تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر اسرائیلو د حوثیانو توغندیز برید؛ نتنیاهو: درنه بیه به یې پرې کړي
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یمن د حوثیانو له لوري د اسرائیلو تل ابیب پر یوه څنډه (یوه پرانیستې سیمه کې) کې د توغول شوي بالستیک توغنديز برید په غبرګون کې ویلي چې حوثیان به یې لویه بیه پرې کړي.
نتنیاهو د اسرائیلو د حکومتي پلاوي تر غونډې مخکې وویل، "حوثيانو له یمن زموږ خاوره له ځمکې څخه ځمکې ته په ویشتونکي توغندي په نښه کړه. دوی باید تر اوسه پوه شوي وي هر هغه څوک چې موږ ته د زیان رسولو هڅه کوي دروند قېمت به ورکړي."
هغه زیاته کړه "موږ د ایران د شر د محور پر وړاندې په څو اړخیزه جګړه کې یو، چې هڅه کوي موږ له منځه یوسي".
اسرائیلي پوځ په یوه بیان کې ویلي د یکشنبې په ګهیځ له ځمکې نه ځمکې ته یو توغندی له ختیځه د اسرائیلو پر لور توغول شوی او په یوه ازاده سیمه لګېدلی، خو د مرګژوبلې په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.
یمن کې د حوثي ډلې د رسنیو دفتر مرستیال مشر نصرالدین عامر ویلي "یو یمنی توغندی وروسته له هغه اسرائیلو ته رسېدلی چې ۲۰ نور توغندي یې مخنیوي کې پاتې راغلل."
د حوثیانو پوځي ویاند جګړن یحیی سریع پر اېکس یوه خپره کړې وېډیو کې ویلي "د یمن وسله وال ځواک کې توغندیز ځواک د فلسطین نیول شوې یافا سیمه کې پوځي هدف ویشتلی. برید کې یو نوی بالستیک توغندی توغول شوی او د دوښمن دفاع یې په مخنیوي کې پاتې راغلې".
د اسرائیلو د داخلي قوماندې مشرتابه د بېپیلوټه الوتکو د ننوتلو په اړه خبرداری ورکړی و چې ویل شوي د یکشنبې په ګهیځ له لبنان سره پر پوله کریات شمون سیمې او نورو ښارونو ته ننوتلې دي".
"ټایمز اف اسرائیل" ورځپانې ویلي، د ختیځ جلیل سیمو کې ډېری وګړو ته خبرداری ورکړل شوی.
غزه کې د پخواني ښوونځي پر ودانۍ بريد کې "د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي"
د اسرائيلو هوايي ځواکونو د غزې ښار کې د يوه پخواني ښوونځي پر ودانۍ چې فلسطيني بېځايه شوي وګړي په کې مېشت وو بريد کړی دی.
په سيمه کې فلسطيني ژغورونکو ډلو رسنيو ته ويلي، په دې بريد کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.
ويل کېږي دغه ښوونځی چې د شهدا الزيتون په نامه يادېږي فلسطيني کډوال په کې مېشت وو.
د اسرائيلو پوځ بيا وايي، بريد يې دقيق و او هغه خونه يې په نښه کړې چې د حماس ډلې غړي په کې ځای پر ځای شوي وو.
د اسرائيلو پوځ ادعا کوي چې دغو کسانو پر اسرائيلو د بريد پلان درلود.
دا په وروستيو ورځو کې په غزه کې پر هغو ښوونځيو دويم بريد دی چې بېځايه شوي فلسطيني کډوال په کې اوسېږي.
تېره چارشنبه هم ورته بريد د غزې په مرکز کې پر هغه ښوونځي وشو چې د يونراوا ادارې تر مديريت لاندې د فلسطيني کډوالو د لنډمهالي سرپناه په توګه استفاده کېده. دحماس چارواکو ويلي په دغه بريد کې ۱۸ کسان وژل شوي وو چې په ډله کې يې شپږ کسان د ملګرو ملتونو کارکوونکي وو.
تر دې وړاندې تېره اوونۍ د حماس د ملکي دفاع ادارې د غزې په جنوب کې د بېځايه شويو لپاره په خوندي سيمه کې د اسرائيلو په بريدونو کې د لږ تر لږه ۴۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
خو د اسرائيلو پوځ دا د خان يونس په مرکز کې د حماس وسله والو پر مرکز پوځي عمليات کړي بللي و.
په غزه کې د حماس پر وړاندې جګړه هغه مهال پیل شوه چې د اکتوبر پر اوومه د حماس په زرګونو وسله والو د اسرائیلو پر جنوبي سیمو برید وکړ. د اسرائیلو د شمېرو له مخې په هغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ تنه یرغمل نیول شوي وو.
د حماس د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیل له برید راهیسې تر۴۰ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.