کینیا کې د ظاهر قدیر محاکمه: وکیل یې وايي امریکا ته یې له سپارلو سره مخالفت کوي

    • Author, علي حسیني په لندن او داماریس کمانده په نایروبي کې
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر دویمه محکمه د پنجشنبې پر ورځ د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې ترسره شوه. هغه درې اونۍ وړاندې د نایروبي په سفاري‌پارک هوټل کې د اوسېدو له خونې ونیول شو.

له خپله کوره پنځه زره کیلومتره لېرې، په نایروبي کې یې لا یوه ورځ نه وه تېره شوې چې له تورونو سره مخامخ شو او تر اوسه یې پښه دوه ځله تر محکمې رسېدلې ده.

د ښاغلي قدیر وکیل، اومیګا اوچینګ، د پنجشنبې پر ورځ د خپل موکل د دویمې محاکمې له پای ته رسېدو وروسته بي‌بي‌سي ته وویل، پر هغه امریکا ته د مخدره توکو او وسلو د قاچاق تورونه پورې شوي دي.

د ښاغلي اوچینګ په وینا، "هغه [ظاهر قدیر] د سوداګرۍ لپاره له افغانستانه [کینیا ته] راغلی و او غوښتل یې بېرته افغانستان ته ستون شي."

د هغه د محاکمې پر مهال له ۲۰ ډېر کسان حاضر وو. ښاغلي قدیر افغانۍ جامې اغوستې وې او څېره یې د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کېدو له مخکې وخته یو څه بدله ښکارېده.

د ښاغلي قدیر اصلي اندېښنه امریکا ته د هغه له سپارل کېدو ده. کله چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې د هغه د نیول کېدو خبر خپور شو، یو اصلي ټکی دا و، چې امریکا د کینیا له حکومته غوښتي، دوی ته یې ور وسپاري.

هغه محکمه به چې اوس دا موضوع څېړي، په پای کې به پرېکړه وکړي چې ایا ظاهر قدیر د امریکا حکومت ته وسپارل شي که نه؟

د ښاغلي قدیر وکیل، اومیګا اوچینګ، نن له محکمې بهر بي‌بي‌سي ته وویل: "بهیر داسې دی، چې کله د کینیا سیسټم له امریکا د یو کس د نیولو غوښتنه ترلاسه کوي، مخکې له دې چې هغه ورسپارل شي، په محکمه کې د ځان دفاع لپاره مناسب فرصت ورکول کېږي، بیا حکم صادرېږي. محکمه کولی شي غوښتنه رد کړي، په ځانګړي توګه که په دې قضیه کې، که موږ کافي اسناد وړاندې کړو."

د ظاهر قدیر د قضیې برخلیک د پنجشنبې ورځې د محکمې په غونډه کې وروستی نه شو او ټاکل شوی چې د می پر ۱۳مه به یې امریکا ته د سپارلو یا نه سپارلو په اړه پرېکړه وشي.

د امریکا له خوا تر اوسه د افغانستان د دې مشهورې سیاسي څېرې د سپارلو د غوښتنې د لامل په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

خو د هغه وکیل وايي، ظاهر قدیر پر امریکا د نیوکې بیه پرې کوي. هغه زیاتوي، "موږ باور لرو چې د دې موضوع تر شا سیاسي انګېزې شته. له همدې امله غواړو چې هغه ونه سپارل شي. موږ باور لرو چې دا د امریکا لخوا د هغه د نیولو لپاره دسیسه ده. هغه د مخکېني افغان حکومت پر مهال، د یوه څرګند دریځ سیاستوال و او د امریکا پر ضد یې سخت دریځ غوره کاوه. موږ په ریښتیا نه پوهېږو چې د دې قضیې تر شا اصلي انګېزه څه ده او له همدې امله یې امریکا ته د سپارلو مخالف یو."

ویل شوي، که ظاهر قدیر امریکا ته ولېږدول شي، هغه به د نیویارک په یوه محکمه کې محاکمه شي.

ظاهر قدیر د افغانستان په سیاست او د ختیځ په امنیت کې اوږده مخینه لري.

هغه د حاجي عبدالقدیر زوی دی، چې پخوانی جهادي قوماندان او د افغانستان د انتقالي حکومت مرستیال و، او په ۲۰۰۲ کال کې په کابل کې ووژل شو.

پخپله ظاهر قدیر د افغانستان د سرحدي پولیسو یو قوماندان و. په ۲۰۱۰ کال کې یې د افغانستان پارلمان ته لار ومونده او په ۲۰۱۲ کال کې د ولسي جرګې د مرستیال په توګه وټاکل شو.

ظاهر قدیر او د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونو د افغانستان په ختیځ، په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو د فعالیتونو له پراخېدو وروسته د مخکېني حکومت له امنیتي ځواکونو سره یوځای د دې ډلې پر وړاندې جګړه کې ښکېل و.

هغه ته نږدې ځواکونو د همدغو نښتو پر مهال یو ځل د داعش له پنځو جنګیالیو سرونه پرې او نندارې لپاره د سړک پر غاړه وغورځول. ظاهر قدیر پر دې پېښې له نیوکې وروسته وویل د داعش ځواکونو "د هغه د قوم د څلورو تنو سرونه پرې کړي وو" او زیاته کړې یې وه چې"په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي."

څه چې دمګړۍ د نایروبي په میلماني محکمه کې تېرېږي، افغانانو لپاره یوه بې سارې ېیښه ده. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د استازو جرګې یو پخوانی مرستیال د افریقا په لویه وچه کې محاکمه کېږي.