تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایټالیا هغه ادعا څېړي چې سیلانیانو ته پیسې ورکړل شوې وې د کلابندو ملکيانو د وژلو لپاره بوسنیا ته ولاړ شي
د ایټالیا مېلان د عامه څارنوال دفتر د هغو ادعاوو په اړه څېړنه پيل کړې چې وايي د ایټالیا وګړو د ۱۹۹۰مو کلونو په لومړیو کې د جګړې پرمهال بوسنیا ـ هرزګوینا ته په "سنایپر سفاري" کې سفر کړی و.
ادعا شوې چې ایټالویانو او نورو کسانو به ډېره اندازه پیسې ورکولې چې د کلابند ښار سارایېوو ملکي وګړي په ډزو وولي.
دغه شکایت د ایټالیا خبريال او ناولليکوال "ایزیو ګاوازېني" وړاندې کړی، چې د "ډېر شتمنو" وسلو خوښوونکو کسانو لهخوا د "انسان ښکار کولو" د یوې پېښې یادونه کوي، هغه کسان چې "د بېدفاع ملکي وګړو د وژلو لپاره یې پیسې ورکولې" او له سربي پوستو او د سارایېوو له شاوخوا غونډیو یې ډزې کولې.
د ځینو راپورونو له مخې، د نارینهوو، ښځو او ماشومانو د وژلو لپاره بېلابېل نرخونه ټاکل شوي وو.
د سارایېوو د څلور کلنې وحشیانه محاصرې پر مهال له ۱۱ زرو څه ډېر کسان ووژل شول.
پخوانۍ یوګوسلاویا د جګړې له امله ټوټه ټوټه شوه او سر ځواکونو سارایېوو ښار کلابند کړی و او په دوامداره ډول د توپونو او سنایپر له بریدونو لاندې و.
په تېرو کلونو کې هم څو ځله دا ډول تورونه لګول شوي وو چې له بهره "د انسان ښکار" کوونکي راغلي وو، خو دا ځل د ګاوازېني راټول کړي شواهد- چې د بوسني پوځ د استخباراتي افسر ګواهي هم پکې شامله ده - د ایټالیا د ترهګرۍ ضد څارنوال الساندرو ګوبیس یې څېړي.
د تور ډول قتل دی.
ظاهراً د بوسنیا یوه پوځي افسر څرګنده کړې چې د ده بوسنیایي همکارانو د ۱۹۹۳ کال په وروستیو کې په اصطلاح د "سفاري ښکارونو" په اړه معلومات ترلاسه کړل او دغه معلومات یې د ۱۹۹۴ کال په پیل کې د ایټالیا د پوځي استخباراتو ادارې (سیزمي) ته ورسول.
هغه زیاته کړه چې د سیزمي ځواب څو میاشتې وروسته راغی. هغوی وموندله چې د دې "سفاري ښکار" سیلانیان به د ایټالیا له شمالي پوله ښار تریست څخه الوتل او بیا به یې د سارایېوو د غرونو پر لور سفر کاوه.
د انسا خبري اژانس د راپور له مخې، افسر ته ویل شوي وو: "موږ دا کار درولی او نور به هېڅ ډول سفاري ښکارونه نه کېږي." د دوو تر درېیو میاشتو په موده کې دا سفرونه واقعاً بند شول.
ایزیو ګاوازېني، چې عموماً د ترهګرۍ او مافیا په اړه لیکي، د دې "سنايپر سفاري" یا ښکار سفرونو په اړه لومړی ځل درې لسیزې وړاندې ولوستل، هغه مهال چې ایټالیایۍ ورځپاڼې Corriere della Sera دا موضوع راپور کړې وه، خو بې له قوي شواهدو.
هغه وروسته له دې موضوع ته بېرته هغې مسلې ته ستون شو کله چې یې په ۲۰۲۲ کال کې د سلوانیا د فلم جوړوونکي میران زوپانیچ مستند فلم Sarajevo Safari ولید، چې پکې دا ادعا شوې وه د دې وژنو برخهوال د امریکا، روسیې او ایټالیا په ګډون له څو هېوادونو وو.
ګاوازېني بیا ژوره څېړنه پیل کړه او په فبرورۍ میاشت کې یې څارنوالانو ته خپلې موندنې وسپارلې. ویل کېږي چې دا یو ۱۷ مخیزه دوسیه ده چې پکې د سارایېوو د پخوانۍ ښاروالې بنجامینا کاریچ راپور هم شامل دی.
ښکاري چې خپله بوسنیا کې د دې موضوع پلټنه درېدلې ده.
ایزیو ګاوازېني ایټالیایۍ ورځپاڼې La Repubblica سره په مرکه کې ادعا وکړه چې "ډېرو کسانو" په دې کار کې برخه اخیستې وه - ټول ټال لږ تر لږه سل تنه - او ایټالویانو د دې کار کولو لپاره "ډېره اندازه پیسې" ورکړې وې، چې د نن ورځې د ارزښت له مخې تر ۱۰۰ زره یورو (شاوخوا ۸۸ زره پونډو) پورې رسېږي.
په ۱۹۹۲ کال کې، د روسیې مړه شوي ملتپال لیکوال او سیاستوال ادوارډ لیمونوف له یوه درانه ماشینټوپک څخه د سارایوو پر لور د ډزو په حال کې فلم ثبت کړی و.
هغه ته دا "سفاري سفر" د بوسنیایي سرب مشر رادوان کارادیچ برابر کړی و، هغه څوک چې وروسته د هاګ نړیوالې محکمې له خوا د نسلوژنې په جرم محکوم شو.
لیمونوف د خپل دې "جنګي سیاحت" لپاره پیسې نه وې ورکړې - هغه له کارادیچ سره د مینې له امله هلته تللی و او ورته یې ویلي وو: "موږ روسان باید له تاسو بېلګه واخلو."
ویل کېږي ایټالیايي څارنوالانو او پولیسو د شاهدانو یو لړ نوملړ پېژندلی دی، چې معلومه کړي په دې ماجرا کې څوک ښکېل وو.
خو د برېتانوي ځواکونو هغو غړو، چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې په سارایېوو کې دنده لرله، بيبيسي ته ویلي دي چې دوی هېڅکله د "سنايپر سیاحت" په نوم د داسې څه په اړه نه دي اورېدلي.
هغوی ویلي چې دا به له لوژستیکي پلوه هم "ډېره ګرانه" وه چې له بهرنیو هېوادونو خلک راوستل شي چې پر ملکي وګړو ډزې وکړي، ځکه چې هلته ګڼ شمېر امنیتي پوستې وې.
برېتانوي ځواکونه هم د سارایېوو دننه او هم د ښار شاوخوا سیمو کې په دنده بوخت وو، چېرې چې د سرب ځواکونو مورچلې وې او هغوی په خپله هېڅ نښه نه وه لیدلې چې داسې "سنايپر سیاحت" روان وي.
یوه سرتېري دا تورونه چې بهرنیانو ته یې په ملکي خلکو د ډزو لپاره پیسې ورکړې وې، "ښاري افسانه" وبلله.