په سینه بند کې د اېښودو وړ داسې آله چې په ښځو کې د تیو سرطان مالومولی شي

    • Author, ایلین یزان
    • دنده, بي بي سي تركي

فکر وکړئ تاسې ځان ته یوه پیاله کافي جوړه کړې او څښئ یې خو په سینه بند کې مو داسې آله ایښې چې په همدې حال کې هم ستاسې د تي اېکسرې اخلي او که تومور یا سرطان لرئ نو مالومي یې. مخکې که تصور و، اوس داسې څه ممکن شوي‌ دي.

یوې ترکۍ سايسنپوهې ډاکټرې جانان داديورېن په ماساچوسېټ ټېکنالوژۍ انسټېټيوټ کې له خپلې کاري ډلې سره په ګډه داسې یوه آله یا ماشین رامنځ ته کړی چې وار د مخه د تي سرطان مالومولی شي.

هغې دا کار خپلې ترور ته د درناوي په موخه کړی چې د تيو سرطان له کبله مړه شوې ده.

دا آله هغو مېرمنو ته ډېره ګټوره ثابتېدای شي چې د تي سرطان له لوړ خطر سره مخ دي او په پرله پسې توګه د "ماموګرام" اېکسرې یا معاینې مشوره ورکول کېږي.

د ښځو په سينه بند کې دننه او پر تي د پاسه د ایښودو وړ دا آله د "ماموګرام" په مرسته په تيو کې سرطان څاري.

د یادولو ده چې ماموګرام د تيو سرطان مالومولو تر ټولو عامه لاره ده چې په تي کې د اېکسرې پر مټ سرطاني‌ غدې مالوموي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د تي سرطان په ښځو کې د سرطان ډېر عام ډول دی چې په ۲۰۲۰ کې په نړۍ کې ۲.۳ میلیون ښځو کې تشخیص شوی دی او په همدغه کال یې له کبله د ۶۸۵ زره مېرمنو ژوند اخیستی دی.

دا د ښځو د مړینې دویم لوی لامل بلل کېږي.

د امریکا د سرطاني ناروغیو ټولنه وايي، که په یوه ناروغ کې د تي سرطان په لومړيو وختونو او ابتدائيه حالت کې تشخیص شي نو د خپرېدو مخه یې نیول کېدای شي او ۹۹ سلنه امکان شته چې ناروغ پنځه نور کلونه هم وپايي.

ډاکټره جانان داديورېن وايي، په داسې حال کې چې په وروستي پړاو کې د تشخیصېدونکو مېرمنو د ژغورنې کچه ایله ۲۲ سلنه دی خو د دې آلې په مرسته د پایښت دا کچه لوړېدای شي.

دا آله څنګه کار کوي؟

د ماساچوسېټ ټېکنالوژۍ انسټېټيوټ د توکو ساینسپوهې او انجینیرې جانان داديورېن سره لومړی ځل هله د داسې یوې آلې د جوړولو مفکوره پيدا شوه چې دا په یوه روغتون کې د خپلې ناروغې ترور تر څنګ ناسته وه.‌

په ترور کې یې د تي سرطان یو وژونکی ډول تشخیص شوی و او شپږ میاشتې وروسته مړه شوه.‌

دا آله الټراساونډ یا تلویزوني معاینه کوونکی ماشین دی. په ډېر ساده توګه یې ښځې په خپل سینه بند کې پر تي د پاسه اېښودلی شي او د هېڅ معاینه کوونکي مرستې ته اړتیا نه لري.

دا ماشین د شاتو مچیو د ځالې خانو یا د پیاڅو جالۍ ته ورته نرۍ تخته ده چې شپږ خانې لري. د الټراساونډ یا تلویزوني معاینې کولو یوه وړه کامره پکې ده چې د دغو خانو یا سوریو تر منځ ګرځېدلی شي او تاسې یې په مرسته د خپل تي منځ له هره پلوه کتلی شئ.

د دې لپاره تاسې د تلویزوني معاینې پر مهال کارېدونکو اوبلنو موادو ته هم اړتیا نه لرئ چې پر تي‌ یې وموښئ.

ډاکټره جانان وايي، دا آله په یوه ډایامیتر کې تر ۰.۳ (صفر عشاریه درې) سانتي نه وړې دانې هم مالومولی شي چې عموماً د یوه تومور لومړنی یا د پيدا کېدو د مهال اندازه وي.

دا زیاتوي، "دا په دې مانا ده چې دا آله [په تيو کې] ډېره یوه وړه بې نظمي هم په دقت سره مالومولی شي."

ماموګرام څه شی دي؟

د تي سرطان د موندلو یوه تر ټولو دود یا معمول لاره "ماموګرام" ده.

دا داسې یوه معاینه یا ټېسټ دی چې په ترڅ کې مو له تي اېکسرې اخیستل کېږي او که دانه یا تومور پکې په جوړېدو وي نو په اېکسرې یا سکېن شوي عکس کې ښکاري.

د ماموګرام اېکسرې پر مهال یو راډیوګرافر یا معاینه کوونکی تاسې د اېکسرې ځانګړي ماشین ته دروي. په وار سره ستاسې یو تی د ماشین د دوو تختو تر منځ ږدي او تختې پخپل منځ کې د څو شېبو لپاره ستاسې تی ټينګوي یا فشار پرې راوړي.

ښايي د دې معاینې پر مهال د فشار له کبله تاسې د درد احساس وکړئ، ځينو ښځو ته ښايي ډېر دردوونکی و اوسي خو دا خوږ او معاینه ډېر لنډ وخت نیسي.

د یادولو ده چې د ماموګرام معاینه ډېرې پیسې غواړي او ګرانبیه ده او په ځينو هېوادونو کې د بیمې ملي پروګرام له لارې یې هم پیسې نه مجرا کېږي. یاني‌ اړ یئ چې په شخصي لګښت یې وکړئ.

ولې ځینې ښځې د دې معاینې پر مهال ډېر درد احساسوي؟

هېلن یول راډيوګرافره یا د تلویزوني معاینو متخصصه ده او د بریتانیا د راډيوګرافرو مشورتي ټولنې مشره ده. دا وايي، "د هرې ښځې تي تر بلې مختلف وي او پکې شته د غدودو او چربۍ کچه هم له نورو سره توپير لري."

په کومو ښځو کې چې د غدو نسج یا بافت په لوی مقدار کې وي هغوی د ماموګرام معاینې پر مهال ښايي د هغو پرتله ډېر درد حس کړي چې غټې سینې یا تي لري. همدا راز که د هارمونونو د بېرته ځای پر ځای کولو عملیات یا HRT مو کړې وي نو ښايي تي به مو ډېر حساس وي.

هېلن يول همدا راز وايي چې د ماموګرام د تجربې سختي او هوساینه د ښځو په دې رواني حالت پورې هم تړلې خبره ده چې هغوی د دې معاینې په اړه څه ډول نظر لري.

خو د ماموګرام معاینې لپاره له ځوره د ځان ژغورلو ځینې لارې چارې شته. مثلاً داسې وخت کې دا ټېسټ یا معاینه مه کوئ چې میاشتنۍ عادت مو روان وي او یا راتلونکې اوونۍ راروان وي. یا تر معاینې مخکې پیراسېټامول ګولۍ وخورئ.

دا آله د چا لپاره ده؟

څېړنو په ډاګه کړې د تيو هغه سرطان چې تومور یې د ماموګرام له یوې تر بلې معاینې پورې غټ شي د "وقفې سرطان" په نوم یادېږي او دا ډول سرطان یا کېنسر د تیو د سرطان د ټولو پېښو له ۲۰ تر ۳۰ سلنه برخه جوړوي.

د ماساچوسېټ ټېکنالوژۍ انسټېټيوټ ډله وايي دا ډول سرطاني دانې یا تومور تر هغو ډېرې خطرناکې او ژوند ګواښونکې دي چې د عادي معایناتو پر مهال موندل کېږي.

نو دا اوسنۍ جوړه شوې آله تر ډېره د هغو ښځو لپاره کارېدلی شي چې د تيو سرطان باندې د اخته کېدو وېره پکې وي او د ماموګرام د دوو معاینو تر منځ دا ناروغي پکې په نښه شي او یا یې یوه مېرمنه د دې آلې په کارولو سره په خپله وڅاري چې پرې اخته ده او که نه.

خو څېړونکو خبرداری ورکړی چې "که دې آلې په تي کې کوم غیر عادي څه وموندل نو بیا هم د ماموګرام معاینې ته اړتیا شته."

دا الټراساونډ یا تلويزوني معاینه کوونکې آله څنګه جوړه شوه؟

ترکۍ سايسنپوهې ډاکټرې جانان داديورېن او په ماساچوسېټ ټېکنالوژۍ انسټېټيوټ کې ورسره ډلې نه په سینه بند کې د ځای پر ځای کېدونکې دې آلې جوړولو شپږنیم کاله وخت واخیست.

دې آلې ته په تېره اګست میاشت کې د کارولو او یا تجربه کولو اجازه ورکړل شوه او پر انسانانو یې د ازمویلو لپاره لا ډېرې څېړنې او تجربې روانې دي.

د دې یوه ماشین بیه شاوخوا زر امریکايي ډالره اټکل شوې خو مخترع یې وايي چې په لویه کچه تر تولیدېدو وروسته به یې بیه ارزانه شي. خو دا به هم څلور پنځه کاله وخت نور ونیسي.

د طبي محققانو دا ډله وايي، "که تاسې هره ورځ په پرله پسې ډول خپل تی د دې آلې په مرسته سکېن کوئ نو د یوې پیالې کافي په اندازه لګست به مو پرې راځي."

د مېرمنو لپاره د هیلې څرک:

څېړنو جوته کړې چې تر ډېره مخ پر ودې هېوادونو کې د تيو سرطان له کبله د ښځو د مړینې کچه ځکه لوړه ده چې هلته دا ناروغي په دوی کې ناوخته تشخیصېږي او د درملنې د پام وړ اسانتیاوې هم پکې په نشت حساب دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې یا ډبلیو.اېچ.او د شمېرو له مخې د لوړې کچې اقتصاد لرونکو هېوادونو کې د تیو پر سرطان د اخته مېرمنو د پنځه کاله نوره ژوندي پاتېدو اندازه ۹۰ سلنې ته لوړه شوې ده چې دا کچه په هند کې ۶۶ سلنه او په جنوبي افریقا کې ۴۰ سلنه ده.

دا آله د بدن د ځينو نورو غړو سکېن یا تلویزوني معاینې کولو لپاره هم کارېدلی شي.

ډاکټره جانان دادیورېن چې تېر کاله میندواره وه نو خپل پر نس ماشوم به یې هم د دې آلې په مرسته سکېن کاوه.

دا ترکی ډاکټره ارمان کوي چې کاش د دې د ترور په ‌ژوندوني هم داسې آله اختراع شوې وای.

ډاکټره جانان زیاتوي، "زما ترور ډېره ځوانه وه. ۴۹ کلنه وه. مرګ د هغې له ذهن او فکره ډېره لرې خبره وه. څه به شوي وای که هغې هم داسې آله درلودلای؟"