یونان د 'وزو وبا' سره د مبارزې لپاره محدودیتونه لګولي

وزې

د عکس سرچینه، Universal Images Group via Getty Images

یونان په ټول هېواد کې د مېږو او وزو په لېږد بندیز لګولی چې هدف یې د "وزو وبا" په نوم پېژندل شوې خورا ساري ناروغي کنټرول کړي.

د کرنې وزارت وویل: "په ټول یونان کې د نسل زیاتولو، چاغولو او ذبح کولو لپاره له یوه ځای نه بل ته د مېږو او وزو لېږدول منع دي."

ویل شوي چې د میکروب نوې پېښې په مرکزي لاریسا سیمه او په سوېل کورنت کې موندل شوې دي.

دا ویروس چې د Peste des Petits Ruminants (PPR) په نوم هم پېژندل کېږي، کولی شي له ۸۰٪ تر ۱۰۰٪ پورې پرې اخته شوي څاروي ووژني. دا په انسانانو اغېز نه کوي.

د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې د یونان د کرنې وزارت وویل چې بندیز "د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي د مخنیوي او له منځه وړلو په هدف" معرفي شوی.

ویل کېږي د څارویو کروندګر، پنیر جوړوونکي، د مسلخونو مالکین او د خوړو وړاندې کوونکي د نوي محدودیتونو په اړه خبر شوي.

د اونۍ په پای کې، د وزارت چارواکو په هغو سیمو کې له سیمه‌يیزو چارواکو سره بېړنۍ ناستې هم وکړې چېرې چې د PPR نوې پېښې کشف شوې دي.

وزارت وویل چې د طاعون د خپرېدو د سرچینې معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او له بهره "مشکوک واردات" نه ردوي.

یونان د اروپايي ټولنې او د بلاک د غړو هېوادونو د وترنرۍ خدماتو سره هم اړیکه لري.

د اروپايي ټولنې مقررات وايي چې د PPR له پېښې تاییدېدو وروسته باید ټوله رمه له منځه یوړل شي او اغېزمنه شوې کرونده له مېکروبه پاکه شي.

په یونان کې د جولای په ۱۱مه نېټه د لومړي ځل لپاره د ناروغۍ له خپرېدو راهیسې لږترلږه ۷۰۰۰ څاروي وژل شوي دي.

یونان په اروپا کې تر ټولو زیاتې وزې لري. د وزې او مېږې شیدې د فیټا پنیر – یو ډول یوناني سوداګریز محصول - لپاره کارول کېږي.

PPR د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۲ کې د عاج ساحل کې راپور شوی او له هغه وروسته په ټوله نړۍ کې خپور شوی.