طالبانو او هند دواړو د بلوچستان اورګاډي برید کې ښکېلتیا رد کړه: طالبان وايي، پاکستان دې "غیر مسؤلانه څرګندونې نه کوي"

هند او طالبان

د عکس سرچینه، Balkhi/MoEAI

تر هغه وروسته چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بلوچستان اورګاډي پېښه کې د ښکېلتیا په اړه د پاکستان حکومت ادعاوې "غیر مسؤلانه څرګندونې" وبللې، اوس هند هم د پاکستان هغه ادعا "په کلکه" رد کړې چې ګواکې "هند د اورګاډي پېښې په ګډون په پاکستان کې په ورانکاره فعالیتونو کې ښکېل دی"

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال نن جمعه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، "موږ د پاکستان له لوري لګول شوي بې بنسټه تورونه ردوو. ټوله نړۍ خبره ده چې د نړیوالې ترهګرۍ ځاله چېرې ده. پاکستان دې د خپلو کورنیو ستونزو او ناکامیو پړه پر نورو د اچولو پر ځای خپل ګرېوان ته سر ټيټ کړي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د یادولو ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه خبري ناسته کې ویلي یې وو چې پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي د برید "دسیسه په نورو هېوادونو کې جوړه شوې وه" او هند یې تورن کړی و چې ګواکې "پاکستان کې په ترهګریزو کړنو کې مرسته کوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز تور پورې کړی و چې ګواکې "داسې شواهد شته چې بریدګر له افغانستان سره د ټلیفون له لارې په تماس کې وو."

خو د طالبانو حکومت یې دا ادعا "په کلکه رد کړې" او ویلي یې دي چې پاکستان دې د "غیر مسؤلانه څرګندونو" پر ځای د خپل امنیت او کورنیو ستونزو پر حل تمرکز وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي پر "اېکس" اعلامیه کې ویلي، د پاکستاني پوځ د ویاند له لوري په بلوچستان کې د مسافر وړونکي اورګاډي پر برید د افغانستان د تورنولو "بې‌اساسه ادعاوې په کلکه" ردوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د پاکستان د پوځ د ویاند ادارې (ای‌اېس‌پي‌ار) هم په خپله اعلامیه کې ادعا کړې وه چې "استخباراتي راپورونه په ښکاره تاییدوي چې دا برید له افغانستانه فعالیت کوونکو ترهګرو ډلو کړی" او ویلي یې وو چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له حکومته تمه لري چې "خپل مسؤلیتونه ترسره کړي او‌ اجازه ور نه کړي چې د دوی خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره وکارول شي."

خو د دغو تورونو په ځواب کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، "هېڅ بلوڅ مخالفه ډله په افغانستان کې حضور نه لري او نه هم له اسلامي امارت سره اړیکې لري."

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان په دغه هېواد کې د امنیتي پېښو پړه په افغانستان کې پر طالبانو حکومت ور اچوي، تر دې مخکې یې هم ورته ادعاوې کړې دي چې د طالبانو حکومت په کلکه رد کړې دي او په ټینګار سره یې ویلي دي چې څوک نه پرېږدي د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

پر جعفر اېکسپرېس برید څنګه وشو؟

اورګاډی

د عکس سرچینه، PAKISTAN RAILWAYS

د کب ۲۱/مارچ ۱۱) له کوټې پېښور ته پر روان جعفر اېکسپرېس اورګاډي- چې ۴۴۰ مساپر پکې سپاره وو، د بلوچستان د بولان درې د ډھاډر په سیمه کې برید وشو.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې "د برید له پېښې وروسته یې د تصفیوي عملیات کړي، ۳۰۰ تنه مسافر یې ژغورلي او ۳۳ بریدګر یې وژلي دي."

که څه هم تر اوسه په بلوچستان کې پر 'جعفر اېکسپرېس' نومي اورګاډي برید کې د وژل شوو رسمي او کره شمېر نه دی په ډاګه شوی خو د پاکستان امنیتي ځواکونو ادعا کړې چې د ۳۳ بریدګرو په وژلو سره یې د مساپرو د ژغورلو عملیات پای ته رسولي دي.

د پاکستان د اورګاډي ادارې چارواکو ویلي چې تېره چارشنبه (کب ۲۲/مارچ ۱۲) تر ۲۰۰ ډېر تابوتونه په یوه مرستندوی اورګاډي کې د بولان پر لور لېږل شوي دي.

د اورګاډي ادارې یوه افسر د بي‌بي‌سي اردو محمد کاظم ته ویلي چې له کوټې بولان ته پر لاره دغه مرستندوی اورګاډي کې بېلابېل توکي لېږل شوي.

دا په وروستیو کلونو کې د بلوڅ بېلتون‌پالې ډلې (بي‌اېل‌اې) تر ټولو ستر برید بلل کېږي. دوی ادعا کوله چې په اورګاډي کې ناست ملکي خلک یې پرېښي او یوازې د پاکستان د امنیتي‌ ادارو کسان یې یرغمل کړي او غوښتنه یې کوله چې د دوی له ملګرو بندیانو سره دې تبادله شي.

خو د پاکستان پوځ عملیات پرې وکړل او تر برید شاوخوا دوه ورځې وروسته یې ادعا وکړه چې د مساپرو د ژغولو عملیات یې بشپړ کړي او هغوی یې د وسله‌والو له منګولو ژغورلي دي.

(بي‌اېل‌اې) چې د 'بلوچ لېبرېشن ارمي' لنډیز دی او بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ هم یادېږي، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې یې د بریدونو مسؤلیت منلی دی. خو پر 'جعفر اېکسپرېس' اورګاډي برید یې نږدې دوه ورځې په نړۍ کې د خبرونو سرټکی و.