د دوحې په ناسته کې له طالبانو سره د هر ډول تعامل په تړاو د بېلابېلو سیاسي ډلو مخالفت

ی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د غونډې مشري د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش کوي

له افغانستانه بهر یو شمېر ګوندونو، سیاسي ټلوالو او د معترضو ښځو بنسټونو په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راتلونکې ناستې په اړه ګډه اعلامیه خپره کړې.

د طالبانو مخالفو ډلو دې غونډه کې د طالبانو له ګډون سره مخالفت کړی او غوښتنه کوي چې په ناسته کې باید ټولو سیاسي اړخونو ته برخه ورکړل شي.

د سیاسي ډلو دا اعلامیه وایي:" په دې (ناسته) سره دې د یوه پراخ ملي بهیر له لارې د خلکو د رایو پر بنسټ د یوه قانوني دولت رامنځته کولو ته لاره هواره کړي."

پنځلسو مخالفو ډلو د دوحې غونډه کې د طالبانو د ګډون غندنه کړې او دا یې داسې ګام بللی چې طالبان لا هڅوي چې د دوی په وینا د "بشري حقونو ضد کړنو " ته نه یوازې دوام ورکړي، بلکې لا یې پراخې کړي.

دوی د بېلګې په توګه له ښځو سره توپیري چلن، افغانستان کې د ترهګریزو ډلو فعالیتونه، ناقانونه نیونو او ربړونو یادونه کړې ده.

دغه اعلامیه کې د افغانستان کشالې په سوله ییز حل ټینګار شوی.

ی

د عکس سرچینه، SM

اعلامیه کې د دوحې غونډې بریالیتوب د خلکو د ګټو پام کې نیولو سره تړلی بلل شوی او ټينګار شوی چې نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره له هر ډول دپلوماتیک او سیاسي تعامله لاس واخلي.

د حکومت په رسمیت پېژندنه د طالبانو یوه بنسټیزه غوښتنه ده چې له نړیوالې ټولنې یې لري، خو تر اوسه چې د طالبانو د واکمنۍ دوه نیم کاله تېر شوي هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د دوحې دویمه ناسته راتلونکې یکشنبه د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۸ نېټه پیلېږي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

د غونډې مشري د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش کوي او د افغانستان لپاره د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو او د افغان ښځو استازي به په کې برخه ولري.

د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل څرنګوالی او د یوه ځانګړي استازي ټاکل د دې غونډې د اجنډا له مهمو برخو یوه ده.

دا نوی استازی به دنده ولري چې د بین الافغاني خبرو لپاره هلې ځلې وکړي.

طالبانو بیا له وړاندې د دې نوي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی او وایي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سیاسي استازي پرته د بل کس ټاکل اړین نه دي.

d

د عکس سرچینه، Getty Images

بل خوا د پخوانيو افغان امنيتي ځواکونو اړوند د ملي او مسلکي پوځیانو له خوا هم دې ناستې ته یو پرانیستی لیک استول شوی دی.

دوی د افغانستان د روانو ستونزو حل د ملګرو متلونو په پرېکنده او عملي پرېکړو پورې تړلي او زیاتوي ملګرو ملتونو په خپلو وروستیو رپوټونو کې د افغانستان په تړاو ځینې مهم حقایق په ډاګه کړي دي.

دوی هم د افغانستان د ستونزې په سوله ییز حل ټینګار کړی خو وایې که اړتیا پېښه شي نو د افغانستان ملي او مسلکي پوځیان د دوي په ټکو " د هېواد او خلکو ژغورلو لپاره" هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

طالبانو ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي که شرطونو ته یې پاملرنه و نه شي ، نو دوحه کې د افغانستان په تړاو کېدونکې ناسته کې به ګډون و نه کړي. طالبانو لا د خپلو شرایطو په تړاو ډېر وضاحت نه دی ورکړی.

له دې مخکې د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي، د روسیې له سفیر سره په کتنه کې ویلي، که د دوحې په ناسته کې د دوی پلاوي ته له ملګرو ملتونو سره په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د مانا لرونکو خبرو زمینه برابره شي، نو دا به یو ښه فرصت وي.