امریکا: په کرمان کې چاودنې د داعش افغانستان څانګې کړې؛ مجاهد وايي داعش افغانستان کې "مرکزیت نلري"

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکايي سرچینو دا ادعا رد کړه چې د ایران په کرمان کې دې د تېرې چارشنبې ورځې د داعش خونړي بریدونه په افغانستان کې پلان شوي وي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بي‌بي‌سي پښتو ته ویلي، "د افغانستان اسلامي‌ امارت (د طالبانو حکومت) دا ادعا ناسمه بولي چې ګنې په افغانستان کې دې د داعش کوم مرکزیت وي، چې له دغه ځایه بریدونه طرح ریزي کړي."

هغه زیاته کړه چې داعش "په افغانستان کې دومره ظرفیت نه لري، په مکمل ډول ځپل شوی دی."

تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د امریکا استخباراتي معلومات ښيي، چې د ایران په کرمان کې د تېرې چارشنبې ورځې چاودنې په افغانستان کې د اسلامي دولت په نامه فعالې وسله والې ډلې یا داعش کړې دي.

په کرمان کې د بریدونو مسوولیت داعش منلی، خو د برید د پلان او د بریدګرو د هویت په اړه یې ډېر څه نه دي ویلي.

د ایران استخباراتو په یوه اعلامیه کې ويلي و چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیمان د څلورم تلین د مراسمو پرمهال چاودنې دوه ځانمرګو بریدګرو کړې چې یو یې تاجکستانی و.

تهران په دې تړاو د نهو کسانو د نیول کېدو خبر هم وکړی، خو دا یې لا نه دي‌ ویلي چې دغه بریدونه څنګه او چېرته پلان شوي وو.‌

د ایراني چارواکو دغو چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۹ او د ژوبلو هغو ۲۸۴ تنه ښودلی دی.

دوی ویلي، چې په قربانیانو کې شاوخوا ۳۰ تر اتلس کلونو کم عمره کسان دي.

اوس دوو امریکايي سرچینو ویلي چې دوی کره شواهد لري چې دا چاودنې افغانستان کې د داعش خراسان ډلې کړې.

دغو سرچینو زیاته کړې چې په دې اړه د دوی معلومات دقیق او کره دي او دا چې د امریکا معلومات د داعش ډلې د غړو د ټیلیفوني مکالمو له اوریدو تر لاسه شوي دي.

خو اوس د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي "دوی (داعش) دومره ظرفیت نه لري چې له دې ځایه بریدونه پلان کړي، نه دلته کوم مرکزیت لري، نه هم د اسلامي‌ امارت ځواکونه دې ته اجازه ورکوي چې دوی دلته مرکزیت جوړ کړي او له دې ځایه څه ستونزه جوړه کړي."

ښاغلی مجاهد زیاتوي‌ چې "د داعش پدیده" په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال وټوکېده، پیاوړې شوه خو "کله چې اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) بریالی شو، او اشغال پای ته روسېده، د داعش ټولې ځالې له منځه ولاړې. ډېر پیاوړي عملیات یې پر وړاندې باندې وشول."

دا تېر څه موده له افغانستانه د داعش ډلې د سترو بریدونو رپوټونه نه دي‌ ورکول شوي. د ایران په ګډون ځینې نور هېوادونه هم مني چې په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د طالبانو تګلاره "ځپونکې ده."

د طالبانو د حکومت ویاند دا هم وايي‌ چې "موږ پوهېږو چې ایراني جهت هم ان‌شاءالله دغو دسیسو ته متوجه دی. او موږ هم متوجه یو. او د سیمې نور هېوادونه هم متوجه دي. په خپلو کې همکاهنګي، د مالوماتو شریکول او داسې د لویو تهدیدونو پر وړاندې د مبارزې یو له بله همکاري لري."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ویلي، دغو چاودنو وښودله چې داعش افغانستان او سیمې ته خطر دی او دا خطر د ډېرېدو په حال کې دی.

"(که څه هم) د دغې يوې پېښې پر بنسټ د داعش کمي او کیفي ځواک ارزول سخت دي، خو لکه موږ چې پخوا هم ویلي، داعش یو پام وړ خطر دی. دوی تر ډېره له افغانستانه فعال دي او هلته یې مرکزیت جوړ کړی او دوی د افغانستان خلکو ته او سیمې ته ګواښ پېښوي."

قاسم سلیماني څلور کاله وړاندې په عراق د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

ایراني چارواکو ویلي چې دغو چاودونو کې ۱۲ افغانان هم وژل شوي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د دې افغانانو نومونه هم په ډاګه کړي او ښکاري چې لږ تر لږه شپږ تنه یې مېرمنې دي. ایراني چارواکو ویلي په پاتې شپږو کسانو کې پنځه ماشومان دي.