د طالبانو حکومت وايي له ازبکستان سره یې د 'ترجیحي سوداګرۍ' هوکړه لاسلیک کړه

official

د عکس سرچینه، Taliban

    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي‌بي‌سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، له ازبکستان سره یې د 'ترجیحي سوداګرۍ' هوکړه او ګډ کاري پلان لاسلیک کړی چې د تعرفو د کمېدو، د سوداګریزو خنډونو ختمېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخېدا ته لاره هواره کړي.

د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دا هوکړه او ګډ پلان د تاشکند په څلورم نړیوال کنفرانس کې لاسلیک شو.‌

دغې ناستې ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له یوه پلاوي سره ورغلی و چې یاده هوکړه یې د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ له وزیر لذیذ قدرتوف سره لاسلیک کړه.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس لیکلي، افغان پلاوي او ازبک اړخ پر یو لړ اوږدمهاله اقتصادي همکاریو او د خصوصي سکتور پر ملاتړ ټینګار کړی.

'ترجیحي سوداګرۍ' څه ده او څه ګټه لري؟‌

د ازبیکستان لومړي وزیر عبدالله اریپوف (ښۍ خوا ته) د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۲۴ مه په تاشکند کې د طالبانو د لومړي وزیر له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وکتل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارفوف (ښۍ خوا ته) د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۲۴ مه په تاشکند کې د طالبانو د لومړي وزیر له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وکتل.

ترجیحي سوداګري یا (Preferential Trade) داسې ډول سوداګري ته ویل کېږي چې دوه یا څو هېوادونه یو له بله سره د ځانګړو امتیازاتو یا اسانتیاوو پر بنسټ سوداګري کوي، نه د عامو نړیوالو اصولو مطابق.

په ترجیحي سوداګرۍ کې یو هېواد بل هېواد ته د تعرفې (مالیاتو) یا وارداتو د محدودیتونو په برخه کې زيات تخفیف یا اسانتیاوې ورکوي، چې د دواړو ترمنځ سوداګري ډېره او اقتصادي اړیکې پیاوړې شي.

په ترجیحي سوداګرۍ کې د تعرفو امتیاز نمونه دا ده چې یو هېواد پر خپلو ټولو وارداتو ۲۰٪ مالیه لګوي، خو د یوه ځانګړي هېواد وارداتو ته یوازې ۵٪ مالیه لګوي.

په سوداګریزه راکړه ورکړه کې یو هېواد ممکن د نورو هېوادونو پر وارداتو محدودیت ولري، خو د ترجیحي تړون له مخې یو ځانګړي هېواد ته زیاته اجازه ورکړي چې خپل محصولات صادر کړي.

ترجیحي سوداګري تر ډېره د سوداګریزو هوکړو له لارې تنظیمېږي، چې دوه اړخیزه سوداګریز تړونونه او سیمه‌ییزې اقتصادي هوکړې هم پکې راتلی شي، لکه د اروپايي ټولنې، افریقا یا د سوېلي اسیا هېوادونو ترمنځ سوداګریزې هوکړې.

که ګاونډی پاکستان او افغانستان پخپلو کې د ترجیحي سوداګرۍ تړون ولري، نو پاکستان د افغانستان مېوې، غنم، یا نساجي محصولات له مالیې پرته یا له کمو مالیاتو سره واردولی شي. دا چاره دواړو هېوادونو ته اقتصادي ګټه رسوي.

په ترجیحي سوداګرۍ کې صادرات او واردات دواړه ډېرېږي، اقتصاد ورسره وده کوي او د هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکي پیاوړي کېږي او بازارونه وسره غوړېږي.

'ترجیحي سوداګرۍ' زیانونه او محدودیتونه هم لري؟

A driver walks near trucks in Termez Cargo Centre near the city of Termez,

د عکس سرچینه، Getty Images

اقتصادپوهان وايي، ځینې کورني صنایع له نړیوال رقابت سره سیالي نه شي‌ کولی او له نورو هېوادونو سره سوداګریز اختلافات پیدا کېدای شي او که بې‌عدالتي رامنځ ته شي، نو د نړیوالې سوداګرۍ سازمان یا (ډبلیو ټي‌او) له اصولو سره تضاد رامنځ ته کېدی شي.

د طالبانو حکومت او منځنۍ اسیا هېوادونو - په ځانګړي ډول ازبکستان - ترمنځ وروستۍ اړیکي د دواړو اقتصادي او امنیتي موخو په بنسټ ډېر ژور شوي دي.

په ۲۰۲۴ کال کې د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارفوف کابل ته سفر وکړ او له طالبانو سره یې ۳۵ یادداشتي تفاهم‌ليکونه لاسلیک کړل، چې ارزښت یې مجموعاً ۲.۵ میلیارد ډالر و (۱.۴ میلیارد پانګونه جمع ۱.۱ میلیارد سوداګریز تړونونه) .

د ۲۰۲۴ کال لومړۍ نیمایي کې دوه اړخیزه سوداګریزه تبادله ۴۶۱ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه، چې د وړم کال پرتله ۲۴٪ زیاتوالی ښيي.

ازبکستان ژمنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي اندازه به په نژدې وخت کې له درې میلیاردو ډالرو سره برابره شي.

د ترجیحي سوداګرۍ امتیازات

تاشکند کې د چارسو بازار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تاشکند کې د چارسو بازار

د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې د ازبکستان ترجیحي سوداګریز تړون نافذ شو، چې په ګڼو افغان محصولاتو تعرفه له منځه یوسي.

د ترمز د ازبیک-افغان "خپل بازار" لپاره ځانګړې سیمه رامنځته شوې، چېرې چې افغانان له ۱۵ ورځو وېزې پرته کاروبار کولی شي او په اختیاري ډول په ډالر، یورو، روبل یا یوان تجارت کولی شي.

د طالبانو حکومت له ازبکستان سره سوداګريزې، زېربنایي او امنیتې اړیکې ډېرې ټینګې کړې او راشه -درشه یې ډېره شوې ده.

ازبکستان د ترانسپورټي لارو، انرجۍ او ترجیحي سوداګرۍ له لارې افغانستان ته لاسرسی پراخوي.

د سیمه‌ییزې همکارۍ په دې فضا کې نور منځنۍ اسیايي هېوادونه لکه قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان هم ښکېل دي؛ خو د دوی ګډون پر امنیتي او د طبیعي سرچینو پر مسلو پورې تړلی او محدود دی.

ازبکستان او افغانستان ۱۳۰ کیلو متره ګډه پوله لري او د اموسېند پر سر د ملګرتیا په نامه پل دغه دواړه هېوادونو سره نښلوي.