تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په بند کې مینه: د طالبانو له زندانه پټ زنګونه
کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، نړیوالو د ګډوډۍ داسې صحنې هم ولیدې چې ګڼ شمېر افغانان د تېښتې په هڅه کې د هوايي ډګر پر لور روان وو.
بل لور د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې د امریکايي ځواکونو د طبي پرسونل یوه کارکوونکي سرتېري روف ساپي پټه هڅه پیل کړه، هڅه یې دا وه چې له هغو ملګرو او همکارانو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې ایسار پاتې وو او له هغه ځایه یې وباسي.
ده هېڅکله داسې ګومان نه وکړی، چې په دې پروسه کې به مینه هم ومومي او دا چې افغانستان کې زېږېدلی یو مسلمان ځوان به له یوې یهودې نجلۍ سره له ټولو کلتوري او مذهبي توپیرونو سره سره مینه وکړي. دی وايي:
''لومړي سر کې مې له یوه کس سره د مرستې هڅه پیل کړه، بیا له بل سره او بیا له بل سره او وروسته دا ناڅاپه په یوه طرح بدله شوه. هلته په افغانستان کې سلګونه کسان په دې هڅو بوخت وو او دلته واشنګټن کې موږ لسګونو کسانو ورته کار کاوه.''
ساپی چې د کډوالو په یوه پنډغالي کې زېږېدلی او د زلمیتوب په کلونو کې امریکا ته کډوال شوی وايي، د ژغورنې په داسې بهیر کې ښکېل شو، چې د ده په ژوند کې یې هېڅ مخینه نه لرله.
په همدې ترڅ کې چې دی له فشار او ګډوډیو سره مخامخ و، له سامي کېنولډ سره یې وپېژندل. سامي په نیویارک کې د تیاتر ډایرکټره وه او هغه مهال یې غوښتل په کابل کې د یوې ملګرې کورنۍ له افغانستانه وباسي.
دغه نجلۍ وايي، ''په ټلویزیون کې مې د ساپي او د ده د همکارانو په هکله یو رپوټ ولید. هغه ته مې د مرستې لپاره پیغام واستاوه او هغه راته وویل، تر ټولو ښه چاره دا ده، چې واشنګټن ته ورشم او له دوی سره د رضاکارې په توګه کار وکړم.''
دا وايي، غوټه یې وتړله، واشنګټن ته روان ریل ګاډي ته وختله او یو داسې کاري مرکز ته ورسېده، چې ټولو کارکوونکو یې پوځي مخینه درلودله.
دې نجلۍ په خندا کې وویل: ''زه له تیاتر او جاز (موسیقي) نړۍ راغلې وم، زما لپاره رښتیا یو کلتوري ټکان و.''
که څه هم اغلې سامي د افغانستان په هکله هېڅ نه پوهېده، خو ژر یې داسې وړتیاوې څرګندې کړې، چې د ټول کاري ټیم لپاره خورا مهمې وې. دا وايي:
''زه د اړیکو برخې له کار سره عادت وم، نو ژر یې د اړیکو مسوولې په توګه وګومارلم، هیچا هم داسې فکر نه و کړی''
سره له دې چې د عملیاتو مرکز د بېړني حالت او ګډوډۍ په منځ کې و، خو یو بل څه هم پکې روان و. دا وايي:
"ایا د جذابیت احساس و؟ فکر کوم ځواب یې هو دی."
اغلې سامي وايي، د ښاغلي ساپي عمر معلومولو لپاره یې ګوګل لټون ته مخه کړه، چې پوه شي "ایا دومره ځوان دی چې ورسره اړیکه وساتل شي که نه."
دې په خندا کې وویل، ''ما د ساپي عمر او نوم ګوګل کړل، خو دی هلته دومره ستړی او بې وزله ښکاریده، چې د خپل اصلي عمر پرتله ډېر زوړ ښکارېد.''
دوی لومړی ځل د شپې په درې بجې یو ځای او پلي وګرځېدل، دا عین هغه وخت وو، چې له افغانستانه ایستل کېدونکي کسان په کابل کې د طالبانو له امنیتي پوستو تېرېدل او دوی یې انتظار کاوه. دوی د واشنګټن یادګارونو په منځ کې ګرځېدل او بالاخره د لنکن یادګار ته ورسېدل.
سامي وايي: ''دا فلمي صحنې ته ورته وه. په زړه کې مې له ځانه پوښتل، ایا له دې هلک سره به واده وکړم او که نه؟''
دوی لومړی ځل د عملیاتي مرکز په بالکون کې یو بل مچ کړل، ساپی یو څه ټکنی ښکاریده، خپلې خبرې یې د موټرو موضوع ته واړوله، خو له دې سره هم دوی له کلتوري توپیرونو د تېرېدو هڅه کوله.
ساپی وايي: ''سامي به تل پوښتلم، چې ایا کولای شم کورنۍ ته یې وروپېژنم، زما ځواب به دا و، چې دا ناشونې چاره ده.''
د سامي مسلمانې کورنۍ تمه دا وه، چې دی باید له دود سره سم له یوې افغانې نجلۍ سره واده وکړي، خو سامي یهوده وه.
خو دوی دواړو له دې سره هم خپل تعلق ته دوام ورکړ. یوه امتحاني شېبه بیا هغه مهال رامنځته شوه، چې سامي غوښتل ساپي ته د خپلې خوښې نړۍ وښيي، د تیاتر او موسیقي نړۍ او دا شېبه هغه مهال راغله چې دوی موسیقي ډرامه لیس میزرېبل کتله.
سامي وايي، ''ساپی د لنډ وخت لپاره احساساتي شو، ده په ځانګړې توګه پر لیس میزرېبل او موسیقۍ یې زړه بایلود او همدا زما د ارمان رښتیا کېدل و.''
ساپی وايي، ډرامې یې په زړه کې ځای وموند:
"زه په جګړو کې لوی شوی یم او ځان مې د اصلي کرکټر ماريوس سره ډېر ورته احساس کړ، یو یاغي، چې په عین وخت کې یو عاشق هم دی."
د ۲۰۲۱ کال په دسمبر کې، ساپی له خپل ورور سره یو ځای د بشري مرستو د ماموریت لپاره بېرته کابل ته ستون شو. که څه هم ده ته مشوره ورکړل شوې وه، چې سفر و نه کړي، خو ساپی وايي طالبانو ورته د بخښنې او خوندیتوب ډاډ ورکړی و.
خو په هماغه ورځ چې باید په افغانستان کې د دوی وروستۍ ورځ وای، ساپی، د هغه ورور او پنځه نور بهرني وګړي د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شول.
په لومړیو څو ورځو کې هغه په یوه تیاره او یخ ځمکتل کې بندي و. دی وايي: ''شپږ په شپږ فوټه کې یوه کوټه وه.''
بل لور سامي په نیویارک کې سختې ویرې نیولې وه. د ساپي ځای ځایګی یې چې په ګوګل مېپ کې لټاوه، ښکارېده چې دی د طالبانو د استخباراتو په مرکزي دفتر کې دی.
دا وايي:
"زه د کابل په هکله ډېره نه پوهېدم، خو دومره پوهېدم چې دا ډېر بد ځای دی."
څو اوونۍ همداسې په بې خبرۍ کې تېرې شوې. وروسته ساپي له یوه ساتونکي سره دوستي پیل کړه. ساتونکي د واده لپاره پیسو ته اړتیا درلوده او ساپي د تره د زوی په لاس هغه ته پیسې ورکړې او د همدغه ساتونکي په مرسته بیا ساپي یوه مبایل ته لاسرسی پیدا کړ.
ساپی په ځمکتل کې د خپل ورور پر اوږو وخوت، چې سیګنال ومومي او سامي ته یې یو لنډ پیغام واستاوه.
"سلام، څنګه یې؟ زه درسره مینه لرم."
سامي وايي:
''لومړنۍ ټیلیفوني اړیکه د هغه له نیول کېدو ۱۷ ورځې وروسته وشوه. همدا راته هر څه وو، چې پوه شوم ژوندی دی. د هغه د غږ په اورېدو حیرانه شوم، خو اندېښمنه هم وم، ځکه نه پوهېدم هلته څه روان دي.''
ساپی وايي، د زندان په شپو-ورځو کې به یې د Les Misérables ډرامې یادونو ته پناه وړه.
''اویا ورځې مو لمر و نه لید. موږ ټول په ځمکتل کې وو، اووه نور بهرنیان هم وو، یو سخت ناروغ شو او بل بیا ډېر ناهیلی و.''
په هماغو شېبو کې به ساپي سوکه ویل: ''ته اورې، چې خلک سندره وايي؟''
او لکه څنګه چې خپله وایي:
"دا زما لپاره د مقاومت سندره شوه. د دې ټول ناڅرګند وضعیت په منځ کې دا یو څه ښایسته وه، چې انسان پرې تکیه کولی شي، همداسې ده کنه؟"
د ټیلیفون له لارې د سامي او ساپي ترمنځ له هیلو سره پټو اړیکو دوام وکړ.
دی وايي، داسې غږ به مې کاوه، چې ساتونکو ته مې غږ و رنه شي او دا هر څه به د یوې کمپلې لاندې کېده."
دی په خندا سره زیاتوي: "او زما ورور هم یوازې شاوخوا دوه فوټه لېرې و. نو کله کله د سامي سره ډېرې مینه ناکې خبرې هم نه کېدې."
له طالبانو سره خبرې اوږدې شوې، خو پر ۷۰مه ورځ یو تفاهم وشو چې ساپی خوشې کړي. سامي وايي، یوه پړاو کې طالبان ګواښ وکړ چې که امریکا چټک اقدام و نه کړي، نو اعدام به یې کړي.
هغه وايي:
"پرېکړه وشوه چې زه، د ساپي مور او پلار قطر ته لاړ شو، ځکه هلته خبرې روانې وې چې د خوشي کېدو بهیر ګړندی کړي."
سامي وايي، قطر ته له تلو وروسته یې د ساپي له مور، پلار سره په لومړي ځل ولیدل.
دا وايي: ''موږ دوه اوونۍ په یوه اپارتمان کې ژوند کاوه او دوی نه پوهېدل، چې زه هلته یم. د ساپي مور او پلار په انګلیسي ښه نه پوهېدل، نو پرېکړه وشوه، چې زه باید د کورنۍ په استازیتوب یو څه وکړم.''
د افغانانو، مسلمانانو محافظه کارو مور او پلار لپاره دا یو ټکان و، چې د زوی یوه پټه یهودۍ ملګري وویني، خو د کړکیچن وضعیت له کبله دوی اړ وو، چې همدا وضعیت ومني. سامي وايي:
''د ساپي د مور او پلار منندوی یم، دوی زما بې ساري هرکلی وکړ.''
۱۰۵ ورځې وروسته ساپی خوشی شو، له افغانستانه ووت، چې له سامي سره یو ځای شي.
په امریکا کې له بیا یوځای کېدو وروسته، دغې جوړې یو ځای ژوند پیل کړ. دوی ډېر ژر واده وکړ، چې پکې د افغان، یهودي او تیاتري دودونو ګډه ښکلا لیدل کېده. مېلمنو د افغانانو دودیز کالي واغوستل، یهودي سندرې وویل شوې، او ساپي ان د خپلو ملګرو د یهودیانو ځانګړې نڅا هم وکړه.
په یوه احساساتي شېبه کې، سامي د هغه ژورنال یوه برخه ولوسته چې هغې د ساپي د زندان ژوند پر مهال ساتلی و.
د ۳۲مې ورځې په یوه یاد داښت داسې راغلي و:
"زه هغه ورځ په خوب وینم چې دا یاداښتونه بیا تاسې سره په برنډه کې ولولم. مهرباني وکړه، مهرباني وکړه، مهرباني وکړه بېرته راشه."
ساپی د دې یاداښتونو په هکله وايي:
"دا ډېر دردناک وو. خو په واده کې مو دا ټول یو ځای ولوستل."
د دوی د کوژدنې ګوتمۍ هم خپله ځانګړې کیسه لري. ساپي د خپل زندان د قلف یوه ټوټه په هغې کې دننه کړې ده.
هغه وایي:
"دغه تجربه زموږ د ژوند د بنسټ جوړولو لامل شوه."
سامي وايي چې دې سختیو د دوی اړیکه په بشپړه توګه بدله کړې ده. هغې وایي:
"موږ تر هرې جوړې چې زه یې پېژنم لږ جنجال کوو، ځکه کله چې نږدې وي چې یو څوک له لاسه ورکړې، نو کوچني شیان اهمیت نه لري."
د ساپي لپاره بیا دا هر څه معجزې ته ورته دي. هغه وايي:
هر څه چې اوس ژوند راکوي، هېڅکله به دومره سخت نه وي لکه هغه څه چې موږ باندې تېر شوي، دا چې دلته یوو، یو ځای یوو او لا هم مینه کوو، همدا دا یوه معجزه ده."