د امریکا کرېکټ هغه ستوری چې یو وخت د هند لپاره لوبېده

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

سوراب نیټراولکر په ۲۰۱۵ کال کې، په هند کې د مسلکي کرېکټ لوبې خوبونه پرېښودل او امریکا ته ولاړ، چې هلته د سافټویر انجینر په توګه کار وکړي.

هغه وايي، "زما لپاره کرېکټ ختم شو. ما د بیا لوبې کولو لپاره هېڅ تمه او هیله نه درلوده."

دغه لوبغاړی به تر نژدې یوې لسیزې وروسته د جون پر ۱۲مه نېټه د نیویارک په ناساو کاونټي نړیوال کرېکټ لوبغالي کې د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو کې د هند لوبډلې سره مخ شي. خو دا ځل به هغه د هندي لوبډلې برخه نه، بلکې د امریکا کرېکټ لوبډلې لوبغاړ ي په توګه ډګر ته ښکته شي.

نیټراولکر، په نړیوال جام کې لوبېدل د خپلو خوبونو ریښتیا کېدل بللي او وايي، په نړیوال جام کې لوبېدل د کرېکټ یوه لوبغاړي لپاره "جذباتي شېبه" وي، هغه یو ځل د هند د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره هم دا تجربه لرله.

هغه بي بي سي ته ویلي: "زما ډېر پخواني ملګري اوس د هند لپاره لوبې کوي."

خو هغه په مهمه لوبه کې له خپلو ملګرو سره د مخ کېدو په اړه دومره پروا نه ساتي.

نوموړی پوره باوري دی او خپله وړتیا یې تېره اوونۍ له پاکستان سره په سوپر اوور کې ښکاره کړه، چې ورسره یې تاریخي بریا هم خپله کړه.

نیټراوالکر وايي، له کرېکټ او امریکا دواړو سره مینه لري او دا یې خوبونه وو.

نوموړی د هند په ممبۍ کې زېږېدلی او لوی شوی، هغه یوازې لس کلن و، چې د کریکټ لوبه یې پیل کړه.

نیټراولکر په تنکۍ ځوانۍ کې د ښو او پام وړ فعالیتونو او له لوبو وروسته، په نیوزیلینډ کې د ۲۰۱۰ کال ۱۹ کلنو نړیوال جام کې د هندي لوبډلې برخه شو.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه د دنګې ونې، کیڼ لاسی تېز توپ اچونکی د هندي لوبډلې لپاره د ټورنمنټ مخکښ وېکټ اخیستونکي په توګه راڅرګند شو.

په ورپسې څو کلونو کې، نیټراولکر له کرېکټ سره خپل توازن ساتلی و، خو په ۲۰۱۳ کال کې له زدکړو فارغ او اینجینر شو.

دغه توپ اچونکی وايي، پرېکړه یې وکړه چې کرېکټ ته پام ډېر کړي، ځان ته یې دوه کاله وخت ورکړ. په دې موده کې یې هڅه وکړه چې د ممبۍ کرېکټ لوبډله کې هم ځای پیدا کړي.

هغه وايي، "زه هم د ممبۍ په لوبډله کې شامل شوم. خو ومې نشو کولای خپل ځای جوړ کړم، یا هم د هند پریمیر لیګ (ای پي اېل) ته لاړ شم."

د لوبو ښه وخت

د کرېکټ لوبغاړو کیریر معمولا په ۲۳ کلنۍ کې پیلېږي. خو نیټراولکر وایي، هغه په دې وخت کې د سپورت پرېښودو پرېکړه وکړه.

"زه په دوو جلا فکرونو کې ډوب وم. کرېکټ وکړم او که په زدکړو تمرکز وکړم؟"

په ۲۰۱۵ کال کې یې د کمپیوټر ساینس کې د لیسانس لپاره د امریکا په کورنیل پوهنتون کې زدکړې پیل کړې. هغه وايي: "دا یوه ستونزمنه پرېکړه وه."

خو هغه هېڅکله هم د کرېکټ په تړا خپل خوبونه په بشپړه توګه نه شو پرېښودلی.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

په هند کې د اینجینرۍ زدکړو پر مهال، هغه د کرېک ډی کوډ رامنځته کړی و ، دا هغه اپلیکېشن و چې له کرېکټ لوبغاړو سره د دوی لوبې تحلیل کې مرسته کوله.

نیټراوالکر په سان فرانسیسکو کې، د کلپ کچې کرېکټ لوبه پیل کړه. "دوی د اوونۍ پای ټورنمنټونه درلودل. ما پنځه ورځې کار کاوه او د شنبې او یکشنبې په ورځو به مې لوبې کولې."

دی وايي، دا له مسلکي کرېکټ څخه لېرې خبره وه، خو بیا هم د لوبې کولو لپاره یو چانس و.

"سان فرانسیسکو لا هم مناسب پیچونه نه لري. دوی پر مصنوعي پېچ لوبې کوي چې د مصنوعي چمن په څېر دی، "هغه وايي. "خو دوی د لاس انجلس په یوه پارک کې د خاورې ویشتنځای درلود، چې په ممبۍ کې د میدان [مشهور پارک] په څېر دی."

لوبو ته بیا را ستنېدل

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) پخوا داسې اوصول درلودل چې له مخې یې د نیټراولکر په شان لوبغاړي باید اوه کاله په امریکا کې ژوند وکړي او دایمي استوګن وي.

خو دغه اوصول په ۲۰۱۸ کال کې بدل شول او نیټراوالکر د امریکا کرېکټ ملي لوبډلې ته غوره شو. ای سي سي په ۲۰۱۹ کال کې، د امریکا په ګډون خپلو ټولو رادبره کېدونکو غړو ته د شل اوریزو لوبو نړیوال دریځ هم ورکړ.

هغه وايي: "ډېری فکر کوي چې د ناڅرګندو ټیمونو لپاره لوبې کول اسانه دي."

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images