ګوتېرېش: پلارواکۍ نجونې له ښوونځيو او ښځې له بنسټیزو حقونو بې برخې کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۸مه غونډه د افغانستان په ګډون د نړۍ بېلابېلو برخو کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په تړاو د اندېښنو په څرګندېدو سره پیل شوه.
دا غونډه د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي اسمبلۍ د رئیس فیلېمون یانګ په وینا پیل شوه او وروسته ورته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش، د دغه سازمان د بشري حقونو شورا رئیس یورګ لاوبر، بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وولکر ترک او د جنسیتي مساوات او د ښځو پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشرې سیما بحوث ویناوې وکړې.
دوی ټولو پر خپل وار له اوکرایینه رانیولې، تر غزې تراړې، افغانستان، سودان، هیتي او کانګو دیموکراتیک جمهوریت پورې د نړۍ بېلابېلو سیمو کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په تړاو اندېښنه وښوده او په دې برخه کې یې د اړینو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وویل، بشري حقونه د بشریت لپاره د اکسیجن په څېر ارزښت لري خو د نوموړي په وینا یو په یو زندۍ کېږي.
هغه په دې برخه کې د جنګ جګړې، تاوتریخوالي او نورو عواملو ترڅنګ د "استبدادي واکمنانو" او "پلارواکۍ" یادونه هم وکړه، چې "نجونې یې له ښځوونیو راګرځولې او ښځې یې له بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي."
نوموړي وويل، "دا د هغو ټولو میکانیزمونو او سیسټمونو لپاره مستقیم ګواښ دی چې په تېرو ۸۰ کلونو کې د بشري حقونو ساتنې او پرمختګ لپاره په ډېرې سختۍ رامنځته شوي دي".
د ملګرو ملتونو سرمنشي که څه هم مشخصآ د افغانستان او طالبانو نوم وانخیست، خو دمګړۍ افغانستان د نړۍ یوازنی هېواد دی چې نجونې پکې د واکمنو چارواکو لخوا له شپږم پورته له زدهکړو او ښځې په ډېرو برخو کې له کار راګرځول شوې دي.
په جینیوا کې د افغانستان استازی نصیر اندېشه وايي، افغانستان به د بشري حقونو شورا د ۵۸مې غونډې "یوه مهمه موضوع" وي او ټاکلې د بشري حقونو وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بېنېټ د فبرورۍ پر ۲۸مه پکې خپل راپور وړاندې کړي.
ښاغلی اندېشه د جمهوریت پر مهال جینیوا کې ګومارل شوی او د طالبانو حکومت استاوزلي نه کوي.
نوموړی وایي، د بشري حقونو د ۵۸مې غونډې ترڅنګ به د جینیوا په دفتر کې د افغانستان استازولي او همدا راز د افغانو ښځو او بشري حقونو برخه کې ځینې فعال بنسټونه هم ناستې او لیدنې ترسره کړې.
نوموړی زیاتوي، چې په دغو ناستو کې به د حساب ورکولو د یوه خپلواک میکانیزم په تړاو خبرې پیل شي او تمه ده چې د روان کال په اوږدو کې هم همداسې یو میکانیزم رامنځته شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو حکومت چلند ښايي "جنسیتي تبیعض" وګڼل شي.
په دې لړ کې ریچارډ بېنېټ او د ښځو او نجونو پر ضد د تبعیض په اړه د کاري ډلې مشرې ډوروتي ایسټراډا ټانک د بشري حقونو شورا ته په یوه ګډ راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت "د نړۍ په کچه تر ټولو بد دی".
طالبانو تېر کال افغانستان ته د ښاغلي بېنېټ پر ورتګ بندیز اعلان او نوموړی د دوی د حکومت پر ضد په منفي تبلیغ تورن کړ.
خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پر نجونو او ښځو بندیزونه د دې لامل شوي چې د نړۍ ۲۴ هېوادونه له دې کبله د جرمونو نړیوالې محکمې ته د شکایت هوډ وکړي.
د دې محکمې څارنوال کریم خان هم تېره جنورۍ کې له قاضیانو په رسمي ډول د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د دې حکومت د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه کړې وه او هغوی یې په "بشریت ضد جرمونو" تورن کړي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د طالبانو حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې دوی نور "ځان د روم اساسنامې او د جرمونو نړیوالې محکمې" ته ژمن او پابند نه ګڼي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا رئیس یورګ لاوبر د بشري حقونو د ۵۸مې غونډې پرانیستونکې غونډې ته ویلي، د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان باید د بحثونو محور کې وي او نړیواله ټولنه باید دې ننګونې ته غاړه کېږدي او بیا تایید کړي چې بشري حقونه اختیاري نه، بلکې د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره اړین دي.
ټاکل شوې د بشري حقونو شورا دا غونډه چې د فبرورۍ پر ۲۴مې پیل شوې، د اپرېل تر څلورمې دوام وکړي.
























