تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډیپسیک بازار هېښ کړ خو مصنوعي ځیرکتیا یې بدله هم کړه؟
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دویم وار واک ته د رسېدو اوونۍ نه وه پوره شوې، چې د ډیپسیک په نوم د چینایي مصنوعي ځيرکتیا (اېای) یوه نوي اپلېکېشن د سېلېکون والي ته ټکان ورکړ.
سېلېکون واليیا سېلېکان دره د امریکا سانسفرانسیکو کې هغه سیمه ده چې د نړۍ د ټېکنالوژۍ مرکز بلل کېږي.
ډیپسیک په امریکا کې په یوه شپه دومره ډاونلوډ شو، چې د وړیا اپلېکېشن په توګه د اپل چارټونو په سر کې راغی.
ډیپسیک په هغه وخت کې ویلي وو، د دوی نوی چیټ بوټ له چټ جيبيټي سره سیالي کوي. دغه شرکت نه یوازې د سیالۍ ادعا کړې وه، بلکې ویلي یې و، د ډیپسیک پر جوړولو یې خورا کم لګښت کړی دی.
دغو ادعاوو او د اپلېکېشن ناڅاپي بې ساري شهرت د چېپونو د لوی شرکت (انویډیا) د بازار ارزښت ۶۰۰ میلیارده ډالره را کم کړ، چې دا د امریکا د ونډو بازار په تاریخ کې د یوې ونډې تر ټولو لویه یوه ورځنۍ تاواني پېښه ده.
د ټېکنالوژۍ څو نور شرکتونه، چې له مصنوعي ځيرکتیا (اېای) سره تړاو لري، هم بازار ته د دغه اپلېکېشن راوتلو له امله تاواني شول.
ډیپسیک د امریکا له خوا د مصنوعي ځيرکتیا پر واکمنۍ هم شکونه را پورته کړل، ځکه له دغه اپلېکېشن مخکې به چین له امریکا یو ګام شا ته ګڼل کېده، خو اوس داسې ښکاري لکه چین چې په چټکۍ سره مخې ته کېږي.
یو مشهور پانګهوال، مارک اندرسن، د ډیپسیک راتګ د "مصنوعي ځيرکتیا په برخه کې یو بې ساری پرمختګ" وباله. نوموړی غواړې د ټېکنالوژۍ په برخه کې دغه پرمختګ د شوروي هغه سپوټنیک نومې سپوږمکۍ ته اشاره کړې، چې نیمه پېړۍ وړاندې یې د امریکا او شوروي ترمنځ فضايي سیالۍ پیل کړې وه.
لا هم مهم دی
له هغه وخته چې ډیپسیک نړۍ حیرانه کړه، اوس شپږ میاشتې تېرې شوې، خو د ټېکنالوژۍ په برخه کې د چین دا لویه لاسته راوړنه اوس خبري سرټکو ته لاره نه مومي خو ډیپسیک لا ورک شوی نه دی.
ډیپسیک د مصنوعي ځيرکتیا په اړه ځینې مهمې فرضیې ننګولې او په امریکا کې د (اوپنایآی) اجرائیوي مشر سم الټمن هم د یادو فرضیو ملاتړ کوي.
د اېای د چېپونو د یوې نوې کمپنۍ (ډي-مېټریکس) اجرائیوي مشر شېت، وايي: "موږ پر داسې لاره روان وو چې لویوالی پکې غوره انتخاب ګڼل کېده."
شاید دغه لاره، چې پرې روان یو، د ډېټا مرکزونه، سرورونه، چېپونه او د دې ټولو چلولو لپاره د لوړې کچې برېښنا تولیدول، په اصل کې سمه لاره نه وي.
سره له دې چې له اوله سره ښکارېده، ډیپسیک د هغه وخت تر ټولو پیاوړې ټېکنالوژۍ ته لاسرسی نه لري. شېت بيبيسي ته وویل: "که بیا هم دا ټېکنالوژي په هوښیاره انجینرۍ کې وکارول شي، نو واقعاً د یو وړتیا لرونکي ماډل د جوړولو توان لري."
د جنورۍ په وروستیو کې یو ځل بیا په خلکو کې د ډیپسیک علاقه ډېره شوه او د ټېکنالوژیو پرشرکتونو ورمات شول خو کله چې شرکتونو د خلکو دا علاقمندي ولیده، نو په ډېره بیړه یې د ډیپسیک اپلېکېشن د کارولو مخه ونیوله، ځکه اندېښنې ورسره وې، چې ښايي د کاروونکو مالومات یې د چین حکومت ته، واستول شول شي.
که څه هم کره شمېرې نشته، خو ډېر امریکایان اوس ډیپسیک کاروي.
د سېلېکون والي ځینې نوې کمپنۍ د دې پر ځای چې له امریکايي شرکتونو ګران بیه اېای ماډلونه واخلي، د لګښتونو کمولو لپاره ارزانه بیه ډیپسیک کاروي.
یوه پانګهوال راته وویل، هغه شرکتونه، چې مالي ستونزي لري، د پیسو سپما په خاطر اوس ډیپسیک کاروي خو هغوی بیا هم په احتیاط کار کوي.
په خواله رسنیو کې ځینو خلکو په دې اړه خبرې کړې، چې څنګه ډیپسیک په خپلو کمپیوټرونو کې په داسې خوندي طریقه وکاروو، چې د چین سرورونو ته مو مالومات و نه رسېږي. یو کس چې کرېسټوفر کېن نومېږي وویل: "که ډیپسیک په پورته یاده شوې طریقه وکاروې، نو بیا اندېښنه مه لرئ چې مالومات به مو چین ته ولاړ شي."
د امریکا او چین سیالۍ
ځینې کار پوهان وايي، د ډیپسیک راتګ د امریکا او چین ترمنځ د اېای په سیالۍ کې بدلون راوست. تر دې مخکې داسې ښکارېده، که څه هم چین د لویو ژبنیو ماډلونو په برخه کې شا ته دی، خو ښه ماډلونه لري.
لوی ژبنی ماډل یو داسې روزل شوی سیسټم دی چې په یوه جمله کې هر څه روښانه کوي. ډیپسیک هغه وخت د خلکو نظر بدل کړ چې و یې ویل، موږ د لږو پیسو او لږو کمپیوټري وسایلو په وسیله ډېر پیاوړی ماډل جوړ کړی دی.
په ۲۰۲۴م کال کې اوپن اېآی وویل، پنځه میلیارده ډالره یې د دغه سیسټم په جوړولو لګولي، خو ډیپسیک وویل، دوی د خپل ماډل، چې له اوپن اېآی، په ډېرو ازموینو کې مخکې هم دي، یوازې یې په ۵،۶ میلیونه ډالرو جوړ کړی دی.
د ټېکنالوژۍ د برخې یو شنونکی وايي: "ډیپسیک نړۍ ته وښودله چې چین د اېای په برخه کې څومره سیال دی."
امریکایي شرکتونو بیا له دې حالت ګټه واخیسته.
د ټرمپ حکومت او د ټېکنالوژۍ لوی امریکایي شرکتونه په دې باور دي چې که امریکا غواړي د اېای په برخه کې له چین مخکې پاته شي، نو باید د اېای پروژیو ته ډېر پام وکړي.
د اېاې په برخه کې د ټرمپ یو سلاکار وویل: "د امریکا لپاره ډېره مهمه ده، چې د اېآی په برخه کې لومړی ځواک پاتي شي."
د ډیپسیک په اړه امنیتي اندېښنې لا حل شوې نه دي، نو ځکه امریکا د دغه چنیايي شرکت او د بېجېنګ ترمنځ اړیکو په هکله پلټنه کوي.
یوه امریکایي چارواکي وویل: "موږ پوهېږو، چې ډیپسیک په خپله خوښه د چین له پوځ او استخباراتو سره مرسته کړې او ښايي په راتلونکې کې یې هم وکړي."
ډیپسیک په دې اړه د بيبيسي پوښتنو ته ځواب ور نه کړ خو په خپله تګلاره کې وايي، سرورونه یې په چین کې دي او هر څوک چې یې چوپړونه په مستقیم او نا مستقیم ډول وکاروي، نو شخصي مالومات به یې په چین کې خوندي کېږي.
نوې لار؟
د دې اونۍ په پیل کې، اوپن اېای د دوو نویو مصنوعي ځیرکتیا ماډلونو له خپرولو وروسته د ډيپسیک په اړه خبرې بیا تودې کړې.
دا د امریکا د مصنوعي ځیرکتیا لوی شرکت له خوا په پنځو کلونو کې لومړي وړیا او پرانېستي ماډلونه وو، یعنې هر څوک یې ډاونلوډ یا ښکته کولی شي او بدلون پکې را وستلای شي، خو دا ډېر وختي دی، چې چټجيپيټي دې د عامو خلکو د مصنوعي ځیرکتیا دوره پیل کړي.
د ډيمېټرېکس شرکت مشر شېت بيبيسي ته وویل: "ډيپسیک وښوده، چې کوچني او اغېزمن ماډلونه هم ډېر ښه کار کولای شي او دې صنعتي فکر هم بدل کړ. اوس موږ د همدې فکر نوې څپه وینو: داسې ماډلونه چې اندازه یې سمه وي، ګړندي وي، ارزانه وي او په پراخه کچه کارولو ته چمتو وي."
خو د ځینو په اند، په امریکا کې د مصنوعي ځیرکتیا لوی شرکتونه لا هم پخوانۍ تګلاره عملي کوي. له دې وړیا ماډلونو یوازې څو ورځې وروسته اوپن اېآی د جيپيټي –۵ اعلان وکړ.
له دې اعلان مخکې، دې شرکت ویلي و، د کمپیوټري ځواک او د مصنوعي ځیرکتیا د جوړښت اندازه یې ډېره زیاته کړې ده.
په امریکا کې د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د نويو ډېټا سنټرونو د جوړولو ډېر اعلانونه شوي، ځکه د ټېکنالوژۍ لوی شرکتونه د مصنوعي ځیرکتیا د غوره کارکوونکو د جذب لپاره سیالي سره کوي.
د مېټا مشر مارک زکربرګ د مصنوعي ځیرکتیا لپاره میلیاردونه ډالر لګولي او هڅه یې کړې د نورو شرکتونو ټکر کارکوونکي د ۱۰۰ میلیونو ډالرو تنخوا په بدل کې په خپل شرکت کې پر دندو وګماري.
په عین حال کې، د اېنوېډیا د شرکت ونډې، چې د ډيپسیک له راتګ وروسته راټیټې شوې وې، بېرته لوړې شوې او داسې کچې ته ورسېدې چې یاد شرکت یې د نړۍ په تر ټولو ارزښتمن شرکت بدل کړ.
د مېل پونډ رېسرچ مشر کېن وویل: "لومړنی داستان لږ تېریستونکي و." او موږ بېرته داسې وخت ته ستانه شوي یو چې مصنوعي ځیرکتیا به بیا د ډېرو ډېټا سنټرونو، ډېرو چېپونو او ډېرې برېښنا پورې وتړل شي. په بل عبارت هغه بدلون، چې ډيپسیک راوستی و، ډېر دوام و نه کړ.
نو خپله ډيپسیک په کوم وضعیت کې دی؟
د اسټرالیا په سیډني کې د ټېکنالوژۍ پوهنتون استاده مارینا ژانګ وايي: "ډيپسیک اوس له دې ستونزې سره مخ دی، چې څنګه خپل پرمختګ وساتي."
د دې یوه برخه یې د عملي ستونزو له امله ده او بله برخه یې د امریکا او چین د سختې سیالۍ په وجه ده.
ژانګ زیاتوي، د دې شرکت راتلونکی ماډل ډيپسیک – ار۲ د ځنډېدو یو لامل ښايي د لوړ کيفيت چېپونو کمښت وي.