د خپلواکو دولتونو هم‌ګټې ټولنې د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند جوړولو وړاندیز منلی

د خپلواکو دولتونو همګټې ټولنې د افغانستان په شاوخوا کې د یوه امنیتي کمربند د جوړولو د تکل وړاندیز منظور کړی دی.

ټاکل شوې، د دې ټولنې د غړو هېوادونو یوه ګډه کاري ډله د دغه کمربند د څرنګوالي په تړاو یو پلان جوړ کړي.

دا ټولنه د پخواني شوروي اتحاد له غړو هېوادو جوړه ده او په دې وروستیو کې یې له افغانستانه په ځانګړې توګه د ترهګرۍ د ګواښ په اړه ډېرېدونکې اندېښنې څرګندې کړې دي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بي‌بي‌سي ته ویلي، افغانستان اوس امن دی او له خاورې یې چا ته ګواښ نه دی متوجه. نوموړی زیاته کړې، "موږ د خپلو پولو امنیت خوندي کړی، له دې اړخه دې ګاونډیان تشویش نه لري".

ښاغلی فطرت زیاتوي، د قاچاق د مخنیوي لپاره یې هم ګامونه اخیستي، خو دا چې قاچاق یوه نړیواله ننګونه ده نو د ده په وینا "په کار ده چې ټول ښکېل هېوادونه په ګډه د دې ننګونې په اړه اقدام وکړي".

د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند د جوړولو وړاندیز دوه کاله وړاندې (د ۲۰۲۲ کال جنورۍ کې) د ګډ امنیتي تړون ټولنې غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، کړی و.

په هغه سیمه ییزه ټولنه کې چې اوس یې دغه وړاندیز منلی، د ښاغلي رحمان پر هېواد سربېره روسیه، ارمېنیا، اذربایجان، بېلاروس، قزاقستان، قرغېزستان، مالدووا، تاجکستان، او ازبکستان غړي دي.

دا ګام له افغانستانه د ترهګرۍ، نشه‌يي توکو د قاچاق او ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په موخه اعلان شوی دی.

د دې ټولنې سرمنشي، سېرګيي لېبېدېف، په مسکو کې یوې غونډې ته په خبرو کې هیله ښودلې، چې د امنیتي کمربند په جوړېدو به د ترهګرۍ په ګډون هغه ټولې اندېښنې ختمې شي، چې له افغانستانه دې سیمې ته د ور خپرېدو په تړاو دي.

د ګډ امنیتي تړون ټولنې ته چې د روسیې په ګډون د پخواني شوروي اتحاد شپږ پخواني جمهوریتونه یې غړي دي، په دې تړاو وړاندیز لومړی د تاجکستان ولسمشر کړی و.

هغې ټولنې په دې اړه بیا یوه کاري ډله ګومارلې وه، چې دغه وړاندیز و ارزوي او د ټولنې د غړو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو پر شورا سربېره، د ملګرو ملتونو استازو او د شانګهای همکاریو سازمان غړو ته په دې اړه معلومات ورکړي.

د دې ټولنې غړي هېوادونه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه د ترهګرۍ د ور خپرېدو ګواښ ته لا اندېښمن شوي او په دې اړه یې پرله‌پسې څرګندونې هم کړې دي.

د مرکزي اسیا پر هېوادونو سربېره د افغانستان نورو ګاونډیو هم وخت ناوخت ورته اندېښنې څرګندې کړې دي.

په دې لړ کې په دې وروستیو کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمنځ ناندرۍ هم شوې دي. همدا راز ایران هم ویلي، چې د خپل خوندیتابه لپاره له افغانستان سره د پولو کلکولو ته پام ډېروي.

د خپلواکو دولتونو همګټې ټولنې او د ګډ امنیتي تړون سازمان وروستۍ څرګندونې هم د افغانستان په تړاو د ډېرو شویو اندېېښنو څرګندونه کوي.

وړاندې یې له افغانستانه نورو هېوادو ته د ترهګرۍ د خپرېدو د ګواښ په اړه اندېښنې بېځایه بللې او د نشه يي توکو او انساني قاچاقو په اړه یې له سیمه ییزو هېوادو سره پر ګډ کار او همکارۍ ټینګار کړی دی.