تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یونان ځنګلي اور کې د ۱۸ کسانو مړی موندل شوي؛ ګومان کېږي کډوال به وي
یونان کې د اور وژنې خدماتو اداره وایي د دغه هېواد د شمال په یوه ځنکلي سیمه کې چې له تېرو څلورو ورځې پکې اورونه لګېدلي، د اتلسو کسانو مړي موندل شوي دي.
لومړنيو رپوټونو کې راغلي چې دغه کسان به ښايي ناقانونه کډوال وي.
یوه څېړونکي ډله دغه ځای ته خوځېدلې چې د موندل شویو جسدونو هویت مالوم کړي.
د اېوروس په نوم د یونان دغه ځنګلي سیمه چې مړي پکې موندل شوي، د ترکیې له پولې ډېر واټن نه لري.
د سې شنبې پر ورځ د یونان په دغو سیمو کې تودوخه د سانتیګراد ۴۰ درجو ته رسېده، او ورسره ملو بادونو د لګېدلو اورونو کنټرول سخت کړی دی.
باور دا دی چې د دغو اور لګېدونو لومړنی پېژندل شوی قرباني به هم چې جسد یې تر دوی مخکې موندل شوی و،کډوال وي.
د دغو اتلسو کسانو مړي سې شنبه اوانتاس کلي ته نږدې په یوه سوځېدلې کوډله کې وموندل شول.
د اور وژنې خداماتو ادارې ویاند ېیانیس ارتوپیوس ویلي، په دې اړه څېړنه کېږي چې قربانیان به کډوال او په ناقانونه توګه یونان ته ور اوښتي وي.
د دغو کسانو د کډوالۍ احتمال ځکه ډېر دی، چې د شاوخوا کلیو په ځايي اوسېدونکو کې د چا د بې درکۍ خبر نه دی ورکړ شوی.
ناتایید شوي رپوټونه وایي اجساد د دوو جلا ډلو دي او دا اندېښنه هم شته چې شمېر یې لوړ شي.
اېوروس سیمه د اسیا او منځني ختیځ هېوادونو کډوالو لپاره چې له ترکیې د اروپايي ټولنې غړو ته د رسېدو په تکل وځي، مشهوره لار ده.
دغه کډوال همداراز پر ورڅېرمه دادیا ځنګله هم تېرېږي.
په الکساندروپولېس ښار کې هم یوه ځايي روغتون ته د تخلیې امر شوی دی. آن نوي زېږېدلي ماشومان او د عاجلې خونې ناورغان یې هم د بېړیو نږدې بندر ته ایستل شوي دي.
د یونان د اور وژنې خدماتو اداره وایي، دې سیمه کې یې موبایل تلېفونونو ته د بېړني حالت پیغام استولی دی.
په دوی کې هغه موبایلونه هم شامل دي چې بهرني سیمکارتونه او شبکې پکې فعالې دي.
له دې سره د کډوالو یوه مرستندیه بنسټ ویلي چې دوی له یو شمېر کډوالو سره په اړیکه کې دي او دا چې دغه کډوال له ځنکلي اوره خوندیتوب لپاره مرستې ته اړتیا لري.
یوه نهه کسیزه ډله وار له مخه له دغو ځنګلونو اوښتې او دوه نورې ډلې چې ټولټال ۲۵۰ کسان پکې دي، د اېوروس سیند په دوو ټاپوګانو کې ایسارې پاتې دي.
د رسمي شمېرو له مخې دغو اورلګېدنو تېرې درې ورځې یوازې په اېوروس کې له ۳۸۰ هکتاره ډېره سیمه سېځلې ده.
دغلته له لسګونو کلیو ځايي اوسېدونکي ایستل شوي او نورو ته هم امر شوی خپلې مېنې پرېږدي.
دوو البانیایي کارکوونکو بيبيسي ته ویلي که چورلکې پر وخت مرستې ورسېدلې وای، اور به وار له مخه کنټرول او وژل شوی وای.
پر یونان سربېره فرانسه او سویس هم د تودې هوا له څپې سره مخامخ دي.
د فرانسې د سویل ختیځ په دروام سیمه کې د دوشنبې پر روځ دوخه د سانتیګراد په ۴۲ درجو اوښتې وه.