرغه یو چې دا هر څه له دې پر ستره غمیزه وانه وښتل."

نوموړې زیاته کړې، باور دا دی چې له الوتکې جلا شوې دروازه د پورتلنډ په "سېدار هېلز" سیمه کې پرېوتې او که څوک یې په اړه مالومات لري، نو ځايي پولیسو سره دې اړیکه ونیسي.

په بریتانیا کې د ملکي هوايي چلن ادارې تایید کړې چې دغه هېواد کې هېڅ یوه بوینګ ۷۳۷ مکس ۹ الوتکه راجستر نه ده.

د اېوین سمېت په نوم یو مساپر وايي دوی د الوتکې د شاتنې برخې کیڼې خوا ته یو لوړ غږ واورېد او ورپسې د اکسیجن ماسکونه را وځړېدل.

دی زیاتوي چې د هوا د فشار له کبله له یوه ماشوم جامې ووتلې او مور کلکه غېږ ترې تاو کړې وه، چې پخپله له الوتکې بهر ونه وځي.

Flight

د عکس سرچینه، REUTERS

بوینګ کمپنۍ یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د الوتنو د تنظیم ادارې د پرېکړې ملاتړ کوي.

دغه شرکت زیاته کړې چې د ترانسپورت د خوندیتابه ملي بورډ سره د الاسکا هوايي شرکت د دې پېښې په اړه څېړنو کې هم همکاري کوي.

۷۳۷ د بوینګ تر ټولو ښه پلورل شوې ماډل الوتکې دي، خو په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د غورځېدو له کبله د شاوخوا ۲ کلونو لپاره له الوتنې راګرځول شوې وې.