اروپايي ټولنې د خوارځواکه افغان ماشومانو درملنې او د زدکړو برخې ته ۱۳ میلیونه اضافي مرسته اعلان کړې

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي‌بي‌سي

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې او د ماشومانو د زدکړې په برخه کې د ۱۳ میلیون یورو د اضافي مرستې اعلان کړی دی.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوف یونیسف د دې خبر په خپرولو سره خوشبیني څرګنده کړې او وايي د اروپایي ټولنې له مرستو به له ۷۸۰۰۰ زیات افغان ماشومان په بېړنیو حالاتو کې د تغذيې او زدکړې په چوکاټ کې برخمن شي.

دا اضافي مرسته د اروپایي اتحادیې د ملکي خوندیتابه او بشري مرستو د عملیاتو د برخې (ECHO) له خوا ورکړل شوې ده.

په افغانستان کې د یونیسف ویاند سلام الجنابي وايي چې په افغانستان کې سږکال ۲۳.۷ میلیونه خلک چې نیمایي یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ده په وینا، د اټکل له مخې په ۲۰۲۴ کې به نږدې ۳ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

ښاغلی الجنابي زیاتوي، "زدکړې هم په افغانستان کې له ناورین سره مخ دي. د یونیسف د سروې پر بنسټ، تر نیمايي ډېر افغان ماشومان لومړني ښوونځي ته نه ځي. نو ځکه یونیسف د اروپایي ټولنې د بشري مرستو له برخې سره ملګرتیا ته د قدر په سترګه ګوري. د دې مرستو پر مټ به وکړای شو د ماشومانو د تغذیې مواد ترلاسه او په هغو مرکزونو کې ماشومانو ته ورسوو چې سخته اړتیا ورته لري."

"افغانستان له بېړني وضعیت سره مخ دی"

یونیسف وايي، تر ۸۵ زرو ډېر ماشومان به له شدیدې خوارځواکۍ د دوی ژوند ته له ورپېښ ګواښه د خلاصون لپاره درملنې ته اړتیا ولري.

په همدې حال کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بشرپالو مرستو مشر فرانسوا ګیومنز ویلي، "په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه په ځانګړې توګه د ماشومانو په منځ کې دا ښیي چې افغانستان له بېړني حالت سره مخ دی. اروپايي ټولنه به د یونیسف په څیر له بشرپالو شریکانو سره کار ته دوام ورکړي چې په بیړني حالت کې د تغذیې او تعلیم په ګډون اړینه مرسته برابره کړي."

دغه وجهي صندوق وايي، په تېرو څلورو کلونو کې د اروپایي ټولنې بشري مرستو دوی ته دا شونتیا برابره کړې چې د پاکو اوبو سیسټمونه، په ټولنو کې زدکړې، د ماشومانو ژوند ژغورونکې ساتنه او روغتیایی خدمتونه او د خوارځواکو ماشومانو لپاره د اړینو خوراکي موادو په رسولو کې مرسته وکړي.