طالبانو ته منسوب بنسټ: 'کرمان کې د چارشنبې ورځې ځانمرګي بریدګر د تاجیکستان وو'

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د استخباراتو ادارې ته منسوب "المرصاد" خپرنیز مرکز پر خپله ایکس پاڼه ویلي، د ایران په کرمان کې ځانمرګي بریدګر دواړه د تاجیکستان وګړي دي.

د ایران د استخباراتو وزارت هم وړاندې ویلي وو، په کرمان کې د دوو ځانمرګو بریدګرو له ډلې یو یې تاجیکستانی دی او د دوهم بریدګر د هویت په اړه یې لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د دوو استخباراتي سرچینو په حواله ویلي، د داعش ډلې د غړو د ټیلیفوني خبرو له او اورېدو او تعقیب وروسته/ کره شواهد په لاس ور غلي چې ښيي داعش ډلې دغه بریدونه په افغانستان کې پلان کړي دي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې دغه ادعا رد کړه:

"د افغانستان اسلامي‌ امارت (د طالبانو حکومت) دا ادعا ناسمه بولي چې ګنې په افغانستان کې دې د داعش کوم مرکزیت وي، چې له دغه ځایه بریدونه طرح ریزي کړي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت او د جمهوریت مهال سیاسي څېرو د ایران په کرمان کې شوې ځانمرګي بریدونه غندلي او د ایران له حکومت او خلکو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

داعش ډلې له یادو بریدونو یوه ورځ وروسته په یوه اعلامیه کې د بریدونو مسوولیت ومانه او دا یې د شیعه ګانو پر وړاندې د پیل کړیو عملیاتو دوام وباله.

د چارشنبې ورځې په ځانمرګو بریدونو کې د ۱۲ افغانانو په ګډون ۹۱ کسان مړه شوي او له ۲۸۰ ډېر نور ټپیان دي.

داعش ډلې پخپله اعلامیه کې په دې تړاو چې دغه برید دې د داعش خراسان څانګې کړی وي، څه نه دي ویلي، خو په اعلامیه کې یې یوه پاموړ مسله دا ده چې د خراسان ولایت پر ځای/ چې معمولا د دوی په اعلامیو کې ذکر کېږي، د ایران نوم کارولی دی.

لږ تر لږه دا دویم ځل دی چې داعش ډله دغسې یو څه کوي، لومړی ځل یې د ایران په شاهچراغ سیمه کې له برید وروسته دغه کلمه کارولې وه.

"المرصاد" خپرنیز او فکري بنسټ، د تاجکستان استخباراتي سازمان له داعش ډلې سره په همکارۍ تورن کړی او د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یې په کرمان کې ځانمرګو بریدګرو ته په منسوبو انځورونو کې په بشپړ ډول د بریدګرو د مخونو پټولو ته اشاره کړې ده. المرصاد ویلي، دا د داعش ډلې له خوا د خپلو بریدګرو د تاجیکستاني هویت پټولو یوه هڅه ده.

تر اوسه پورې تاجکستاني چارواکو د المرصاد د ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو داعش ډلې وړاندې هم ډېر کله د خپلو بریدګرو څېرې پټې کړې دي.

"المرصاد" چې معمولا د "اسلامي دولت" نومي یا (داعش) ډلې د خراسان څانګې پر ضد د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په تړاو راپورونه خپروي، ویلي، د داعش شبکې ګڼ شمېر غړي تاجکستانیان دي.

له دې سره د طالبانو د استخباراتو د ادارې ویاند خلیل همراز بي بي سي ته ویلي المرصاد دوی پورې "تړاو نه لري."

خو ښاغلی همراز وایي "دا چې المرصاد د داعش او امنیتي پېښو اړوند په وخت او کره معلومات شریکوي، شاید له معتبرو امنیتي سرچینو یې تر لاسه کوي."

تېره اونۍ د طالبانو حکومت د دفاع وزیر مولوی محمد یعقوب مجاهد هم په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، په افغانستان کې پر جوماتونو، خانقاګانو، عالمانو او غونډو شوي بریدونه تاجکستاني او پاکستاني وګړو کړي او زیاته یې کړه امنیتي ځواکونو یې لسګونه تاجیکستاني او پاکستاني ورانکاري وژلي او سلګونه نور یې ژوندي نیولي دي.

ښاغلي مجاهد وویل، دوی دا نه وايي، چې تاجکستان او پاکستان په دغو بریدونو کې لاس لري.

د یادولو ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ وروسته د داعش خراسان ډلې په دغه هېواد کې د ګڼو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.