فنلنډ رسماً د ناټو سازمان غړی هېواد شو

ناټو

د عکس سرچینه، JOHN THYS/AFP

فنلنډ د ناټو د ۳۱م غړي هېواد په توګه په یو لړ مراسمو کې له دغې پوځي ټلوالې سره یو ځای شو.

د فنلنډ ولسمشر ساولي نينيستو د ناټو په مرکز بروکسل کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ته په دغه سازمان کې د غړيتوب اسناد وسپارل او انتوني بلېنکن هم فنلنډ رسماً د دغې پوځي ټلوالې غړی وباله.

فنلنډ پر اوکرایین د روسیې د برید غبرګون کې خپله د بې پرې‌توب اوږدمهاله تګلاره پرېښوده.

دغه بدلون ته د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف په خپل غبرګون کې ویلي چې روسیه به اړ شي چې پر ضد يې ګامونه اوچت کړي، خو په دې اړه يې جزییات نه دي ورکړي.

ښاغلي بلېنکن فنلنډ د ناټو ۳۱م غړی هېواد اعلان کړ:

''د غړيتوب د دغه سند په تر لاسه کولو سره موږ اوس فنلنډ د شمالي اتلانتیک تړون ۳۱م غړی اعلانولی شو.''

بل لور د فنلنډ ولسمشر د خپل هېواد له رسمي غړيتوب سره سم په دغه پوځي ټلواله کې د سوېډن د غړيتوب بلنه هم مطرح کړه.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له دغو مراسمو وروسته د فنلنډ له ولسمشر سره ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، چې دا به فنلنډ خوندي او ناټو لا پیاوړې کړي:

''له ناټو سره یو ځای کېدل د فنلنډ لپاره ښه دی. دا به د شمالي اروپا او شمالي اتلانتیک هېوادونو د امنیت لپاره هم ښه وي او دا به ناټو ته هم په ټوله کې ښه وي. فنلنډ پام وړ او پیاوړی ځواک، مهارتونه او ملي مقاومت او د ناټو له هم‌ټلوالو هېوادونو سره د څنګ په څنګ کار د کلونو تجربه له ځان سره راوړي. زه ډېر ویاړم چې فنلنډ زموږ د ټلوالې بشپړ غړی کېږي.''

د روسیې د ولسمشر ویاند، دیمیتري پېسکوف

د عکس سرچینه، Reuters

د روسیې دفاع وزیر سرګيي شویګو هم د روسیې او بېلاروس امنیت او دفاع ته په اشارې ویلي "فنلنډ ژر د ناټو ټلوالې غړی کېږي. البته چې دا ټول د جګړې د جدي پراختیا خطرونه رامنځه ته کوي، خو دا به د ځانګړو عملیاتو پر پایله هېڅ راز اغېز ونکړي. دغو شرایطو ته په کتو، موږ د متحد دولت د امنیت او دفاع لپاره ځوابي ګامونه اخلو".

فنلنډ له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلومتره (۸۳۲ میله) ګډه پوله لري او د روسیې د جګړې له امله یې په تېره مې میاشت کې له سویډن سره یوځای له ناټو سره د یو ځای کېدو غوښتنه وکړه.

په ناټو کې د شاملېدو لپاره د سوېډن غوښتنه بیا ترکيې بلاک کړې ده.

دوی دواړو پخوا د بې پرېتوب یا عدم انسلاک سیاست غوره کړی و. خو پر اوکرایین د روسیې تر برید وروسته یې د ناټو د پنځمې مادې له مخې د خوندیتوب لاره غوره کړه، چې وايي پر یوه غړي یې برید پر ټولو برید دی.

دا په دې مانا ده چې که پر فنلینډ برید یا یرغل وشي، د امریکا په ګډون د ناټو ټول غړي به يې مرستې ته ورودانګي.