تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د توکو د ضایع کېدو مخنیوي نړیواله ورځ؛ هر کال له دوه میلیارده ټنه ډېر توکي ضایع کېږي
ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې کورنۍ، کوچني صنعتونه او خدماتي شرکتونه په کال کې له دوه میلیارد ټنو زیات ضایعات یا هغه توکي چې له اړتیا اضافه وي، تولیدوي.
دې اضافه توکو کې له برېښنايي توکو نیولې ان تر پلاستیک او خوراکي هغو شامل دي.
ملګري ملتونه وايي، د انسانانو لخوا د تولید تګلاره او د لګښتونو ناسمه بڼه ځمکه د نابودۍ لورې ته بیايي.
دغه سازمان زیاتوي چې انسانان باید د ضایعاتو د مخنیوي لپاره سملاسي لاس په کار شي.
نن شنبه د مارچ ۳۰مه، د ضایعاتو د مخنیوي یا د صفر ضایعاتو نړیواله ورځ ده. دا دویم کال دی، چې ملګري ملتونه دا ورځ نمانځي او په نړیواله کچه د ضایعاتو د کنټرول پیاوړتیا، د اودږمهال تولید او مصرف میتودونو اهمیت باندې ټینګار کوي.
د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې هر کال د مارچ ۳۰مه به دا ورځ نماځي. د دې ورځې وړاندیز ترکیې کړی و چې وروسته ۱۰۵ نور هېوادونه هم ورسره یو ځای شول.
ملګروملتونه وايي، په نړۍ کې د ضایعاتو د مدیریت بنسټونه د دې کړکېچ کنترول لپاره لږ امکانات په لاس کې لري.
یاد سازمان وايي، په نړۍ کې ۲.۷ میلیارده خلک د جامدو ضایعاتو ټولولو لپاره اسانتیاو ته لاسرسی نه لري.
په ضایعاتو کې څه شامل دي؟
ملګري ملتونه وايي، یوازې تر ۶۲ سلنه جامد ضایعات په کنټرول شویو مرکزونو کې ټولېږي.
دلته له ضایعاتو څخه د ملګرو ملتونو موخه هغه کثافات یا خځلې نه دي، چې هره ورځ لېرې غورځول کېږي، بلکې ضایعات لکه ناضروري کارټنونه، بریښنایی وسایل چې تاسو ورته اړتیا نه لرئ، یا هغه خواړه چې تاسو یې نور نه غواړئ وخورئ او باید وې یې غورځوئ.
یاد سازمان وايي، چې د ضایعاتو د راټولولو، بیا کارولو او د نورو ډولونو سم مدیریت یو عاجل لومړیتوب دی.
ملګري ملتونه زیاتوي، چې د اضافي توکو د کړکېچ حل لپاره خلک باید دا توکي د یوې سمې سرچینې په توګه وکاروي او د امکان تر کچې یې وکاروي.
دوی وايي، له ضایعاتو پاکې ټولنې ته د رسیدو لپاره له هره اړخه او هره کچه کې ګام اخیستو ته اړتیا ده.
دا په دې معنا ده، چې د لګښتي عادتونو په بدلولو سره باید لګښت کوونکي هڅه وکړي چې د یو څه له غورځولو مخکې هغه بیا وکاروي.
دولتونه، ټولنې او صنعتګران باید په دې برخه کې پانګونه وکړي او لارې چارې ورته ولټوي ځکه ضایعات کولی شي چې د څنګ ته شوي او د کلیو بې وزله ځوانان لا ډېر اغیزمن وي.
افغانستان او پاکستان هم له هغو هېوادونو دي چې په دودیز ډول په هوټلونو کې د ودونو او خیراتونو پرمهال خواړه ضایع کېږي. تېرو کلونو کې په افغانستان ځینې خیریه ټولنو له هوټلونو اضافي خواړه راټولول او بیا یې پر بې وزلو وېشل.
په ۲۰۱۳ کال کې په بریتانیا کې یوې څېړنې ویلی و، په ګرده نړۍ کې نیمايي خوراکي توکي چې څو میلیارد ټنه کېږي، کثافاتو ته اچول کېږي.