د طالبانو حکومت وايي که شرطونه يې ونه منل شي، د دوحې په غونده کې ګډون نه کوي

د عکس سرچینه، ANTALYDF
- Author, پاينده څرګند
- دنده, بي بي سي
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي که شرطونو ته یې پاملرنه ونشي نو دوحه کې د افغانستان په تړاو کېدونکې ناسته کې به ګډون ونکړي. طالبانو لا د خپلو شرایطو په تړاو ډېر وضاحت نه دی ورکړی.
د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي، د روسیې له سفیر سره په کتنه کې ویلي که د دوحې په ناسته کې د دوی پلاوي ته له ملګرو ملتونو سره په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د مانا داره خبرو زمینه برابره شي نو دا به یو ښه فرصت وي.
ټاکل شوې افغانستان لپاره د هېوادونو د استازو دا ناسته راتلونکو دریو ورځو کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ، د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړه شي.
سې شنبې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ملا امیرخان متقي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په کتنه کې د احتمالي ګډون شرایط لږ روښانه کړي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل پر اېکس له ښاغلي متقي نقل قول کړی چې، که د دوحې په ناسته کې د دوی او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معناداره سلا مشورو فرصت برابرېږي او په وینا یې، دوی وکړای شي د افغانستان د استازیتوب مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړي، یو ښه فرصت دی. که نه ګډون نه کوي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم ویلي چې طالبان د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره دوه شرطونه لري، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د عکس سرچینه، MOFA/ُTALIBAN
کابو یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون کابل ته د خپل څلور ورځني سفر پایله کې ویلي وو چې د طالبانو چارسمبالو وزیرانو د دوحې غونډې او د دوی د ګډون په اړه ورته ویلي، چې د پلاوي پر جوړښت خبرې روانې دي او په دوحه کې د غونډې د بڼې او بهير په اړه د ځینو وضاحتونو په پام کې نیولو سره به پرېکړه وشي.
بل لور ته په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالتونو د دوحې په ناسته کې د خپلو دوو استازو ګډون تایید کړی دی، یو ځل بیا یې د طالبانو ځینو تګلارو ته د نيوکې ګوته نیولې.
د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او د افغانستان بشري حقونو او ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري به د امریکا په استازولۍ د دوحې ناسته کې ګډون وکړي.
خو د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته ویلي "که طالبان غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي، باید په خپلو ژمنو عمل وکړي."
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "د طالبانو په اړه یې سیاست نه دی بدل شوی" او په وینا یې دوی باید د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي.
په غبرګون کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په لغمان ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، نړۍ له دوی سره له تعامل پرته بله لار نه لري.
ده ویلي "له موږ پرته بل څوک دا ضمانت نړۍ ته نشي ورکولی چې د افغانستان خاوره به د چا په ضد نه کارېږي."
د هغه اشاره په ښکاره د نړۍ هغو اندېښنو ته وه چې د افغانستان په خاوره کې لا هم ځینې اورپکي شته.

همماله د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمیټې اعلان کړی چې پنجشنبه به د زلمي خلیلزاد په شتون کې د بایډن ادارې له لوري د دوحې تړون د نه پلی کېدو پر څرنګوالي غونډه کوي.
یادې کمیټې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د دوحې د تړون جوړوونکی بلل کېږي، سپیناوی ورکوي.
د بشر حقونو ملاتړو ډلو بیا په یوه پرانیستي لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې، د افغانستان په اړه د دوحې راتلوتکې غونډه کې د افغان مېرمنو د پراخ ګډون ډاډ ورکړي.
که څه هم ملګرو ملتونو ویلي، دوحه کې د ا فغانستان په اړه غونډې ته د افغان مېرمنو استازې بلل شوي، خو د بشري او د ښځو د حقونو د لسو ملاتړو ډلو پرانستي لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش بیا هم پر دې غوښتنې ټینګار کړی دی.
دوی غوښتنه کړی چې، دې غونډه کې دې د بشرې حقونو ملاتړې، د سولې فعالانې، معترضې مېرمنې، د قومونو استازي او د نورو ګوښی کړل شویو ډلو استازي وبلل شي.











