د دوحې درېیمه ناسته؛ د طالبانو حکومت د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی ور استوي

افغانستان

د عکس سرچینه، TALIBAN

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ډاګه کړې چې د دوی د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یوه پلاوی د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي.

په پام کې ده د دوحې درېیمه غونډه، چې دوه ورځې به دوام کوي، د روانې جون میاشتې پر ۳۰مه پیل او د جولای پر لومړۍ به پای ته ورسېږي.

تر اوسه مالومه نه وه چې په دغه ناست کې به د طالبانو حکومت په استازیتوب څوک ګډون کوي.

اوس د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، پرېکړه یې کړې چې په دې ناسته کې به د "ذبيح‌الله مجاهد په مشرۍ" پلاوی برخه اخلي.

ملګري ملتونه وايي، د دوحې غونډو یوه مهمه موخه دا ده چې افغانستان بېرته له نړیوالې ټولنې سره یو ځای کړي او د طالبانو له حکومت سره د "تعامل لپاره" د سیمې او مهمو هېوادونو تر منځ همغږي پیدا کړي.

دا د ۲۰۲۳ کال له مې میاشت راهیسې د افغانستان په تړاو د خپلې بڼې درېیمه ناسته ده.

طالبان د دې لړۍ لومړۍ غونډې ته نه وو وربلل شوي او په دویمه کې یې د ملګرو ملتونو له بلنې سره سره ګډون ونه کړ.

د طالبانو حکومت ټینګار کوي، چې په دې ناسته کې پر مالي، اقتصادي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پر هڅو او لارو چارو بحث کېږي.

تېره میاشت د طالبانو بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي و، د دوحې درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرطونه لري.

"د نجونو پر ښوونځيو او ټولګډوني حکومت بحث نه کول"

د دغې سرچینې په ټکو، د طالبانو حکومت نه غواړي چې د دوحې درېیمه غونډه کې د نجونو پر ښوونځيو، ټولګډوني حکومت او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي پر ټاکلو بحثونه وشي.

طالب چارواکي ادعا کوي چې د نجونو پر زده کړو بندیز یې لنډمهالی او حکومت کې یې هم "د هر قوم خلک شته."

خو اوس څه باندې ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو را ګرځول شوې او نړیواله ټولنه تل له طالبانو غواړي داسې حکومت جوړ کړي چې د ښځو په ګډون پکې ټول د خلکو استازولي وکړای شي.

نېوکې څه دي؟

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګرو ملتونو منلې، په هغه عمومي غونډه کې چې طالب استازي په کې ګډون کوي، د مدني فعالانو او ښځو استازې به په کې برخه نه اخلي.

د دغې پرېکړې پر ضد ګڼو مدني فعالانو اعتراضونه کړي او له ملګرو ملتونو غوښتي چې دا پرېکړه بېرته واخلي.

تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، د دوحې درېیمې غونډې ته ښځې بلل شوې خو له دې په څنګ تېره شوه چې په څه ډول غونډو کې به ګډون کوي.

هممهاله، په ویانا کې د طالبانو حکومت ځینو مهمو راټولو شویو مخالفو څېرو هم اندېښنه په ډاګه کړې چې ولې د دوحې غونډې ته د طالبانو له حکومت پرته نورې سیاسي ډلې نه دي بلل شوې.

محمد محقق چې د دغې ناستې ګډونوال دی، بي‌بي‌سي ته ویلي، په دوحه کې راتلونکې جوړېدونکې ناسته دوی ته د منلو نه ده.

نوموړي دغې ناستې ته د مدني فعالانو او ښځو نه بلل "غیر منطقي" بللې دي.