د پاکستان پارلمان ته د موږکانو سرخوږی؛ "موږکان دومره غټ او څاربه دي، چې ښايي پیشوګانې هم ترې وډارې شي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان پارلمان ته د موږکانو سرخوږی؛ "موږکان دومره غټ او څاربه دي، چې ښايي پیشوګانې هم ترې وډار شي"
د پاکستان پارلمان ته موږکان په سرخوږي اوښتي او اوس یې له شره د ځان خلاصولو لپاره مرسته غوښتې ده.
د پارلمان ودانۍ کې د موږکانو د موجودیت ستونزه تر هغې وروسته رامخ ته شوه چې د کار او مسکن وزارت په ۲۰۰۸ کال کې د عامه کمېټې د یوې ناستې لاسوندونه وغوښتل.
خو کله چې چارواکي ارشیف ته ورغلل، نو مالومه شوه چې د اسنادو ډېره برخه موږکانو خوړلې ده.
دا موضوع وروسته د پارلمان له رئیس سره شریکه شوې او هغه په اسلام باد کې د پراختیايي چارو ادارې "سي ډي اې" ته په یوه مکتوب کې ولیکل چې اړوندې څانګې ته په دې برخه کې د ګام اخیستو لارښوونه وکړي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ ویاند ظفر سلطاني بيبيسي ته ویلي، ډېر موږکان د پارلمان په لومړي پوړ کې دي چې د کمیټو خونې په کې وي.
په لومړي پوړ کې همدا راز د سیاسي ګوندونو د پارلماني غړو او د وزارتونو د قایمه کمېسیونونو ناستې هم ترسره کېږي.
په دغه پوړ کې په مشرانو جرګه کې د اپوزېسیون د مشر دفتر او یو کانتین هم دي.
د قامي اسمبلۍ ویاند وايي دغلته موږکان "دومره غټ او څاربه" دي چې ښايي "پېشوګانې هم ترې وډارې شي."
د پاکستان د پارلمان یو کارمن وايي، د بېلابېلو پوړونو تالارونه د ښایست لپاره مسطح شوي او "کله چې ماښام او خلک کم شي، نو موږکان په چتونو کې داسې منډې وهي لکه د ځغاستې سیالي چې یې وي".
دی زیاتوي چې د پارلمان کارکوونکي اوس له دغه کار سره عادت شوي خو که څوک نوي ورشي نو ډارېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د قامي اسمبلۍ ویاند ظفر سلطان ویلي، چې د پارلمان له ودانۍ د موږکانو ختمولو لپاره د کال ۱۲ لکه روپۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
د نوموړي په وینا دا چې د پارلمان ودانۍ د ترمیم او ساتنې مسوولیت د پلازمېنې د پراختیايي چارو ادارې 'سي ډي اې' ته راجع دی، نو همدې کبله ترې غوښتل شوي چې دا چاره داوطلبۍ ته وړاندې کړې او ګټونکی شرکت ته یې په سملاسي توګه د لاس په کارېدو ووايي.
دی زیاتوي 'سيډياې' وار له مخه ځینې ورځپاڼو کې اعلانونه هم خپاره کړي او تر دې دمه دوو شرکتونو دغه کار ته لېوالتیا ښودلې ده.
'تلکونه او پیشوګانې'
د پارلمان ودانۍ یوه کارمن بي بي سي ته ویلي، 'سيډياې' ته سپارښتنه شوې چې کومه کمپني چې دا داوطلبي ګټي، نو دا لارښوونه هم باید ورته وشي چې "د موږکانو د وژونکو درملو ترڅنګ د تلکونو او پیشوګانو بندوست هم وکړي".
د دغه مسوول کس په وینا پیشوګانې د پارلمان په بېلابېلو سیمو کې خوشې شي.
د یادونې ده چې د پارلمان ودانۍ اسلام اباد کې یوازنۍ دولتي ځای نه دی چې موږکانو یې کارکوونکي پزو ته راوستي.
د سيډياې یوه ویاند فایق علي بيبيسي ته ویلي، د پلازمېنې نږدې ټولو پخوانۍ ودانۍ موږکانو نیولې دي.
دی وايي هغه کمپنۍ چې د ۱۲ لکو روپیو دغه بولي ګټي نو په یوه ځل به نه، بلکې ټول کال به د موږکانو لمنځه وړولو مسوولیت ترسره کوي.
دی زیاتوي چې د موږکانو لمنځه وړلو لپاره د پیشوګانو د ساتلو شرط نه دی اېښودل شوی.
فایق علي وايي، د موږکانو نیولو لپاره سریخناک کاغذ هم کارېدای شي او یوازنی موخه دا ده چې موږکان د پارلمان له ودانۍ ورک شي.
د سيډياې ویاند وايي، موږکان ځنکلي ژوي دي، وژل یې هم مناسب نه دي، نو غوره به دا وي چې ژوندي ونیول شي او لېرې چېرته بل ځای خوشې شي.











