په ازبکستان کې د اقتصاد او پانګونې غونډه کې د طالبانو د استازي ګډون، ولې مهم خبر دی؟

د ویډیو تشریح، ازبکستان کې د اقتصاد او پانګونې لویه ناسته
    • Author, عبدالله الهام، بي‌بي‌سي

د ازبکستان په پلازمېنه، تاشکند، کې د اقتصاد او پانګونې په تړاو د شاوخوا سلو هېوادو او نړیوالو ټولنو په ګډون یوه غونډه پیل شوه. دې درې-ورځنۍ غونډې ته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو پلاوی هم د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نور الدین عزیزي په مشرۍ ورغلی.

ازبکستان او د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو او د افغانستان له لارې د سوېلي او منځنۍ اسیا تر منځ د سوداګرۍ پراخولو ته پرلپسې لېوالتیا ښودلې ده.

د تاشکند د پانګونې نړیواله غونډه

د تاشکند د پانګونې نړیواله څلورمه غونډه د سیمې په کچه مهمه اقتصادي پېښه ده چې شاوخوا سلو هېوادونو له اتو زرو ډېر ګډونوال پکې راټول شوي.

دا راټولېدنه څو ورځې دوام کوي چې دوه اړخیزې خبرې، د پروژو معلوماتو رسمي تړونونو لاسلیکېدل او د نړیوالو همکاریو اړوند بحثونه پکې کېږي.

د تېر کال په ورته غونډه کې د ۲۶ مېلیاردو ډالرو په ارزښت د پانګونې تړونونه لاسلیک شوي وو، خو سږ د لا لوړو شمېرو تمه ده.

د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له واک ته رسېدو راهیسې تر نورو ډېر اوزبېکستان ته د لا ډېرې بهرنۍ پانګونې د ورجلبولو هڅه کوي، هغه هېواد چې په سیمه کې نسبتا ډېر نفوس، رنګارنګ طبيعي زېرمې او نسبتا ارزانه کاري ځواک لري.

افغانستان ته یې اهمیت

 د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ هم یوه پلاوي له افغانستانه پکې ګډون کړی دی.

د عکس سرچینه، bakhtar

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ هم یوه پلاوي له افغانستانه پکې ګډون کړی دی.

دا غونډه نه یوازې د اوزبېکستان چې د ټولې سیمې لپاره مهه ده، په تېره بیا افغانستان ته.

له دې غونډې سره هم‌مهاله د اوزبېکستان حکومت هڅه وکړه چې سیمه سره لا نږدې کړي او په فعال ډول یې هڅه وکړه چې افغانستان هم په دغه بهیر کې راګډ کړي.

د اوزبېکستان حکومت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره له دې چې حکومت يې په رسمیت نه دی منل شوی د یوه مهم ترانزيتي هېواد او په لویو سیمه‌ییزو پروژو کې د راتلونکي شوني شریک په سترګه ګوري چې کولی شي سیمه سره ونښلوي.

د طالبانو حکومت هم دې غونډې ته وربلل شوی او د سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی یې ورغلی او په تاشکند کې دی.

دا د کابل او تاشکند تر منځ د همکاریو پراخولو او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو پیاوړي کولو پر لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.

افغانستان اوسمهال د اوزبېکستان په بهرني سیاست کې په یوه مهمه او اړینه موضوع بدل شوی.

اوزبکستان په هغو هېوادو کې دی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره په دې وروستیو کې د سوداګريزو او اقتصادي اړیکو لا پراخولو ته ډېره لېوالتیا ښيي.

له بلې خوا د اوزبکستان اړخ له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول په سیمه کې د امنیت ټینګولو لپاره هم اړین بولي.

د سوداګرۍ دوه برابره ډېروالی

ملا عبدالغني برادر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر (منځ کې) د ازبکستان له سفر وروسته چې ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۲۳مه کابل ته ستون شو. نوموړي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف د خبرو اترو لپاره ازبکستان ته سفر کړی و.

د اوزبکستان په ګډون د منځنۍ آسیا له هېوادو سره په وروستیو کلونو کې د افغانستان سوداګري نژدې دوه برابره ډېره شوې ده.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي تېر کال د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ سوداګري نژدې دوه نیم مېلیاردو ډالرو ته رسېده.

په تېرو کلونو کې به دا سوداګري شاوخوا یو مېلیون وه. له اوزبېکستان سره هم دوه اړخیزه سوداګري له شاوخوا څلورو سوو مېلیونو په کال کې اتو سوو مېلیونو ته رسېدلې. ډېره برخه يې افغانستان ته واردات دي.

له اوزبکستانه خوراکي توکي، تېل او ګاز او ځینې کرنیز او طبي توکي واردېږي او له افغانستانه تازه او وچې مېوې او ځینې څښاک توکي صادرېږي.

په دې وروستیو کلونو کې اوزبکستان په افغانستان کې د رېل پټلۍ په ګډون د کانونو سپړلو او انرژۍ په ګډون برخو کې د لویو پروژو تړونونه هم لاسلیک کړي.

تېر کال هم کابل ته د اوزبېکستان د لومړي وزیر عبدالله عارفوف د سفر پر مهال د کابو دوه نيم مېلیاردو ډالرو په ارزښت د اقتصادي همکاریو او پانګونې ۳۵ تړونونه لاسلیک شول.

دواړو هېوادونو په ترمذ سیمه کې د سوداګرۍ ګډ بازار هم جوړ کړی دی.

تازه د افغانستان په چارو کې د اوزبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله اېرګاشوف هم په بلخ کې د طالبانو دولتي تلویزیون ته ویلي چې یو ورته بل ګډ بازار په حیرتانو بندر کې هم په پام کې دی.

له ټولې مرکزي آسیا سره غوړېدونکې سوداګري

ډالر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي هم بي بي سي ته وویل، په وروستیو کلونو کې له اوزبېکستان او ټولې منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان سوداګري په غوړېدو ده.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت څه موده وړاندې بي سي ته ویلي وو چې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د افغانستان او د منځنۍ آسیا د هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه نژدې دوه-نیم میلیارده ډالرو ته رسېدلې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي هم بي بي سي ته وویل، په وروستیو کلونو کې له اوزبېکستان او ټولې منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان سوداګري په غوړېدو ده.

دی وايي چې دا راکړه ورکړه تر څلورو میلیاردو دالرو د لوړېدو وړتیا لري.

تحلیل: فکر کوم روسیه به خوښه نه وي

اوس دا دي له لسیزې ډېر وخت اوړي نن مې د محمود صیقل چې هغه مهال د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالۍ تازه ګوښه شوی و، ما ته له یوې مرکې وروسته په تفصیل قصه کوله چې روسیه خوښه نه ده چې د مرکزي اسیا زېرمې دې د افغانستان له لارې سوېلي اسیا ته ولېږدي.

ښاغلي صیقل ویل چې د روسیې سفیر هغه ته د ده په دفتر کې په دې اړه په ډاګه دا خبره کړې وه.

هغه مهال خو ګڼې ستونزې ما لیدلې او دغه راز ننګونې هم وې چې د ټاپي نل‌لیکې د کار شاوخوا دوه تر درې لسیزې ځنډېدل یې ښه بېلګه وه، خو اوس چې له هغې مرکې دا دي یوه نیمه لسیزه تېرېږي او داسې ښکاري چې د ټاپي په څېر پروژې علمي کېدی شي، د ښاغلي صیقل هغه خبره رایادوم او فکر کوم چې روسیه به ریښتیا هم یوازې د سړکونو او نښلون له پروژو سره خوشحاله وي خو نه د مرکزي اسیا د زېرمو پردي کېدو په اړه.

ما څو میاشتې وړاندې د مرکزي آسیا متخصص او مشهور تاریخ‌پوه ډاکټر فریدریک سټار وغږاوه. د هغه کتاب ورکه روښانتیا یا (The Lost Enlightment) د اسلامي طلايي پېر تر ټولو روښانه او غوره تاریخ دی او د مرکزي اسیا رول پکې تر بل هر تاریخ ښه روښانه شوی.

ډاکټر سټار ډېر باوري و چې دا نښلون د افغانستان او د دغې سیمې د پرمختګ یوازينۍ کېلي ده. هغه ویل چې دا په تېرو دریو زرو کلونو کې تر ټولو مهمه کېلي وه او اوس به هم وي.

ښاغلي سټار هم په دې تاریخ ښه رڼا واچوله چې څرنګه د مغولانو له بریدونو او پراخ وراني وروسته په بله دویمه پېښه کې افغانستان د سترې لوبې په درشل کې دواړو زبرځواکونو له مرکزي آسیا بېل کړ او په دې ډول یې د سختې انزوا یو ځوروونکی پېر پیل شو.

افغان ټرانس او رېل لارې

رېل

د عکس سرچینه، @Zabehulah_M33

د عکس تشریح، په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو د حکومت، پاکستان او اوزبېکستان استازو د افغان ترانس په نوم د یوې نوې رېل لارې د جوړولو پلان هم لاسلیک کړی و.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم شاوخوا څلور میاشتې وړاندې اوزبېکستان ته له سفره له ستنېدو وروسته په کابل کې رسنیو ته ویلي وو چې تاشکند تر هراته د رېل پټلۍ جوړولو تخنيکي مطالعات پیلوي او د دغې پروژې عملي چارې به پیل شي.

په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو د حکومت، پاکستان او اوزبېکستان استازو د افغان ترانس په نوم د یوې نوې رېل لارې د جوړولو پلان هم لاسلیک کړی و.

د رېل لارې دا پروژه چې ټاکلې اوزبېکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره ونښلوي که بشپړه شي نه یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ، چې د سیمې د هېوادونو تر منځ به سوداګریزې اړیکې وغوړوي.

د طالبانو حکومت له اوزبېکستان سره د فاریاب ولایت د طوطي میدان د ګازو د استخراج تړون هم د یو مېلیارد ډالرو په ارزښت لاسلیک کړی و.

اوزبېکستان افغانستان ته د برېښنا لوی صادروونکی هم دی.

په سیاسي اړخ کې هم اوزبېکستان د سفیر په کچه د طالبانو ديپلومات منلی او قزاقستان او قرغیزستان هم طالبان له خپلو ممنوعه لېستونو لیرې کړي.

روسیې هم په دې وروستیو کې ورته ګام واخیست.

د اوزبېکستان ولسمشر بیا بیا د طالبانو له حکومت سره پر رغنده راشه درشه ټینګار کړی او دا یې پرلپسې ویلي، چې په افغانستان کې د هغه په وینا له اوسني حکومت سره د نړیوالو له مثبتو خبرو پرته پرمختګ شونی نه دی.