تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان ته د توماس وېسټ سفر؛ امنيتي او د افغان کډوالو پر مسلو يې خبرې کړې
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ، ویلي چې پاکستان ته یې د خپل تازه سفر په لړ کې د هغه هېواد له چارواکو سره پر امنیتي او د افغان کډوالو پر مسلو خبرې کړې دي.
ښاغلي وېسټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د پوځ د مشر، د بهرنیو چارو وزیر او د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په ګډون چارواکو سره د پاکستان د طالبانو د غورځنګ لخوا دغه هېواد ته د سختو امنیتي ننګونو او همدا راز د افغان کډوالو د ساتنې پر اړتیا غږېدلی دی.
ښاغلي وېسټ ټینګار کړی، چې امریکا له پاکستان سره په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد کلکه ولاړه ده. هغه همداراز له اسلام اباده له نړیوالو ټولنو سره د همکارۍ او له کډوالو سره د درانه او مهربانه چلند په ګډون خبرو اترو باندې خوښي ښودلې ده.
ښاغلي وېسټ دا هم ویلي، چې په اسلام اباد کې یې د افغان کډوالو له استازو او د ملګرو ملتو د کډوالو چارو د ټولنو له چارواکو سره کتلي او پر اړوندو مسلو ورسره غږېدلی دی.
په پاکستان کې يو شمېر افغان کډوال چې په لوېديځو هېوادونو کې د کډوالۍ او مېشتېدو په حال کې دي، وايي خپل پاسپورټونه يې ادارو ته سپارلي او يا يې د ويزې موده تېره شوې ده. دوی د پاکستان د حکومت له خوا د شړلو په اړه اندېښمن دي.
د پاکستان پولیس په اسلام آباد او د هېواد په نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د اوسېدو په ځایونو چاپې اچوي او هغه کسان چې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري نیسي او افغانستان ته يې استوي.
بګټي: د پاکستان په سياست کې ښکېل قانوني کډوال به هم استول کېږي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغو افغان کډوالو ته چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد لري ګواښنه اورولې، چې که د پاکستان په سیاسي چارو کې لاسوهنه وکړي، و به ایستل شي.
ښاغلي بګټي په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته ويلي، "په قانوني اسنادو پاکستان کې اوسېدونکي بهرنيان نشي کولی په دغه هېواد کې هېڅ ډول سياسي فعاليت وکړي، ځکه دوی د پاکستان له سياست سره هېڅ تړاو نه لري."
نوموړی وايي، "زموږ د سياسي فعاليت حق په خپل ځای دی، موږ د اساسي قانون په چوکاټ کې سياست کوو، پاکستانيان چې د هر ګوند ملاتړ کوي هغوی ته اجازه شته خو هغه کسان چې پاکستان ته په ويزه راغلي او دلته په سياست کې ښکېل دي، زموږ قانون د داسې فعاليت اجازه نه ورکوي او هغه کسان به ژر تر ژره له هېواده ايستل کېږي. "
د پاکستان چارسمبالي حکومت په تېره نومبر مياشت کې له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيل کړې چې د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا ۴۵۰ زره کډوال له هېواده بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
ښاغلي بګټي وړاندې ویلي وو، د ناقانونه کډوالو بهیر بشپړېدو وروسته به هغه کډوال هم ستنوي چې دغه هېواد کې د کډوالو په توګه راجسټر شوي دي.